ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اوويشتم زبور

د ثنا او صفت دعا

(د داود زبور)

۱څښتن زما رڼا زما نجات دی

نو بیا چا نه وېره وکړم؟

دی څښتن زما د ژوند ښه پناه ځای

وېره نه کړم زه د چا نه

۲چې کړي کله بدکاران په ما حمله

رقیبان او دښمنان چې کله هڅه زما د مرګ کړي

تیندکونه خوري رالویږي

۳که لښکرې هم له ما نه شي چاپېرې

زه به ونه کړمه وېره

که جګړه زما په ضد هم شي روانه

بیا به هم کوم توکل په څښتن

۴زه د یو شي سوال کومه له څښتنه

هغه دا دی چې یې غواړم

چې ټول عمر د څښتن کور کې دېره شم

چې زه ووینم ښېګڼې د څښتن

او چې وکړمه طلب د هدایت یې

۵د سختیو په وختونو کې به ماته پناه راکړي

ما به وساتي په امن په خپل کور کې

ما به وساتي خوندي په سر د لوړ ګټ

۶بریالی به شم په ټولو دښمنانو

چې زما څخه چاپېر دي

زه به ورکړم قربانۍ د ده په کور کې

د خوشحالۍ په چیغو

زه به وایمه سندرې د څښتن به کړم ثنا او صفت یې

۷زه چې کله کړم فریاد نو ته یې واوره ای څښتنه

مهربان شه په ما باندې او دعا مې کړه قبوله!

۸کله تا چې دي ویلي: «راشئ زما عبادت وکړئ»

ما ځواب درته ویلی: «زه به درشم ای څښتنه»

۹ته دې خپل مخ له ما نه مه اړوه

ته په ما مه په قهرېږه

ما مه شړه یمه زه ستا خدمتګار

تل زما یې مددګار

ای زما د نجات خدایه

ته مې مه پرېږده او مه مې لېرې باسه

۱۰که مې مور او پلار هم پرېږدي

خو څښتن به ما قبول کړي

۱۱ماته خپله لاره وښایه څښتنه

ما په سمه لاره بوځه

ځکه ډېر مې دښمنان دي

۱۲ما د رقیبانو واک کې مه ورکوه

راپورته شوي زما په ضد دي دروغجن شاهدان

راکوي د تاوتریخوالي اخطارونه

۱۳زه باور لرم تر هغې به یم ژوندی ‎

چې خپل ژوند کې د څښتن نېکي وګورم

۱۴کړه توکل په څښتن

اوسه مضبوطه او پرېږده زړه دې چې جرات پیدا کړي

کړه توکل دې په څښتن