ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او پينځۀ څلوېښتم زبور

د ثنا او صفت سندره

(د داود د ثنا او صفت یوه سندره)

۱بیانوم به ستا لویي ای زما خدایه ای زما پاچا

زه تر ابده به کوم ستا د نامه ستاینه

۲زه هره ورځ به ستا ثنا وایمه

ثنا او صفت به ستا د نوم کړم تر ابده پورې

۳څښتن لوی دی او لایق دی د ډېر زیات صفت

زمونږ د پوهې نه بهر ده د هغه لویي

۴ستا د کارونو به صفت کیږي

له یوه نسل نه تر بله پورې

بیانوي به هغوی ستا زورور کارونه

۵دوی به کوي ستا د جلال او شان او شوکت خبرې

او زه به کومه غور ستا په عجیبه کارونو

۶خلک به خبرې کوي

ستا د قوي او هیبتناکه کارو په هکله

او بیانوم به زه لویي د ستا

۷بیانوي به هغوی زیاتې نېکۍ ستا

او وایي سندرې به په خوشحالۍ سره

ستا د عدالت په هکله

۸څښتن رحیم او مهربانه دی

زر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده

۹مهربانه په هر چا دی هغه

او رحم کوي په خپلو ټولو مخلوقاتو باندې

۱۰ټول مخلوقات به ستا ای څښتنه وکړي شکر ستا

او ستا وفادار خلک به ووایي ثنا د ستا

۱۱هغوی به خبرې وکړي

ستا د پاچاهۍ د جلال په هکله

او بیانوي به ستا قدرت

۱۲ترڅو خبر شي ټول خلک ستا له زورورو کارو

او ستا د شاهۍ له شان شوکته څخه

۱۳ابدي ده پاچاهي ستا

او تل ترتله به پاچا یې ته

خپلو وعدو ته وفادار دی څښتن

او ټولو کارونو کې رحیم دی هغه

۱۴کوي مرسته د هغو خلکو سره

چې په تکلیف کې وي

لاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته

۱۵ټولو ژوندیو موجوداتو د امید سترګې نیولې تاته

چې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې

۱۶ته یې پرېمانه ورکوې هغوی ته

او پوره کوې غوښتنې د ټول ژوندي مخلوق

۱۷ټولو کارونو کې عادل دی څښتن

او ټولو کارونو کې رحیم دی هغه

۱۸څښتن نژدې دی هغه چاته چې ورته کړي فریاد

هغه چاته چې په اخلاص ورته فریاد کوي

۱۹پوره کوي غوښتنې د هغو چې وېره کړي له هغه

هغه یې اوري فریادونه او خلاصون ورکوي

۲۰څوک چې کوي ورسره مینه نو ساتي یې هغه

خو بدکاران به ټول تباه کړي هغه

۲۱ثنا او صفت به زه د څښتن کومه

ټول مخلوقات دې تل صفت کړي د هغه د پاک نوم