ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - یودېرشم فصل

د لموییل پاچا خبرې

۱دا د لموییل پاچا خبرې دي چې مور یې ورته زده کړي دي.

د پاچا دپاره نصیحت

۲«ای زما زویه! ای زما د ګېډې نه پیدا شویه زویه

چې په نذرونو مې لاسته راوړی یې.

۳د ځوانۍ قوت دې په ښځو باندې مه ختموه

او په هغو لارو تګ مه کوه چې پاچاهان تباه کوي.

۴نو ای لموییله! پاچاهانو ته دا په کار نه وي

شراب څښل د پاچاهانو سره ښه نه ښکاري

او د نشې شوق د واکدارانو سره مناسب نه وي

۵هسې نه چې هغوی شراب وڅښي او حکمونه هېر کړي

او ټول مظلومان له خپل حق نه محروم کړي.

۶نشه هغه چا ته ورکړه چې د مرګ په انتظار وي

او شراب هغه چا ته ورکړه چې په غم اخته وي.

۷پرېږده چې هغوی وڅښي او خپله غریبي هېره کړي

او بیا خپل دردونه په یاد رانه وړي.

۸د هغوی په ځای خبرې کوه چې د ځان دپاره څه نه شي ویلی

او د هغو غریبانو د حق دپاره چې د ګور په غاړه ولاړ دي.

۹خپله خوله خلاصه کړه او په انصاف قضاوت کوه

او د خوارانو او مسکینانو د حق ساتنه کوه.»

عزتمنه ښځه

۱۰یوه مېړنۍ او پتمنه ښځه څوک پیدا کولای شي؟

هغه د لعلونو نه ډېره ارزښتناکه وي.

۱۱مېړه یې په هغې پوره باور لري

او نه پرېږدي چې خاوند یې د څه شي محتاجه شي.

۱۲هغه په ټول ژوند کې د خپل مېړه سره ښه کوي

او هېڅکله ورته تاوان نه رسوي.

۱۳هغه وړۍ او مالوچ پیدا کوي

او په خوشحالۍ سره یې په خپلو لاسونو اوبي.

۱۴هغه د سوداګرو د کشتیو په شان وي

چې خپل خواړه له لېرې ځای نه راوړي.

۱۵هغه سهار وختي په تیاره کې له خوبه راپاڅیږي

او خپلې کورنۍ ته خواړه برابروي

او وینځو ته د کارونو لارښوونه کوي.

۱۶هغه د ډېر فکر کولو نه وروسته ځمکه اخلي

او د خپلې ګټې په پیسو باندې د انګورو باغ جوړوي.

۱۷هغه خپله ملا ټینګه تړي

او خپلې مټې رانغاړي.

۱۸هغه پوهیږي چې سوداګري یې ګټوره ده

نو د شپې تر ناوخته یې د کار دپاره څراغ لګېدلی وي.

۱۹هغه په خپلو لاسونو څرخه کوي

او په خپلو ګوتو تار له دوک نه تاووي.

۲۰هغه غریبانو ته د مرستې لاس غزوي

او د مسکینانو سره د سخاوت له مخې مرسته کوي.

۲۱هغه د واورې له یخنۍ څخه وېره نه لري

ځکه چې د کورنۍ ټولو غړو یې ګرم کالي اغوستي دي.

۲۲هغه د خپلې بسترې دپاره پوښونه جوړوي

او د بانجاني رنګه ښه کتان څخه کالي تیاروي.

۲۳د هغې مېړه د ښار په دروازو کې مشهور وي

او په جرګه کې ناست مشران یې د عزت خاوند بولي.

۲۴هغه د کتان کالي او کمربندونه جوړوي

او وروسته یې په سوداګرو خرڅوي.

۲۵هغه د پت او عزت په لباس سمبال وي

او د راتلونکې څخه وېره نه لري او خاندي.

۲۶هغه په حکمت سره خبرې کوي

او ژبه یې له مهربانۍ نه ډکه روزنه ورکوي.

۲۷هغه د کور په ټولو چارو پوره پاملرنه کوي

او هېڅکله د لټۍ ډوډۍ نه خوري.

۲۸اولادونه یې په یوه خوله هغه مبارکه ګڼي

او مېړه یې هم د هغې ستاینه کوي:

۲۹«ډېرې ښځې د پت او عزت کارونه کوي

خو ته د هغو ټولو نه ښه یې.»

۳۰نازونه اداګانې غولوونکې او حسن فاني وي

خو کومه ښځه چې له څښتن څخه وېریږي نو د ستاینې وړ وي.

۳۱د هغې د لاسونو د کار ثمره ورکړئ

او د خلکو په منځ کې یې د کار ستاینه وکړئ.