ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او يوولسم زبور

د څښتن په صفت کې

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ!

د څښتن شکر به وباسمه د زړه له خلاصه

زه په مجلس کې د نېکانو او د هغوی غونډه کې

۲څومره لوی دي د څښتن کارونه

هغه ټول خلک چې خوشحاله وي پرې

غواړي چې فکر وکړي په هغو باندې

۳کارونه یې ټول دي له عزت او له جلاله ډک

او عدالت د هغه پاتې تر ابده به وي

۴څښتن چې کړي عجیبه کارونه

پرېنږدې چې مونږ یې هېر کړو

دی مهربانه او رحیم دی هغه

۵ورکوي رزق هغه چاته چې ترې وېره کوي

هغه هېڅ وخت خپل لوظ نه هېروي

۶د پردو خلکو د وطن په ورکولو سره

هغه ښودلی خپل قدرت خپل قوم ته

۷دی وفادار او عادل ټولو کارونو کې خپل

حکمونه یې ټول د اعتبار وړ دي

۸وي پایدار به تر ابده پورې

هغه دي شوي په وفا او صداقت باندې

۹هغه خپل قوم ازاد کړ

او ورسره ویې کړلو تلپاتې لوظ

دی سپېڅلی او هیبتناک د هغه نوم

۱۰له څښتن وېره ده شروع د حکمت

څوک چې د هغه د اوامرو اطاعت کوي

ورکوي پوهه ورته

ثنا او صفت دې د هغه وي تر ابده پورې