ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اوويشتم زبور

څښتن د کور جوړوونکی دی

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د سلیمان زبور)

۱ترڅو څښتن جوړ نه کړي کور

نو بې فایدې به وي د جوړوونکو کار

ترڅو څښتن ونه ساتي هغه ښار

نو بې فایدې به وي ولاړ ورته پهره دار

۲دا بې فایدې ده چې سخت کار وکړئ خواړه پیدا کړئ

چې شپې ویده شئ تر ناوخته، سهار وختي پاڅېږئ

ځکه څښتن ورکوي رزق هغو ته چې مینه کړي ورسره

که ویده هم پراته وي

۳اولادونه دي تحفې د څښتن له خوا نه

او ماشومان دي اجر د هغه

۴په ځوانۍ کې چې زامن د چا پیدا شي

لکه غشي چې وي لاس کې د عسکر

۵بختور هغه سړی دی چې وي کڅوړه یې

له داسې غشو ډکه

ماتې به هېڅکله ونه خوري هغه

چې شي دعوه یې له دښمنه سره

د جرګې په ځای کې