ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - دولسم فصل

خدای پاک حضرت ابرام انتخابوي

۱څښتن حضرت ابرام ته وفرمایل: <خپل وطن، خپلوان او د خپل پلار کور پرېږده او هغه هېواد ته لاړ شه چې زه یې درته ښایم. ۲زه به ستا څخه لوی قوم جوړ کړم او تاته به برکت درکړم. ستا نوم به مشهور کړم او د نورو دپاره به د برکت سبب وګرځې.

۳څوک چې تاته برکت درکوي زه به هغوی ته برکت ورکړم

مګر څوک چې په تا باندې لعنت وایي زه به په هغوی باندې لعنت ووایم

او ستا په وسیله به د دنیا ټولو قومونو ته برکت ورکړم>

۴لکه څنګه چې خدای پاک حضرت ابرام ته فرمایلي وو هغه لاړ او حضرت لوط هم ورسره لاړ. حضرت ابرام د پنځه اویا کالو په عمر ؤ چې د حران څخه روان شو. ۵حضرت ابرام خپله ښځه سارای، خپل وراره حضرت لوط، خپل غلامان او هغه ټوله شتمني چې په حران کې یې پیدا کړې وه د ځان سره واخیستل او کنعان ته روان شول.

کله چې هلته ورسېدل، ۶حضرت ابرام په هغې خاوره کې ګرځېده ترڅو د موره مقدسې ونې ته ورسېده چې هغه په شکیم کې یو پاک ځای ؤ. (په هغه وخت کې په هغې خاورې کې کنعانیان اوسېدل.) ۷څښتن حضرت ابرام ته ښکاره شو او هغه ته یې وفرمایل: <دا هغه وطن دی چې زه غواړم هغه ستا اولادې ته ورکړم.> نو حضرت ابرام په هغه ځای کې چې څښتن ورته ورښکاره شوی ؤ د قربانۍ ځای جوړ کړ. ۸بیا یې هغې غرنۍ سیمې ته کډه وکړه چې د لمرپرېواته خوا څخه بیت ئیل او د لمرخاته خوا څخه عای ته رسیږي. حضرت ابرام په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او هلته یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ. ۹بیا هغه د یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوله او د کنعان جنوب خواته لاړ.

حضرت ابرام په مصر کې

۱۰مګر په کنعان کې قحطي راغله او هغه دومره سخته شوه چې حضرت ابرام مصر ته لاړ چې هلته د لږ وخت دپاره واوسیږي. ۱۱څه وخت چې هغه د مصر سرحد ته ورنژدې شو، خپلې ښځې سارای ته یې وویل: <ته ښایسته ښځه یې. ۱۲کله چې مصریان تا وویني، وبه وایي: دا د هغه ښځه ده. نو دوی به ما ووژني او تا به ژوندۍ پرېږدي. ۱۳هغوی ته ووایه چې ته زما خور یې، نو ستا په خاطر به هغوی زما سره ښه رویه وکړي او ما به ژوندی پرېږدي.> ۱۴څه وخت چې هغه مصر ته داخل شو، مصریانو ولیدل چې د هغه ښځه ډېره ښایسته وه. ۱۵کله چې د فرعون درباریانو هغه ولیدله، هغوی د فرعون په مخکې د هغې صفت وکړ او هغه یې د فرعون ماڼۍ ته وروستله. ۱۶فرعون د هغې په خاطر د حضرت ابرام سره ښه رویه وکړه او هغه ته یې پسونه، وزې، پادې، خره او خرې، اوښان، وینځې او غلامان ورکړل.

۱۷مګر څښتن فرعون او د هغه درباریان د حضرت ابرام د ښځې سارای په سبب په خطرناکو ناروغیو باندې اخته کړل. ۱۸نو فرعون حضرت ابرام راوغوښت او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <زما سره دې څه وکړل؟ ولې دې ماته ونه ویل چې هغه ستا ښځه ده؟ ۱۹ولې دې وویل چې هغه ستا خور ده، کېدای شو چې ما د هغې سره واده کړی وای؟ ګوره دا ستا ښځه ده، هغه واخله او لاړ شه!> ۲۰فرعون خپلو نفرو ته حکم وکړ چې حضرت ابرام او د هغه ښځه د هر هغه څه سره چې درلودل یې ولېږي.