ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - څوارلسم فصل

اسراییلیان سرکشي کوي

۱کله چې اسراییلیانو د هغو دولسو نفرو راپور چې د کنعان خاوره یې کتلې وه واورېد، نو خلکو ټوله شپه وژړل ۲او حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته یې داسې ګیله وکړه: <کاشکې مونږ په مصر کې یا دلته په دښته کې مړه شوي وای! ۳څښتن ولې مونږ کنعان ته ورولي؟ مونږ به په جنګ کې مړه شو او زمونږ ښځې او ماشومان به اسیران شي. آیا دا به ښه نه وي چې بېرته مصر ته لاړ شو؟> ۴بیا هغوی یو بل ته وویل: <راځئ چې خپل مشر انتخاب کړو او بېرته مصر ته لاړ شو.>

۵حضرت موسیٰ او حضرت هارون د ټول قوم په مخکې پړمخې پرېوتل. ۶د نون زوی یوشع او د یفنه زوی کالیب چې د هغو نفرو څخه وو چې هغه خاوره یې کتلې وه، له خفګانه خپل کالي وشلول ۷او خلکو ته یې وویل: <هغه ځمکه چې مونږ وکتله هغه ډېره ښه ځمکه ده. ۸که چېرې خدای پاک زمونږ څخه راضي وي، هغه به مو هلته یوسي او هغه غني او حاصلخېزه ځمکه به راته راکړي. ۹نو د څښتن په مقابل کې سرکشي مه کوئ او د هغه ځای د خلکو څخه مه وېرېږئ. مونږ به په اسانۍ سره په هغوی باندې بریالي شو. څښتن زمونږ سره مل دی او هغو خدایانو ته یې ماتې ورکړې ده کومو چې د هغوی ساتنه کوله. نو مه وېرېږئ.>

۱۰ټول قوم ګواښ وکړ چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون سنګسار کړي چې مړه شي. مګر ناڅاپه د څښتن جلال په مقدسې خېمې باندې ټولو اسراییلیانو ته راښکاره شو.

حضرت موسیٰ د قوم دپاره دعا کوي

۱۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ترڅو پورې به دا خلک ما نه مني؟ که څه هم ما هغوی ته ډېرې معجزې ښودلې دي خو بیاهم هغوی په ما باندې باور نه لري. ۱۲زه به په هغوی باندې وبا نازله کړم او له منځه به یې یوسم، مګر ستا څخه به د یو داسې قوم نیکه جوړ کړم چې د هغوی د قوم څخه لوی او قوي وي.>

۱۳مګر حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل: <تا په خپل قدرت سره دا قوم د مصر څخه راوویست. کله چې مصریان واوري چې تا د خپل قوم سره داسې وکړل، ۱۴نو هغوی به دا د کنعان خلکو ته ووایي. دغه خلک له مخکې څخه خبر دي چې ته، ای څښتنه زمونږ سره مل یې او کله چې ستا ورېځ زمونږ دپاسه ودریږي نو مونږ ته مخامخ ښکارې. د ورځې له خوا په ورېځ کې زمونږ په مخکې ځې او د شپې له خوا په اور کې. ۱۵اوس که چېرې ته خپل ټول قوم ووژنې نو هغه قومونه چې ستا د شهرت په هکله یې اورېدلي دي داسې به وایي ۱۶چې خپل خلک دې ځکه په دښته کې ووژل چې تا نه شو کولی هغوی هغې ځمکې ته ورولې چې د هغې وعده دې ورسره کړې ده.

۱۷ای څښتنه، مونږ ته دې خپل لوی قدرت وښایه او هغه وعده دې پوره کړه چې کړې دې وه. تا فرمایلي وو: ۱۸زه څښتن په اسانۍ سره نه په قهرېږم او ډېره مینه او وفاداري کوم او ګناه او سرغړونه بخښم. خو بیاهم اولادونو او لمسیو ته تر دریم او څلورم نسله پورې د هغوی د پلرونو د ګناه په خاطر سزا ورکوم. ۱۹ته رحیم یې او ته د خلکو سره ډېره ښه رویه کوې که څه هم د ښې رویې وړ نه دي. نو مهرباني وکړه دا قوم داسې وبخښه لکه څنګه چې دې له هغه وخته راهیسې بخښلی دی چې هغوی له مصر څخه راووتل.>

