ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
خط

عبرانیان - شپږم فصل

۱نو راځئ چې د مسیح په هکله لومړنی تعلیم پرېږدو او د کاملتوب خواته لاړ شو. د دې اړتیا نشته چې مونږ دې بیا بیا هغه لومړني تعلیمونه تکرار کړو لکه د بدو کارونو نه توبه ویستل او په خدای باندې ایمان راوړل، ۲د تعمید د غسلونو تعلیم او په سر د لاس ایښودلو تعلیم، د مړو نه د بیا راژوندي کېدلو او تلپاتې قضاوت په هکله تعلیم. ۳که د خدای رضا وي، نو مونږ به همدا کارونه کوو. ۴ځکه په هغوی باندې چې یوځل د خدای د نور رڼایي راغلې ده، د اسماني نعمتونو خوند یې څکلی دی او په روح القدس کې شریک شوي دي، ۵د خدای د کلام ښه والی او د راتلونکې زمانې قدرتونه یې تجربه کړي دي ۶او که د خدای د لارې څخه وګرځي، نو دا ناشونې ده چې هغوی به بېرته توبې ویستلو ته تیار کړای شي، ځکه چې هغوی یوځل بیا د خدای زوی په صلیب باندې مېخ کوي او د خلکو په مخکې یې شرموي.

۷هغه ځمکه چې باران ورباندې وریږي او هغه جذب کړي او د کرونکو دپاره ګټور حاصل ورکړي، نو د خدای له خوا برکت مومي. ۸خو که هغه ځمکه اغزي او هرزه بوټي شنه کوي، نو دا بې ګټې ځمکه ده او زر به د خدای لعنت پرې وشي او په پای کې به هغه وسوځول شي.

۹ګرانو دوستانو! سره له دې چې مونږ داسې خبرې کوو، خو ستاسو په هکله مونږ ډاډمن یو چې د خلاصون سره یوځای به د ډېرو ښو برکتونو څخه برخمن شئ. ۱۰خدای بې انصافه نه دی. هغه به ستاسو کار او هغه مینه هېره نه کړي چې د هغه د نوم سره مو د هغه خلکو ته په خدمت کولو سره چې اوس یې هم کوئ ښودلې ده. ۱۱مونږ ستاسو هر یو څخه ډېر غواړو چې همدا لېوالتیا تر اخره وساتئ، ترڅو ستاسو هیله چې د کوم شي دپاره یې لرئ، هغه پوره شي. ۱۲مونږ نه غواړو چې تاسو دې لټان اوسئ، بلکې غواړو چې د هغو خلکو د مثال څخه پیروي وکړئ چې د ایمان او صبر په وسیله هغه څه تر لاسه کړي چې خدای یې وعده کړې ده.

د خدای وعده هیله مندي پیدا کوي

۱۳کله چې خدای د ابراهیم سره وعده وکړه، نو په خپل نوم یې قسم وخوړ، ځکه چې د هغه څخه بل څوک لوی نه ؤ چې د هغه په نوم یې قسم خوړلی وای. ۱۴هغه وویل: «زه به په رښتیا سره تاته برکت درکړم او ستا اولادونه به زیات کړم.» ۱۵نو ابراهیم په صبر سره انتظار وکړ او هغه څه یې تر لاسه کړ چې خدای ورسره وعده کړې وه. ۱۶کله چې انسانان قسم خوري، نو د خپل ځان څخه په لوی شي قسم خوري او همدا قسم د شخړو د پای ته رسېدلو سبب ګرځي. ۱۷همدارنګه خدای غوښتل چې په روښانه ډول هغو خلکو ته چې وعده یې ورسره کړې وه دا وښایي چې د هغه اراده نه بدلېدونکې ده، نو هغه یې د قسم په خوړلو سره تایید کړه. ۱۸دلته دا دوه شیان دي چې نه بدلېدونکي دي، ځکه چې دا ناشونې ده چې خدای د هغو په هکله دروغ ووایي. نو مونږ چې هغه ته پناه وړې ده په ډېرې زړورتیا سره هغه هیله ټینګه ساتو چې زمونږ په وړاندې موجوده ده. ۱۹دا هیله چې مونږ یې لرو هغه زمونږ د ځانونو دپاره د یو قوي لنګر په شان دی. او دا داسې قوي او خوندي هیله ده چې مونږ د خدای د کور د پردې له لارې دننه ډېر سپېڅلي ځای ته رسوي، ۲۰یعنې هغه ځای ته چې عیسی زمونږ نه مخکې زمونږ دپاره هلته لاړ او د تل دپاره د ملک صدق په شان لوی کاهن شو.