ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او شپږ څلوېښتم زبور

خلاصون ورکوونکي خدای ته ثنا او صفت

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ

ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!

۲ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغه

زه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم

۳په قدرتمندو خلکو تاسو توکل مه کوئ

هېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي

۴کله چې مړه شي هغوی، بېرته ورځي خاورو ته

په هغه ورځ به شي برباد ټولې نقشې د دوی

۵بختور دی هغه څوک چې مددګار یې دی خدای د یعقوب

چې یې امید په خپل څښتن خدای باندې وي

۶چې دی خالق د اسمان، ځمکې او دریابونو

او هرڅه چې دي هغو کې

چې ولاړ وي همېشه خپلو وعدو باندې

۷چې انصاف کوي د مظلومانو سره

او وږو خلکو ته خواړه ورکوي

څښتن بندیان ازادوي

۸او بینا کوي ړانده

لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته

د نېکو خلکو سره مینه کوي

۹هغه ساتنه کوي د پردو خلکو

هغه پام کوي په کونډو او یتیمانو باندې

خو خرابوي د بدکارانو پلانونه

۱۰څښتن به کړي پاچاهي د تل دپاره

ای صهیونه، پاچاهي به کړي ستا خدای

ټولو نسلونو پورې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!