ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اويايم زبور

د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور چې هغه د خدای نه غواړي چې په یاد یې وساتي.)

(زبور ۴۰: ۱۳ - ۱۷)

۱ای خدایه ته ما خلاص کړه

ای څښتنه، زر کومک راسره وکړه

۲هغوی چې هڅه کوي ما ووژني

هغوی دې ماتې سره مخ شي وارخطا دې شي

چې زما په کړاوونو خوشحالي کړي

هغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي

۳څوک چې په ما باندې ملنډې وهي

له خپلې ماتې دې دوی وبوګنیږي

۴هغه ټول خلک چې کړي تاته رجوع

شي دې خوشحاله او خوښي دې کړي له تا نه

هغه چې مینه کړي ستا د خلاصون سره

او دوی دې تل وایي:

«څومره عظیم دی خدای»

۵زه یم غریب او زه محتاج یمه

زر شه او زما کومک ته راشه خدایه

ته مې مددګار او خلاصوونکی یې

بیړه وکړه او کومک لره مې راشه ای څښتنه!