ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول قرنتیان - شپاړسم فصل

د محتاجو ایماندارانو دپاره د مالي مرستو راټولول

۱اوس د هغو مالي مرستو په هکله چې په یهودیه کې د خدای د خلکو دپاره راټولیږي، خبرې کوم. لکه څنګه چې مې د غلاتیې کلیساګانو ته لارښوونه کړې ده، نو تاسو هم په هغو باندې عمل وکړئ. ۲د هرې هفتې په لومړۍ ورځ دې ستاسو څخه هر یو د خپلې ګټې نه یوه اندازه پیسې د ځان سره وساتي، نو کله چې زه درځم، د پیسو د راټولولو اړتیا به نه وي. ۳کله چې زه هلته درورسېږم، نو زه به هغو کسانو ته چې تاسو ته د باور وړ وي د پېژندګلوۍ د لیکونو سره ولېږم چې ستاسو مالي مرستې اورشلیم ته یوسي. ۴که چېرې دا مناسبه وي چې زه هم لاړ شم، نو هغوی به زما سره یوځای لاړ شي.

د سفر دپاره د پولوس نقشه

۵زه به د مقدونیې نه د تېرېدلو څخه وروسته تاسو ته درشم، ځکه زما نیت دی چې د مقدونیې په لاره تېر شم. ۶کېدای شي چې زه ستاسو سره پاتې شم او حتی ژمی ستاسو سره تېر کړم ترڅو هر چېرې چې ځم، تاسو راسره په سفر کې مرسته وکړئ. ۷ځکه زه نه غواړم چې یوازې په لاره کې تاسو سره وګورم، خو زه په دې هیله یم که چېرې څښتن وغواړي، نو یو څه وخت به تاسو سره تېر کړم. ۸نو زه به د پنتیکاست تر اختره پورې د افسیس په ښار کې پاتې شم. ۹ځکه چې ماته د یو اغېزمن خدمت دپاره یوه لویه موقع راکړل شوې ده، که څه هم هلته ډېر خلک شته چې زما سره مخالفت کوي.

۱۰کله چې تیموتاوس تاسو ته درشي، نو ګورئ تر هغې چې هغه ستاسو سره وي، باید هېڅ وېره ورسره نه وي، ځکه لکه څنګه چې زه څښتن ته کار کوم هغه یې هم کوي. ۱۱نو مه پرېږدئ چې څوک هغه ته په سپکه سترګه وګوري. د هغه سره مرسته وکړئ چې په سلامتۍ سره خپل سفر ته دوام ورکړي، ځکه چې زه د هغه او نورو ورونو راتللو ته سترګې په لاره یم.

۱۲زمونږ د ورور اپولوس په هکله باید ووایم چې ما هغه زیات وهڅاوه چې د نورو ورونو سره ستاسو لیدلو ته راشي، خو اوس هغه بیخي دا اراده نه لري چې تاسو ته درشي. خو کله چې ورته موقعه پیدا شي، نو تاسو ته به درشي.

وروستي پیغامونه او سلامونه

۱۳بېداره اوسئ، په خپل ایمان کې ټینګ اوسئ، زړور او قوي اوسئ. ۱۴تاسو چې هرڅه کوئ، هغه په مینه کوئ. ۱۵ای خویندو او ورونو! تاسو پوهېږئ چې استیفان او د هغه کورنۍ په جنوبي یونان کې لومړني ایمانداران وو چې خپل ځانونه یې د خدای د خلکو خدمت ته وقف کړل، نو زه ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم ۱۶چې د داسې خلکو او هر هغه چا تابعداري کوئ چې ستاسو سره همکاري کوي او زحمت وباسي.

۱۷زه د استیفان، فرتوناتوس او اخاییکوس په راتللو خوشحاله یم، ځکه چې هغوی ستاسو په نشتون کې زما سره مرسته کوله. ۱۸ځکه چې هغوی هم زما او هم ستاسو روح تازه کړ. نو د داسې خلکو قدر کوئ.

۱۹د اسیا کلیساګانې تاسو ته سلامونه وایي. اکیلا او د هغه ښځه پریسکیلا او هغه نور کسان چې د هغوی د کور په کلیسا کې سره راټولیږي، تاسو ته د څښتن په نوم د زړه له کومي سلامونه وایي. ۲۰ټولې خویندې او ورونه چې دلته دي، تاسو ته سلامونه وایي. په پاکه مینه یو بل ته په ښکلولو سره سلام ووایئ.

۲۱زه پولوس په خپل لاس تاسو ته دا سلام لیکم. ۲۲څوک چې د څښتن سره مینه نه کوي، په هغه دې لعنت وي. ای زمونږ څښتنه، راشه. ۲۳د څښتن عیسی فضل دې وي په تاسو باندې. ۲۴زما مینه دې په عیسی مسیح کې تاسو ټولو سره وي.