ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - شلم فصل

۱شراب څښل انسان مسخره کوي او نشه شور او شخړې پیدا کوي

نو هرڅوک چې په دې اخته شي د حکمت خاوند به نه شي.

۲د پاچا غوسه د غړمبېدونکي زمري په څېر وېره پیدا کوي

څوک چې هغه راپاروي نو خپل ځان تباه کوي.

۳د جنګ نه ځان ویستل انسان ته عزت ورکوي

خو هر جاهل سړی زر جګړې جوړوي.

۴لټ انسان د کښت په موسم کې قلبه نه کوي

او د لو په وخت کې چې هر شی لټوي هېڅ نه مومي.

۵د انسان د زړه خیالونه د ژورې څاه د اوبو په شان دي

خو د پوهې خاوند هغه ترې نه بهر راوباسي.

۶ډېر خلک د وفادارۍ دعوه کوي

خو هېڅوک یو وفادار انسان پیدا کولای نه شي.

۷نېک انسان خپل ژوند په صداقت تېروي

او راتلونکی نسل به یې تل بختور وي.

۸کله چې یو پاچا د قضاوت په تخت کښېني

نو څه چې یې په نظر بد وي د بوسو په څېر یې بادوي.

۹څوک ویلی شي چې زما زړه پاک دی

او زه پاک او بې ګناه یم؟

۱۰په ټګۍ سره اندازه کول او په غلطو کاڼو وزن کول

دواړه د څښتن د کرکې سبب ګرځي.

۱۱حتی یو ماشوم هم په خپل سلوک سره ځان داسې ښایي

چې ګوندې کارونه یې پاک او رښتیني دي.

د خبرو او سوداګرۍ په هکله

۱۲غوږونه چې اوري او سترګې چې ګوري

دواړه څښتن جوړ کړي دي.

۱۳که د خوب سره مینه کوې خوار به شې

نو تل ویښ اوسه چې په ګېډه موړ شې.

۱۴اخیستونکی تل دا شکایت کوي چې «دا ښه نه دی! دا ښه نه دی!»

خو کله یې چې واخلي نو بیا وایي: «ښه سودا مې وکړه!»

۱۵سره زر او قیمتي غمي ډېر زیات پیدا کیږي

خو هغه شونډې چې د علم خبرې کوي نه مندونکې ګاڼه ده.

۱۶که څوک د یو پردي سړي ضمانت کوي

نو کالي دې ترې ګرو واخلي

او بیا دې د پردیو په ضمانت کې

د ځان سره امانت وساتي.

۱۷حرامه ډوډۍ خوږه وي

خو وروسته یې خوله د خاورو ډکیږي.

۱۸خپلې نقشې تل په مشوره جوړوه

او له ښې مشورې پرته جنګ ته مه ځه.

۱۹غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کوي

نو له بېځایه خبرلوڅ انسان نه ځان لېرې ساته.

صبر او بدل اخیستل

۲۰څوک چې په خپل مور او پلار لعنت وایي

نو د ژوند ډېوه به یې په توره تیاره کې مړه شي.

۲۱کوم میراث چې زر تر لاسه کیږي

نو په اخر کې به د برکت وسیله نه وي.

۲۲داسې مه وایه چې زه به د دې بدیو بدل اخلم.

څښتن ته صبر وکړه چې ستا بدل واخلي.

۲۳څښتن په غلطو کاڼو وزن کولو نه کرکه کوي

نو د تلې غلط استعمال بد کار دی.

۲۴د انسان د ژوند لاره څښتن ټاکلې ده

نو بیا څنګه څوک خپله لار پېژندلی شي؟

۲۵څوک چې په بیړه نذر مني او بیا فکر کوي

نو خپل ځان په دام کې نښلوي.

۲۶هوښیار پاچا بدکاران د غنمو په شان غوبل کوي

او له ښو خلکو نه یې بېلوي لکه باد چې بوس بادوي.

۲۷د څښتن څراغ د انسان د روح لټون کوي

چې د هغه د زړه ټول رازونه ښکاره کوي.

۲۸مینه او وفا د یو پاچا کلکه ساتنه کوي

چې د مهربانۍ له امله به یې تخت تل ټینګ وي.

صداقت او عدالت

۲۹د ځوانانو عزت د هغوی قوت او قدرت دی

او سپین ویښته د مشرانو شان او شوکت دی.

۳۰د ادب لښته شرارت لېرې کوي

او د اصلاح زخمونه د انسان زړه دننه پاکوي.