ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - دوه دېرشم فصل

۱<ای ځمکې او اسمانه زما خبرې واورئ

واورئ په غور سره چې زه څه وایم

۲زما تعلیم دې راپرېوزي لکه څاڅکو د باران په شان

او په ځمکه دې راپرېوزي لکه د پرخې په شان

د باران په شان دې اوري زما خبرې په تنکیو بوټو باندې

د نري باران په شان دې رااوریږي په تنکیو واښو باندې

۳زه به کړمه د څښتن د نوم ستاینه

او خپل قوم دې یې لویي بیانوي

۴څښتن دی د غښتلي ګټ په شان

ټول کارونه یې کامل دي او عادل دي

ستاسو خدای دی وفادار او دی رښتینی

کړي کارونه دی صحیح او باانصافه

۵مګر تاسو بې وفا یئ او د دغې لایق نه یئ

چې قوم د هغه اوسئ

ستاسو قوم ګناهکار او چلباز قوم دی

۶ای احمقانو بې شعوره خلکو

آیا دا لار ده چې څښتن سره کوئ دا رویه؟

ستاسو پلار دی او هغه ستاسو خالق دی

دی جوړ کړی هغه ستاسو څخه قوم

۷د تېر شوي وخت په هکله فکر وکړئ

هغه وخت چې دی تېر شوی ډېر پخوا

د خپل مور او پلار نه وکړئ تپوسونه چې څه وشول

د تېر وخت په هکله وکړئ تپوسونه له سپین ږیرو

۸قومونو ته ورکړې خدای تعالیٰ دي خپلې ځمکې

د قومونو د هستوګنې په خاطر هغه ټاکلي دي ځایونه

هر یو قوم ته یې مقررې کړې ساتونکې فرښتې

۹خو خپل ځان ته یې انتخاب کړه اولاده د یعقوب

۱۰هغه وموندل په دښته کې هغوی

چې سرګردانه ګرځېدل

یوه خوشې او یوه داسې صحرا

چې زیات بادونه لري

ده ساتنه د هغو کړه او په هغوی یې پام کاوه

لکه د خپلو سترګو د کسیو په شان

۱۱څښتن دی لکه عقاب چې خپله ځاله ساتي

او الوتل کوي په سر باندې د خپلو بچو

همېشه څښتن تیار دی چې خپاره کړي خپل وزرونه

او چې راونیسي خپل خلک چې کله لویږي هغوی

۱۲په سفر کې د خپل قوم مشري وکړله څښتن خپله یوازې

مرسته نه وه د هغه سره د بل خدای

۱۳څښتن پرېښودل هغوی چې حکومت وکړي

د کنعان په لوړو ځمکو باندې

او څه چې پټیو کې شنه کېدل دوی به خوړل

هغه هغوی ته د ګټونو منځ کې شات ورکړل

د زیتون ونې یې شوې شنې په ډبرینه ځمکه

۱۴د هغوی غواوو او وزو به ورکولې شیدې او مستې

هغوی لرل ډېر ښه پسونه او وزې او پادې

او هغوی لرل ډېر ښه غنم او شراب

۱۵د څښتن قوم شتمن شو خو یاغي شو

هغوی چاغ وو او ډوډۍ یې ډېره خوړله

هغوی مخ واړاوه له خپل خالقه خدایه

او هغوی خپل قوي نجات ورکوونکی رد کړ

۱۶بت پرستۍ د هغوی څښتن کړ په غضب

په خپلو بدو عملونو یې هغه کړ په قهر

۱۷هغوی وړاندې قربانۍ کړې شیطانانو ته

خوشې خدایانو ته چې هیڅکله یې کومک ورسره نه دی کړی

هغو نویو خدایانو ته چې هیڅکله یې نیکونو عبادت د هغو نه ؤ کړی

۱۸هغوی هېر کړلو خپل خدای

خپل قوي نجات ورکوونکی

هغه څوک چا چې ژوند ورکړی دوی ته

۱۹چې څښتن کله دا ولیدل په قهر شو

او کړل رد یې خپل زامن او خپلې لوڼې

۲۰هغه وویل زه نور نه کومه مرسته د هغوی

بیا به وګورم څه کیږي په دې قوم

چې سرزوری بې وفا دی

۲۱هغوی زما قهر د خپلو بتانو په سبب راپارولی دی

زما غیرت یې د خپل تش په نامه خدایانو په سبب راپارولی دی

هغه داسې خدایان دي چې رښتیني خدایان نه دي

نو زه به کار واخلم د یو تش په نامه قوم څخه چې یې په قهر کړم

زه به غیرت د دوی راوپاروم د احمقانو په قوم

۲۲زما قهر به د اور په شان لمبې ووهي

او فصلونه به په ځمکه باندې وسوزوي

هغه به ورسیږي د مړو دنیا ته

او د غرونو تهدابونه به وسوزوي

۲۳نه ختمېدونکي آفتونه به نازل کړم په هغوی باندې

او خپل ټول غشي به ګوزار کړم په هغوی باندې

۲۴له لوږې او تبې به هغوی مړه شي

د هیبتناکو ناروغیو له کبله به هغوی مړه شي

زه به نازل کړمه وحشي حیوانات

چې حمله وکاندي هغوی باندې

او زه به نازل کړم زهرجن ماران چې هغوی وچیچي

۲۵په سبب د جنګ به مړي وي پراته کوڅو کې

او په کورونو به راپرېوزي وحشت

پېغلې او ځوانان به مړه شي

نه به کوچنیان پاتې شي نه به سپین ږیري

۲۶ما به بېخي وای تباه کړي هغوی

ترڅو چې پاتې نه وای د هیچا یاد کې هغوی

