ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - شپږڅلوېښتم فصل

حضرت یعقوب د خپلې کورنۍ سره مصر ته ځي

۱حضرت یعقوب چې هرڅه درلودل هغه یې واخیستل او بئرشبع ته لاړ او هلته یې د خپل پلار حضرت اسحاق خدای ته قرباني وړاندې کړه. ۲خدای پاک د حضرت یعقوب سره د شپې په رویا کې خبرې وکړې او ویې فرمایل: <ای یعقوبه، ای یعقوبه!>

هغه ځواب ورکړ: <زه حاضر یم.>

۳هغه وفرمایل: <زه خدای یم، ستا د پلار خدای. مصر ته د تللو څخه مه وېرېږه، ځکه چې هلته به ستا څخه یو لوی قوم جوړ کړم. ۴زه به ستا سره مصر ته لاړ شم او په یقین سره به ستا اولاده بېرته دې وطن ته راولم. کله چې ته مړ شوې نو یوسف به دې ښخ کړي.>

۵نو حضرت یعقوب د بئرشبع څخه روان شو. د هغه زامنو خپل پلار حضرت یعقوب، خپل اولادونه او خپلې ښځې واخیستلې او په هغو ګاډیو کې یې سپرې کړلې چې فرعون د هغوی د راوستلو دپاره لېږلې وې. ۶همدارنګه هغوی خپل حیوانات او شتمني چې په کنعان کې یې ګټلي وو واخیستل او حضرت یعقوب او د هغه ټوله اولاده مصر ته لاړل. ۷نو هغه د ځان سره خپل زامن، لمسیان، خپلې لورګانې، لمسیانې او خپله ټوله اولاده مصر ته بوتلل.

۸د حضرت یعقوب د کورنۍ غړي چې د هغه سره مصر ته راغلل دا دي: د حضرت یعقوب مشر زوی روبین. ۹د روبین زامن: حنوک، فلو، حصرون او کرمي. ۱۰شمعون او د هغه زامن: یموئیل، یامین، اوحد، یاکین، صوحر او شائول د کنعانۍ ښځې زوی. ۱۱لاوي او د هغه زامن: جرشون، قهات او مراري. ۱۲یهودا او د هغه زامن: عیر، اونان، شیله، فارص او زارح. (مګر عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو.) د فارص زامن حصرون او حامول وو. ۱۳یساکار او د هغه زامن: تولاع، فوه، یوب او شمرون. ۱۴زبولون او د هغه زامن: سارد، ایلون او یاحلئیل. ۱۵دا د لیه زامن وو چې په بین النهرین کې یې حضرت یعقوب ته وزېږول چې په هغو کې د هغې لور دینه هم شامله وه. د لیه د اولادې ټول شمېر دري دېرش تنه وو.

۱۶جاد او د هغه زامن: صفیون، حجي، شوني، اصبون، عیري، ارودي او ارئیلي. ۱۷اشیر او د هغه زامن: یمنه، یشوه، یشوي، بریعه او د هغوی خور سارح وه. او د بریعه زامن حابر او ملکیئیل وو. ۱۸دغه شپاړس تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د زلفې څخه پیدا شوي وو او زلفه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور لیه ته ورکړې وه.

۱۹د حضرت یعقوب د ښځې راحیل زامن: حضرت یوسف او بنیامین. ۲۰په مصر کې د اون د کاهن لور اسنات حضرت یوسف ته منسي او افرایم وزېږول. ۲۱بنیامین او د هغه زامن: بالع، باکر، اشبیل، جیرا، نعمان، ایحي، رش، مفیم، حفیم او آرد. ۲۲دغه څوارلس تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د راحیل څخه پیدا شوي وو.

۲۳دان او د هغه زوی حوشیم. ۲۴نفتالي او د هغه زامن: یحصئیل، جوني، یصر او شلیم. ۲۵دغه اووه تنه د حضرت یعقوب اولاده وه چې د بلهې څخه پیدا شوي وو او بلهه هغه وینځه وه چې لابان خپلې لور راحیل ته ورکړې وه.

۲۶د هغو نفرو شمېر چې په خپله د حضرت یعقوب د نسل څخه وو او د هغه سره مصر ته تللي وو ټول شپږشپېته تنه وو چې په هغو کې د حضرت یعقوب د زامنو ښځې شاملې نه وې. ۲۷د حضرت یوسف زامن چې په مصر کې پیدا شول دوه تنه وو. نو د حضرت یعقوب د کورنۍ غړي چې مصر ته تللي وو ټول اویا تنه وو.

حضرت یعقوب او د هغه کورنۍ په مصر کې

۲۸حضرت یعقوب یهودا د ځان څخه مخکې حضرت یوسف ته ولېږه چې د جوشن لاره ورته وروښایي. کله چې هغوی د جوشن سیمې ته ورسېدل، ۲۹حضرت یوسف خپله جنګي ګاډۍ تیاره کړه او جوشن ته د خپل پلار د لیدلو دپاره روان شو او څنګه چې یې هغه ولیده په غېږ کې یې ونیوه او ډېر یې وژړل. ۳۰حضرت یعقوب یوسف ته وفرمایل: <اوس زه مرګ ته تیار یم، ځکه چې ته مې ولیدلې او پوه شوم چې تر اوسه پورې ژوندی یې.>

۳۱نو بیا حضرت یوسف خپلو ورونو او د خپل پلار کورنۍ ته وفرمایل: <زه ځم او د فرعون سره خبرې کوم او ورته به ووایم چې زما ورونه او زما د پلار ټوله کورنۍ چې په کنعان کې اوسېدل ماته راغلي دي. ۳۲دا خلک شپانه دي او حیوانات ساتي او خپلې رمې، پادې او هرڅه چې یې درلودل له ځان سره یې راوړي دي. ۳۳کله چې فرعون تاسو راوغواړي او پوښتنه درڅخه وکړي چې تاسو څه کسب کوئ، ۳۴نو تاسو باید ځواب ورکړئ چې مونږ د هلکتوب څخه د خپلو نیکونو په شان تر اوسه پورې حیوانات ساتو. نو بیا به تاسو ته اجازه درکړي چې د جوشن په سیمه کې واوسېږئ. حضرت یوسف دا خبره په دې خاطر وکړه چې مصریان د شپانو څخه کرکه کوي.>