يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - دوه دېرشم باب

د يرمياه زمکه اخستل

۱د يهوداه د مُلک د صدقياه بادشاه د بادشاهۍ په لسم کال کوم چې اتلسم کال د نبوکدنضر د بادشاهۍ وو، د مالِک خُدائ کلام يرمياه ته ورکړے شو. ۲په هغه وخت کښې چې د بابل د بادشاه لښکرو د يروشلم نه ګېره اچولې وه نو يرمياه په دې ورځو کښې د يهوداه د شاهى محل دننه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو. ۳نو صدقياه بادشاه هغه هلته قېد کړو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ ولې دا پېشګوئې کوې؟ چې مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کوم نو بيا به هغه په دې ښار قبضه وکړى. ۴صدقياه بادشاه به د بابليانو د لاس نه ونۀ تښتى، او هغه به په يقين سره د بابل بادشاه ته حواله کړے شى، او هغه به دۀ سره مخامخ خبرې وکړى او دے به يې په خپلو سترګو سره وګورى. ۵هغه به صدقياه بابل ته بوځى او هغه به تر هغې پورې هلته پاتې وى چې ترڅو مې ورسره خپل عمل نۀ وى کړے، مالِک خُدائ فرمائى. کۀ چرې تۀ د بابليانو خلاف جنګ وکړې، نو تۀ به کامياب نۀ شې.“ ۶يرمياه وفرمائيل چې، ”نو په دغه وخت کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې ۷ستا د ترۀ زوئ حنم‌ايل د سلوم زوئ به تا له راشى او درته به وائى چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله، ځکه چې تۀ زما نزدې خپلوان يې نو اول د اخستو حق ستا دے او دا ستا فرض هم جوړيږى چې تۀ يې واخلې. ۸نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنم‌ايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه. ۹نو بيا ما هغه زمکه د ترۀ زوئ حنم‌ايل نه د اوولسو سپينو زرو سيکو په بيعه واخستله. ۱۰ما د ګواهانو په وړاندې د هغه زمکې انتقال نامه وليکله او په هغې مې دستخط وکړو او مهر مې پرې ولګولو او هغه سپين زر مې په تله کښې وتلل. ۱۱بيا ما د مهر شوې انتقال نامې چې د خرڅولو ټول اصُول او شرائط په کښې درج شوى وُو او هم يوه غېر مهر شوې کاپې راواخسته. ۱۲او دواړه مې باروک د نيرياه زوئ او د محسياه نمسى ته د حنم‌ايل او د هغه ګواهانو چا چې په انتقال دستخط کړے وو او د هغه ټولو خلقو په موجودګۍ کښې چې په فوجى چاوڼۍ کښې ناست وُو حواله کړل. ۱۳د هغه ټولو کسانو په مخکښې ما باروک ته هدايت ورکړو چې، ۱۴مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، د سودا دا دواړه کاغذونه واخله چې په يو باندې مهر شته او په بل نشته او دواړه په خاورين منګى کښې واچوه ترڅو چې د ډېر وخت دپاره محفوظ پاتې شى. ۱۵نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“

