ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اووۀ پنځوسم زبور

د خطر په وخت کې د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور، وروسته د هغې چې د شاوول څخه سمڅې ته وتښتېده.)

۱په ما رحم وکړه خدایه، رحم وکړه

ځکه چې تاته مې پناه راوړې

پناه به زه ستا د وزرو تر سیوري لاندې واخلم

ترڅو تېر دغه افت شي

۲زه کومه خدای تعالی ته فریاد

هغه خدای ته چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوي

۳کړي له اسمانه به قبوله مې دعا نجات به راکړي ماته

هغه چې ما باندې کړي ظلم خدای به ورکړي شرم

خدای به راوښایي وفا او هم تلپاتې مینه

۴زه د داسې دښمنانو له خوا ګېر یم

چې د زمرو په شان دي وږي د انسان غوښو ته

د دوی غاښونه دي د غشو او نېزو په شان

د هغوی ژبې دي تېرې لکه د تورو په شان

۵خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې

په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه

۶دی دښمنانو راته ایښی دام چې ګېر مې کړي

له پرېشانۍ نه ستړی شوی یمه

کنده کیندلې وه هغوی راته په لاره کې

خو دوی په خپله په کې ولوېدل

۷زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه زه ډاډه یم

زه به وایمه سندرې ستا صفت به کوم

۸شه راویښ زما ځانه!

ای زما چنګه او ربابه رابېدار شئ!

زه راویښ به سباوون کړم

۹ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې

هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې

۱۰تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورې

وفاداري دې تر فلکه رسي

۱۱خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې

په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه