ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او دوويشتم زبور

د اورشلیم صفت کول

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)

۱کله چې ماته هغوی وویل:

«راځئ چې لاړ شو د څښتن کور ته»

نو ډېر خوشحاله شومه

۲اوس مونږه دلته یو

ای اورشلیمه! یو ولاړ په دروازو کې ستا

۳اورشلیم یو داسې ښار دی

چې جوړ شوی برابر او ښه ترتیب باندې

۴دا هغه ځای دی چې راځي ورته قبیلې

قبیلې د څښتن

چې اسراییلو ته د هغه د اوامرو مطابق

د هغه د نوم صفت وکړي

۵ځکه تخت د عدالت دی ټینګ په هغه ځای کې

یعنې د داود د خاندان تخت

۶وکړئ دعا د سلامتۍ د اورشلیم دپاره

چې ورته ګران یې هغه خلک دې خوشبخته اوسي

۷وي دې سلامتي په دربارونو کې ستا

او وي ارامي دې په ماڼیو کې ستا

۸د خپلوانو او دوستانو په خاطر

زه به وایم اورشلیم ته

چې سلامت اوسې ته

۹زمونږ د څښتن خدای د کور په خاطر

دعا کومه زه ستا د خوشبختۍ دپاره