د يرمياه دُعا

۱۶”د هغې نه وروستو کله چې ما د زمکې کاغذونه باروک د نيرياه زوئ له ورکړل نو بيا ما دُعا وکړه، ۱۷اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، تا په خپل لوئ طاقت او قُدرت سره او په خپل زورَور لاس سره آسمان او زمکه جوړ کړل. ستا دپاره يو کار هم ناممکن نۀ دے. ۱۸تۀ زرګونو خلقو سره مينه کوې، خو د مور پلار د ګناهونو په وجه تۀ د هغوئ بچو له سزا ورکوې. اے عظيم او طاقتور خُدايه، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے، ۱۹ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې. ۲۰تا په مِصر کښې معجزې او حېرانونکى کارونه کړى دى، او ستا دا سلسله په بنى اِسرائيلو او په ټولو انسانانو کښې تر ننه پورې راروانه ده، او تر نن ورځ پورې تا خپل نوم ته جلال ورکړو. ۲۱تا په خپل زورَور لاس، لوئ دهشت، عجيبه کارونو او معجزو سره خپل خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل. ۲۲تا هغوئ ته هغه زرخيزه زمکه ورکړه د کومې دې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وړاندې وعده کړې وه. ۲۳خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل. ۲۴وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره. ۲۵خو اے مالِکه خُدايه زما ربه تۀ هغه ذات يې چې ما ته دې حُکم راکړو چې د ګواهانو په مخکښې هغه زمکه واخله، سره د دې چې د ښار حالت داسې خراب وو چې بابليانو نيولو.“ ۲۶نو بيا د مالِک خُدائ له طرفه دا پېغام يرمياه ته راغلو چې، ۲۷”زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، او د ټولو مخلوقاتو رب العالمين يم. آيا داسې کار شته چې د هغې کول زما دپاره ناممکن وى؟ ۲۸نو ځکه زۀ دا ښار د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر ته حواله کوم، نو هغوئ به دا قبضه کړى ۲۹او د دېوال نه اخوا بابليان به راشى او په دې ښار به اور بل کړى. هغوئ به ټول کورونه وسوزوى، چرته چې خلقو زۀ په دې غصه کړم چې د کوټو په چتونو يې بعل ته خوشبويۍ وسوزولې او نورو معبودانو ته يې د څښلو نذرانې پېش کړې. ۳۰نو د اِسرائيل او د يهوداه خلقو د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې د شرارت نه بغېر بل کوم کار نۀ دے کړے او هر وخت يې زۀ په خپل کردار سره غصه کړے يم. ۳۱د کومې ورځې نه چې دا ښار جوړ شوے دے نو د هغې ورځې نه تر ننه پورې زۀ دې خلقو غصه کړے او په قهر کړے يم. نو ځکه زۀ دا ښار د خپل مخ نه اخوا کوم. ۳۲د اِسرائيل او د يهوداه خلقو زۀ په هغه ټولو شرارتونو کوم چې دوئ وکړل غصه کړم کۀ هغه بادشاهانو، آفسرانو، مشرانو، اِمامانو او کۀ نبيانو هم کړى وى. ۳۳زما خلقو ما ته شا کړې ده، او ما ته د کتلو نه يې اِنکار کړے دے، سره د دې چې ما بار بار په نرمۍ سره هغوئ ته تعليم ورکړے دے، خو هغوئ زما خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے او نۀ يې زما اصلاح قبوله کړې ده. ۳۴هغوئ خپل حرام بُتان زما په کور کښې اېښى دى، کوم کور چې زما د عبادت دپاره جوړ شوے وو او هغوئ په دې زما کور پليت کړے دے. ۳۵هغوئ د هنوم په وادۍ کښې بعل ته علاقائى عبادتخانې د دې دپاره جوړې کړې چې مولک بُت ته خپل زامن او لوڼه قربانى کړى. نۀ خو ما هغوئ له د داسې کولو حُکم ورکړو او نۀ زما ذهن ته داسې خرابه خبره راغلې ده چې هغوئ به داسې په بد او پليت کار کولو سره يهوداه ګناه ګار کړى.“

د اُميد وعده

۳۶”تاسو وايئ چې، دا ښار به د جنګ، قحط، او وبا په وجه د بابل بادشاه قبضه کړى، خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د دې ښار په حقله فرمائى چې، ۳۷زۀ به په يقين سره خپل غوره شوى خلق د ټولو مُلکونو نه واپس دې ځائ ته راولم کوم چې ما د خپلې غصې او لوئ غضب په وخت کښې خوارۀ وارۀ کړى وُو. او هغوئ به واپس راولم او په دې ځائ کښې به نور په امن او سکون سره اوسيږى. ۳۸بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم. ۳۹زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى. ۴۰زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى. ۴۱هغوئ ته په برکت ورکولو سره ما ته خوشحالى ملاويږى، او زۀ به په وفادارۍ او پوره زړۀ سره هغوئ په دې مُلک کښې دوباره آباد کړم. ۴۲لکه څنګه چې ما په دې خلقو دا لوئ افت راوستو، نو دغه شان به زۀ دوئ ته هغه ټولې سوکالۍ هم ورکړم د کومې چې ما هغوئ سره وعده کړې ده. ۴۳نو يو ځل به بيا په دې مُلک کښې زمکې واخستلے شى، د کوم چې تاسو وايئ چې دا خو صحرا او بې‌کاره زمکه ده، بغېر د انسانانو او ځناورو، ځکه چې دا خو بابليانو ته په قبضه کښې ورکړے شوې وه. ۴۴آو، د بنيامين په علاقه، د يروشلم په خوا او شا، د يهوداه په ښارونو، غريزه علاقو، د غرونو په کلو، مغربى صحراګانو او په نجب کښې به زمکې د سپينو زرو سيکو باندې اخستلے کيږى او مهر شوى انتقالونه او ګواهان به په کښې نيولے کيږى، ځکه چې زۀ به دا قوم د غلامۍ نه واپس راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“