ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شلم زبور

د فتحې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱په سختۍ کې دې څښتن کاندي قبوله ستا دعا

د یعقوب خدای دې ساتنه وکړي ستا

۲له خپل سپېڅلي ځای نه دې کومک واستوي تاته

د صهیون له غره دې مرسته وکړي ستا

۳کړي رایادې دې ستا ټولې نذرانې

کړي قبولې دې ستا ټولې سوځېدونکې قربانۍ

۴کړي پوره دې هغه ستا د زړه ارمان

او د ستا ټول پلانونه دې کامیاب کړي

۵بیا به چیغې د خوشحالۍ ستا په بریا کړو

د خپل خدای په نوم به جګ کړو بیرغونه

کړي څښتن دې ټول قبول ستا سوالونه

۶اوس پوهېږم چې څښتن خپل غوره کړی پاچا ژغوري

کړي دعا به یې قبوله له خپل پاک ځایه اسمانه

ور به کړي په خپل قدرت هغه ته لویې کامیابۍ

۷ځینې توکل کوي ګاډیو جنګي خپلو باندې

ځینې توکل کړي په اسونو باندې

زمونږ توکل دی په نامه د خپل څښتن خدای

۸داسې خلک به ښوییږي او رالویږي

خو مونږه به پاڅېږو ټینګ ودرېږو به

۹ای څښتنه، ته پاچا ته بری ورکړه

د کومک دپاره زمونږه فریاد واوره