۲۷خو زه له دې نه وېرېدم چې دښمنان به د هغوی وایي

چې هغوی ماتې ورکړې زما قوم ته

خو دا زه وم چې په خپله مې هغوی ته ماتې ورکړه

۲۸اسراییل یو بې شعوره قوم دی

هیڅ عقل نشته دوی کې

۲۹په دې نه پوهیږي دوی چې ولې ماتې وخوړله

په دې نه پوهیږي دوی چې څه ورپېښ شول

۳۰د اسراییلو زرو تنو ولې ماتې وخوړله

د دښمن د یوه تن له لاسه

او لسو زرو وخوړله ماتې له دوه تنو؟

خپل څښتن خدای له هغوی څخه خپل مخ ؤ اړولی

هغوی خپل قوي خدای وو پریښي

۳۱دښمنان د دوی پوهیږي چې د هغوی خپل خدایان کمزوري دي

او د اسراییلو د خدای په شان قوي نه دي

۳۲د سدوم او عموره په شان فاسد دي د هغوی دښمنان

هغوی دي په شان د هغو تاکونو چې زهرجن او ترخه انګور نیسي

۳۳داسې شرابو په شان چې وي جوړ شوي

د چمچه مار له زهرو

۳۴دا د څښتن په یاد دي چې دښمنانو د هغوی څه وکړل

هغه کوي انتظار صحیح موقعې ته

چې سزا ورکړي ورته

۳۵څښتن به واخلي بدله له هغوی

او سزا به ورکړي ورته

وخت به راشي د هغوی د پرزېدلو

د هغوی د تباهۍ ورځ رانژدې ده

۳۶چې کله وویني څښتن

چې قوت د ده د قوم له منځه تللی

نو د هغوی سره به وکړي انصاف

کله چې وویني څښتن

چې هغوی څومره بې وزلي دي

هغه به وکړي دلسوزي په هغو خلکو

چې خدمت د هغه کاندي

۳۷بیا به څښتن وکړي پوښتنه داسې له خپله قومه څخه

چېرته دي هغه غښتلي خدایان چې مو باور پرې درلود؟

۳۸تاسو هغوی ته ورکوله د خوراک دپاره

د خپلو قربانیو وازګه

او د څښاک دپاره مو شراب ورکول

اوس پرېږدئ چې دوی راشي

او کومک درسره وکړي

او راشي چې ساتنه ستاسو وکړي

۳۹آیا دا نه پوهېږئ؟

یوازینی خدای یم زه چې بل خدای نشته

مرګ او ژوند زما په لاس کې دی

ټپي کول او روغول زما په لاس کې دي

او نه شي کولی هیڅوک مخالفت زما د کار سره

۴۰لکه څنګه چې زه یمه تل ژوندی خدای

زه خپل لاس پورته کوم او دا وعده کومه

۴۱زه به تېره کړمه خپله ځلانده توره

او زه به انصاف وکړم

زه به له خپلو دښمنانو څخه واخلم بدل

او هغو خلکو ته به ورکړمه سزا

څوک چې کرکه کړي له ما

۴۲وبه څڅیږي د دوی وینه زما د غشو څخه

او وبه وژني زما توره هغه خلک

چې زما مخالفت کړي

زه به ټول اسیران مړه کړم

او زه به پرې کړمه سرونه

د دښمنانو د مشرانو

۴۳ای اسمانونو! خوشالي وکړئ د څښتن د قوم سره

ټولو خدایانو! د څښتن په مخکې وکړئ سجده

هغه له خپلو دښمنانو څخه اخلي بدل

چا چې وژلی دی قوم د هغه

او پاکوي د خپل قوم ځمکه د هغې ناپاکۍ څخه

چې پیدا شوې په سبب د ګناهونو د دوی>

۴۴‏-۴۵حضرت موسیٰ دا سندره وویله ترڅو د اسراییلو خلک یې واوري او یوشع ورسره مرسته وکړه. کله چې حضرت موسیٰ وزګار شو، ۴۶هغه وفرمایل: <تاسو به هرو مرو د دغو ټولو امرونو اطاعت کوئ چې نن ما درکړي دي. دا خپلو اولادونو ته تکراروئ ترڅو هغوی په وفادارۍ سره د خدای پاک ټولو تعلیمونو ته غاړه کېږدي. ۴۷دا تعلیم تشې خبرې نه دي بلکه ستاسو ژوند دی. د هغه په وسیله کولی شئ چې په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او تاسو به یې ژر ونیسئ.>

حضرت موسیٰ د نبو د غره په سر باندې وفات کیږي

۴۸په هماغه ورځ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۴۹<د عباریم غرونو ته چې د اریحا ښار ته مخامخ د موآب په خاوره کې دي لاړ شه. د نبو غره ته وروخېژه او د کنعان خاورې ته وګوره چې زه به یې ژر د اسراییلو قوم ته ورکړم. ۵۰ته به په هغه غره باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د هور په غره باندې مړ شو. ۵۱ځکه چې تاسو دواړو زما سره د اسراییلو د قوم په حضور کې د مریبه د چینې سره د صین په دښته کې چې د قادش ښار ته نژدې ده بې وفایي وکړه. زه خدای یم، خو تاسو هلته د اسراییلیانو په مخکې زما سره داسې د عزت او احترام له مخې رویه ونه کړه چې زه یې لایق یم. ۵۲ته به هغه خاوره چې زه یې د اسراییلو قوم ته ورکوم د یو لېرې ځای څخه ووینې، مګر هغې ته به ورداخل نه شې.>