ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
خط

عبرانیان - اتم فصل

عیسی زمونږ لوی کاهن

۱اوس چې مونږ کومې خبرې کوو په هغو کې مهم ټکی دا دی چې مونږ یو داسې لوی کاهن لرو چې په اسمانونو کې د مطلق قادر خدای د تخت ښي لاس ته ناست دی. ۲هغه په هغه سپېڅلي ځای او هغې حقیقي خېمه کې خدمت کوي چې د څښتن له خوا جوړه شوې ده، نه د انسان په لاس. ۳څرنګه چې هر لوی کاهن د دې دپاره ټاکل شوی دی چې خدای ته نذرانې او قربانۍ وړاندې کړي، نو زمونږ د لوی کاهن سره هم باید د ورکولو دپاره یو څه وي. ۴که چېرې عیسی لا تر اوسه هم د ځمکې په مخ ژوند کولای، نو هغه به کاهن نه وای، ځکه چې نور کاهنان هم شته چې د شریعت له مخې نذرانې وړاندې کړي. ۵هغوی چې په سپېڅلي ځای کې کوم خدمت کوي، هغه یوازې یوه نمونه او د اسماني شیانو یو تصویر دی. ځکه کله چې موسی غوښتل خېمه جوړه کړي، نو هغه ته د خدای له خوا لارښوونه وشوه: «پام کوه چې هرڅه د هغې نمونې له مخې جوړ کړې چې د غره په سر باندې مې درته وښودله.» ۶خو عیسی ته چې کوم کار ورسپارل شوی ؤ چې د کاهن په توګه خدمت وکړي، هغه د هغو کارونو نه ډېر مهم دی چې هغوی کول، ځکه چې دا لوظ چې هغه د خدای او انسان ترمنځ منځګړتوب کوي ډېر ښه دی او له مخکې نه په ډېرو ښو وعدو باندې ولاړ دی. ۷که چېرې په اولني لوظ کې کوم عیب نه وای، نو دوهم لوظ ته به اړتیا نه وای. ۸خو کله چې خدای په خپل قوم کې غلطي پیدا کړه، نو داسې یې وویل:

څښتن وایي: «هغه ورځ به رارسیږي کله چې د اسراییلو او یهودا د خلکو سره نوی لوظ وکړم. ۹خو دا لوظ به د هغه لوظ په شان نه وي چې د هغوی د نیکونو سره مې کړی ؤ. په هغه ورځ چې ما د هغوی لاسونه ونیول او د مصر څخه مې راوویستل، ځکه چې هغوی زما لوظ ته وفادار پاتې نه شول.»

څښتن وایي: «نو بیا ما خپل مخ له هغوی هم واړاوه.»

۱۰او همدارنګه څښتن وایي: «دا هغه لوظ دی چې زه به یې په راتلونکي کې د اسراییلو د خلکو سره وکړم. زه به خپل شریعت د هغوی په ذهنونو کې واچوم او د هغوی په زړونو کې به یې ولیکم. زه به د هغوی خدای یم او هغوی به زما قوم وي. ۱۱نور به هغوی خپل ګاونډي او ورور ته دا تعلیم نه ورکوي او ورته به نه وایي: ‹څښتن وپېژنه،› ځکه چې لوی او واړه ټول به ما پېژني. ۱۲نو زه به د هغوی بدۍ او خطاګانې وبخښم او نور به د هغوی ګناهونه نه یادوم.»

۱۳کله چې خدای د نوي لوظ په هکله خبرې کوي، نو لومړنی لوظ باطلوي او کوم شی چې باطل او زوړ شي هغه زر له منځه ځي.