۲۰څښتن په ځواب کې وفرمایل: <لکه څنګه چې تا سوال وکړ زه هغوی بخښم. ۲۱مګر زه په خپل ژوند او خپل جلال باندې چې ټوله ځمکه ډکوي قسم خورم، ۲۲د دې خلکو څخه به هیڅوک ژوندی پاتې نه شي چې هغې خاورې ته ورداخل شي. هغوی زما جلال او معجزې چې په مصر او دښته کې مې ښودلې وې لیدلې دي، مګر هغوی زه څو څو ځلې ازمایلی یم او زما د امر څخه یې سرغړونه کړې ده. ۲۳هغوی به هیڅکله هغې خاورې ته ورداخل نه شي چې د هغوی د نیکونو سره مې وعده کړې ده. هغه چا چې زه یې نه یم منلی هغه به هیڅکله هم ورداخل نه شي. ۲۴مګر په دې خاطر چې زما خدمتګار کالیب د نورو په شان نه دی او هغه ماته وفادار پاتې دی، زه به هغه هغې ځمکې ته ورولم چې هغه کتلې وه او هغه ځمکه به د هغه د اولادې ملکیت شي. ۲۵څرنګه چې عمالیقیان او کنعانیان په درو کې اوسیږي، نو سهار بېرته راوګرځئ او د سرې بحیرې له لارې د دښتې خواته لاړ شئ.>

خدای پاک اسراییلیانو ته د شکایت په خاطر سزا ورکوي

۲۶څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲۷<ترڅو پورې به دا بدکاره قوم زما په ضد شکایت کوي؟ ما دا شکایتونه ډېر واورېدل! ۲۸اوس هغوی ته دغه ځواب ورکړئ: زه په خپل ژوند قسم خورم، څه چې تاسو غوښتي دي هماغسې به درباندې وکړم. ما څښتن دا خبرې وکړې. ۲۹تاسو به مړه شئ او ستاسو مړي به په دې دښته کې خپاره شي. ستاسو څخه به هیڅوک چې عمر یې له شلو کالو څخه زیات وي هغې خاورې ته داخل نه شي ځکه چې تاسو زما په ضد شکایت کړی دی. ۳۰ما قسم خوړلی ؤ چې تاسو به هلته واوسېږئ، مګر پرته له کالیب او یوشع څخه به نور هیڅوک هلته ژوند ونه کړي. ۳۱تاسو ویل چې اولادونه به مو اسیران شي، خو زه به هغوی هغې ځمکې ته راولم کومه چې تاسو رد کړې وه او هغه به یې وطن وي. ۳۲خو تاسو به په دې دښته کې مړه شئ! ۳۳ستاسو اولادونه به په دښته کې څلوېښت کاله سرګردانه ګرځي او ستاسو د بې وفایۍ له کبله به ځوریږي ترڅو پورې چې تاسو ټول مړه شئ. ۳۴تاسو به څلوېښت کاله یعنې هغه څلوېښت ورځې چې تاسو هغه ځمکه کتلې وه د هرې ورځې په ځای به یو کال د خپلې ګناه په خاطر ځورېږئ. تاسو به زما د مخالفت په معنیٰ باندې پوه شئ. ۳۵زه قسم خورم چې تاسو بدکاره خلکو سره به چې زما په مقابل کې راغونډ شوي یئ دا کار وکړم. تاسو هر یو به په دښته کې مړه شئ. دا زما یعنې څښتن خبره ده.>

۳۶هغو نفرو چې د ځمکې د کتلو دپاره لېږل شوي وو، غلط خبر راوړی ؤ او قوم یې دې ته اړ کړی ؤ چې د څښتن په ضد شکایت وکړي. ۳۷نو هغه ورباندې یوه وژونکې ناروغي نازله کړه او هغوی یې ووژل، ۳۸مګر یوشع او کالیب یې ژوندي پرېښودل.

اسراییلیان کنعان ته ورداخلېدای نه شي

(تثنیه ۱: ۴۱ - ۴۵)

۳۹کله چې حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته د څښتن پیغام ورساوه، هغوی ډېر غمجن شول. ۴۰نو هغوی سهار وختي پاڅېدل او ځانونه یې تیار کړل چې د کنعان د غرنۍ سیمې په لور روان شي. هغوی وویل: <دا زمونږ ګناه وه چې د څښتن په هکله مو شکایت وکړ. راځئ چې هغې ځمکې ته لاړ شو چې هغه یې راسره وعده کړې ده.>

۴۱مګر حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <بیا ولې د څښتن د امر څخه سرغړونه کوئ؟ تاسو به بریالي نه شئ! ۴۲مه ځئ. څښتن ستاسو سره مل نه دی او ستاسو دښمنان به تاسو ته ماتې درکړي. ۴۳کله چې تاسو د عمالیقیانو او کنعانیانو سره مخامخ شئ، تاسو به په جګړه کې مړه شئ. څښتن به ستاسو سره مل نه وي، ځکه چې تاسو د هغه د پیروۍ څخه انکار کړی دی.>

۴۴مګر بیاهم هغوی جرأت وکړ چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي، که څه هم نه حضرت موسیٰ او نه د څښتن د لوظ صندوق ورسره لاړ. ۴۵عمالیقیان او کنعانیان د غرنۍ سیمې څخه راښکته شول، اسراییلیانو ته یې ماتې ورکړه او د حرمه تر ښاره پورې ورپسې شول.