ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - دېرشم فصل

د اګور خبرې

۱دا د یاقه د زوی اګور خبرې دي. اګور ایتییل ته پیغام ورکوي.

دعا او اقرار

«ای خدایه! زه ډېر ستړی شوی یم

ای خدایه! زه ډېر ستړی او ستومانه یم.

۲په حقیقت کې زه د هر چا نه ناپوهه یم

او په ما کې د انسان په شان عقل نشته.

۳ما پوهه او حکمت نه دي زده کړي

او د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم نه لرم.

۴څوک اسمان ته پورته شوی

او بېرته راښکته شوی دی؟

چا هوا په موټي کې نیولې

او اوبه یې په څادر کې اچولي دي؟

او چا دا ټوله ځمکه پیدا کړې ده؟

د هغه نوم څه دی

او د زوی نوم یې څه شی دی؟

که ته پوهېږې نو ماته ووایه!

۵د خدای د کلام هره خبره سوچه او د باور وړ ده

څوک چې هغه ته پناه وروړي د هغوی دپاره سپر دی.

۶د هغه په کلام کې یو توری هم مه زیاتوه

هسې نه چې هغه دې ورټي او تا دروغجن ثابت کړي.

۷نو ای خدایه! ستا نه دوه شیان غواړم

ترڅو مړ شوی نه یم له ما نه یې مه منع کوه:

۸ما د دروغو او غولوونکو خبرو نه لېرې وساته.

ماته ډېره شتمني او ډېره غریبي مه راکوه

خو ماته یوازې د هرې ورځې ډوډۍ راکړه

۹هسې نه چې زه موړ شم او ستا نه منکر شم

او ووایم چې څښتن څوک دی؟

او یا زه غریب شم او غلا وکړم

او ستا نوم ته په سپکه سترګه وکتل شي.»

د حکمت د خاوندانو اووه نصیحتونه

۱۰د بادار په مخ کې په یو خدمتګار تور مه لګوه

هسې نه چې هغه په تا لعنت ووایي او تا ملامت کړي.

۱۱داسې خلک هم شته چې په خپل پلار لعنت وایي

او خپله مور مبارکه نه ګڼي.

۱۲داسې خلک هم شته چې خپل ځان بې ګناه ګڼي

خو د بدن چټلي یې لا پاکه شوې نه ده.

۱۳داسې خلک هم شته چې سترګې یې له کبر نه ډکې دي

او نورو ته تل په سپکه سترګه ګوري.

۱۴داسې خلک هم شته چې غاښونه یې د تورو په شان تېره دي

او داړې یې د چړو په څېر تېرې دي

ترڅو د غریبانو غوښې پرې وخوري

او مسکینان د ځمکې د مخ نه ختم کړي.

۱۵د یوې ژورې دوه لورګانې دي:

لومړنۍ وایي چې «راکړه!» او بله هم وایي چې «راکړه!»

درې شیان دي چې هېڅکله نه مړیږي

او څلور شیان دي چې هېڅکله «بس!» نه وایي:

۱۶قبر او د شنډې ښځې ګېډه

او وچه ځمکه چې تنده یې نه ماتیږي

او سوځېدونکی اور چې هېڅکله «بس!» نه وایي.

۱۷هغه سترګې چې په خپل پلار باندې ملنډې وهي

او د خپلې مور نصیحت ته په سپکه ګوري

نو د تنګو درو کارغان به یې سترګې راوباسي

او د ټپوسانو خوراک به شي.

۱۸درې حیرانوونکې شیان دي

او څلور شیان دي چې زما دپاره د پېژندلو وړ نه دي:

۱۹په هوا کې باز څنګه الوزي

او په تیږه باندې مار څنګه ځي

په دریابونو کې کشتۍ څنګه لار پیدا کوي

او د یوې ځوانې ښځې سره یو ځوان څنګه یوځای کیږي.

۲۰دا د زناکارې ښځې طریقه ده:

چې کله خواړه خوري او بیا خوله پاکوي

او وایي چې ما خو کوم بد کار نه دی کړی.

۲۱درې شیان دي چې ځمکه لړزوي

او څلور شیان دي چې هغه یې هېڅکله زغملی نه شي:

۲۲کله چې یو خدمتګار پاچا شي

او بې عقله چې په ګېډه موړ شي

۲۳کله چې د کرکې وړ ښځه واده شي

او کومه وینځه چې د کور د مېرمن بن شي.

۲۴څلور شیان دي چې په ځمکه ډېر واړه دي

خو ډېر زیات هوښیار دي:

۲۵میږیان یو کمزوری مخلوق دی

خو په اوړي کې ځان ته خواړه راټولوي.

۲۶غرنۍ سویه یو کمزوری حیوان دی

خو د غره په کلکو ګړنګونو کې کور جوړوي.

۲۷د ملخانو پاچا او مشر نه وي

خو د لښکر په شان سم روان وي.

۲۸که چرمښکۍ په لاس کې نیول کېدلی شي

خو په پاچاهي ماڼیو کې هم ګرځېدلی شي.

۲۹درې شیان دي چې په ناز تلل کوي

او څلور شیان دي چې په نخرو درانه قدمونه اخلي:

۳۰زمری چې په ټولو ځناورو کې قوي دی

او د هېڅ شي څخه نه وېریږي

۳۱جنګي چرګ او سیرلی

او هغه پاچا چې هېڅوک یې مخالفت نه شي کولای.

د بې عقلتوب په هکله خبرداری

۳۲که ته د بې عقلتوب په خبرو ځان لوړ ګڼې

او یا چا ته دسیسه جوړوې

نو په خپله خوله باندې دې لاس کېږده

۳۳ځکه چې د مستو د شاربلو نه کوچ جوړیږي

او په پوزه باندې د ګوزار وهلو نه وینه بهیږي

همداسې د غوسې د راپارولو نه جګړه پیدا کیږي.