ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - پنځه ویشتم فصل

د سزا په هکله قانون

۱فرض کړئ دوه اسراییلیان محکمې ته ورځي چې یوه دعوه حل کړي او یو تن یې بې ګناه او بل یې مجرم وګڼل شي. ۲که چېرې په مجرم باندې د وهلو حکم وشي، قاضي دې هغه پړمخې څملوي او په قمچینه باندې دې ووهي. د قمچینې د ګوزارونو شمېر به د هغه په جرم پورې اړه ولري. ۳هغه به د څلوېښتو ګوزارونو څخه زیات نه وهل کیږي، د هغې څخه زیات به په عام محضر کې د هغه د سپکاوي سبب شي.

د غویي خوله مه تړئ

۴د غلو دانو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.

د مړه ورور دپاره زوی

۵که چېرې دوه ورونه په یو جایداد باندې ژوند کوي او د هغو څخه یو تن مړ شي او هیڅ زوی ورڅخه پاتې نه شي، بیا دې د هغه کونډه د کورنۍ څخه بیرون د بل چا سره واده نه شي. دا د مړه شوي سړي د ورور وظیفه ده چې د هغې سره واده وکړي. ۶د هغوی اول زوی چې پیدا شي، هغه به د مړ شوي سړي زوی ګڼل کیږي ترڅو د هغه نوم د اسراییلو له قوم څخه ورک نه شي. ۷مګر که چېرې د مړ شوي سړي ورور نه غواړي چې د هغې سره واده وکړي، نو هغه ښځه دې د ښار مشرانو ته چې د ښار په دروازه کې غونډه کوي ورشي او داسې دې ورته ووایي: زما لېور زما په حق کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي، هغه د دې خبرې څخه انکار کوي چې د هغه ورور دې د اسراییلو په قوم کې اولاده ولري. ۸بیا دې د ښار مشران د هغې لېور راوغواړي او خبرې دې ورسره وکړي. که چېرې بیاهم د هغې سره د واده کولو څخه انکار کوي، ۹نو د هغه د ورور کونډه دې د ښار د مشرانو په حضور کې هغه ته ورشي، د هغه یوه څپلۍ دې وباسي، په مخ دې ورته لیاړې توکړي او داسې دې ووایي: د هغه سړي سره چې نه غواړي د خپل مړ ورور کور یې ودان شي داسې کیږي. ۱۰پس له دې به د هغه سړي کورنۍ په اسراییلو کې د څپلۍ ویستل شوي د کورنۍ په نوم مشهوره شي.

نور قوانین

۱۱که چېرې دوه نفره یو د بل سره جنګ کوي او د یو سړي ښځه هڅه وکړي چې خپل مېړه د هغه سړي څخه وژغوري او هغه سړی د تناسلي آلې څخه ونیسي، ۱۲نو په هغې باندې هیڅ رحم مه کوئ. د هغې لاس پرې کړئ.

۱۳‏-۱۴دوه قسمه وزنونه یا اندازې چې خلک ورباندې وغولوئ مه استعمالوئ چې یو یې د کوم شي د اخیستلو دپاره استعمال کړئ چې زیاته ګټه ترلاسه کړئ او بل یې د خرڅلاو دپاره چې خلکو ته کم شی ورکړئ. ۱۵د صحیح وزنونو او اندازو څخه کار اخلئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي زیات عمر ولرئ. ۱۶څښتن د داسې خلکو څخه چې ټګي او منافقت کوي، کرکه کوي.

د عمالیقیانو د وژلو امر

۱۷در په یاد کړئ کله چې تاسو د مصر څخه راتللئ، عمالیقیانو په تاسو باندې څه وکړل. ۱۸هغوی د خدای پاک څخه هیڅ وېره نه درلودله، په داسې حال کې چې تاسو ډېر ستړي وئ نو د شا له خوا یې درباندې حمله وکړه او هغه نفر چې شاته پاتې وو هغه ټول یې ووژل. ۱۹نو بیا کله چې خپل څښتن خدای تاسو ته هغه وطن درکړي او د خپلو ټولو دښمنانو څخه مو چې ستاسو په شاوخوا کې اوسیږي خوندي وساتي، دا خبره هېره نه کړئ چې عمالیقیان باید په بشپړه توګه د ځمکې له مخ څخه ورک کړئ، ترڅو هیڅوک نور هغوی یاد نه کړي.