ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - پنځم فصل

۱ای زما زویه! زما د حکمت خبرو ته پام کوه

او د پوهې خبرو ته مې ښه غوږ ونیسه

۲نو ته به د دې لایق شې چې خپله خوله پټه وساتې

او شونډې به دې علم ټینګ وساتي.

له زنا څخه ځان ساتل

۳د بدلمنې ښځې له شونډو نه شات څڅیږي

او د خولې خبرې یې د زیتونو له تېلو نه غوړې دي

۴خو په اخر کې د زهرو او زقوم په شان ترخه وي

او خوله یې د دوه مخې تورې په څېر تېره وي.

۵د داسې ښځې پښې د مرګ په لور روانې دي

او مخامخ د ګور په لور قدمونه اخلي.

۶هېڅکله د ژوند په سمه لار فکر نه کوي

او نه پوهیږي چې لارې یې له سرګردانۍ ډکې دي.

۷نو ای زما زامنو! ماته غوږ ونیسئ

څه چې درته وایم، له هغه نه مخ مه اړوئ.

۸ای زما زویه! له داسې ښځې نه ځان لېرې ساته

او د کور دروازې ته یې هم مه ورنژدې کېږه

۹هسې نه چې خپل عزت له لاسه ورکړې

او ځواني دې د بې رحمه انسان په لاس کې ولویږي

۱۰او په شتمنۍ دې پردي ماړه شي

او د زحمت نتیجه دې د بل چا کور ته لاړه شي.

۱۱کله چې دې د بدن غوښې له کټ نه وڅڅیږي

نو په اخر کې به فریادونه کوې

۱۲او بیا به افسوس کوې چې «ولې مې نصیحت نه اورېده

او څومره به مې زړه اصلاح سپکه ګڼله؟

۱۳د خپلو ښوونکو خبره به مې نه منله

او د خپلو استاذانو خبرو ته به مې غوږ نه نیوه.

۱۴ناڅاپه د بربادۍ کندې ته وغورځېدم

او د جرګې او خلکو په مخکې وشرمېدم.»

له خپلې ښځې سره مینه کول

۱۵یوازې له خپلې ذخیرې نه د مینې اوبه څښه

لکه څنګه چې له خپلې څاه نه اوبه څښې.

۱۶نو دا مناسب ده چې ستا د اوبو چینې دې په لارو کې تویې شي

او د لښتیو په څېر دې په کوڅو کې روانې وي؟

۱۷دا د مینې اوبه دې یوازې ستا وي

او له پردیو سره دې شریکې نه شي.

۱۸نو ستا د اوبو په چینه دې برکت شي

او د ځوانۍ د وخت له خپلې ښځې نه دې خوند واخلې.

۱۹هغه یوه مینه ناکه هوسۍ او ښکلې غرڅنۍ ده

او د بدن په ښکلا به یې هر وخت موړ شې

او د هغې مینه به دې تل سرګردانه کړي.

۲۰نو ای زما زویه! ولې د بل د ښځې په مینه کې سرګردانه یې

او د هغه د ښځې سره یو ځای غاړه په غاړه ویده کېږې؟

۲۱نو د انسان ټولې لارې د څښتن تر نظر لاندې دي

او هغه په خپله د انسان ټولې لارې چارې څاري.

۲۲د بدکاره انسان بدکاري هغه په دام کې نښلوي

چې د خپلې ګناه په رسۍ کې به ټینګ ونیول شي.

۲۳هغه به د اصلاح له نشتوالي نه مړ شي

او د خپل جهالت له ډېروالي نه به سرګردانه شي.