ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پينځۀ اتيايم زبور

د قوم د هوساینې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)

۱ای څښتنه تا په خپله خاوره رحم وکړ

او یوځل بیا دې رابېدار کړ د یعقوب قسمت

۲ودې بخښلې د خپل قوم بدۍ

پرده دې واچوله په ټولو ګناهونو د دوی

۳تېر شولې ته له خپل ټول غضبه

د خپل قهر اور دې سوړ کړ

۴ای زمونږ خلاصوونکیه خدایه

مونږه بېرته په خپل حال کړه

او خپل غضب زمونږ نه لېرې کړه ته

۵ایا ته به خفه یې تل زمونږ څخه؟

ایا وبه غزوې خپل قهر د یو نسل نه بل نسل ته؟

۶ایا ته به مونږ ته بیا قوت رانه کړې

ترڅو ستا قوم خوشحالي وکړي ستا له امله؟

۷څښتنه، مونږ ته دې وښایه تلپاتې مینه

او مونږ ته راکړه خلاصون

۸څښتن خدای چې هرڅه وایي ورته به نیسمه غوږ

وعده کوي د سولې خپل وفادار ولس سره

خو دوی دې بیا نه راګرځي د حماقت لارو ته

۹بې شکه ور به کړي نجات هغوی ته څوک چې ترې وېره لري

چې پاتې شي د هغه جلال زمونږ په خاوره کې

۱۰څنګه چې دوه تنه یو بل سره ګوري

داسې تلپاتې مینه او وفا به سره هم وګوري

څنګه چې یو تن بل تن ښکلوي

داسې عدالت او سوله به هم یو بل ښکل کړي

۱۱راپورته کیږي وفا ځمکې نه

نېکي راګوري پاس له اسمانه څخه

۱۲ښه شیان مونږ ته راکوي به بې له شکه څښتن

ورکوي ښه حاصلات به زمونږ ځمکه

۱۳عدالت به وي روان د څښتن مخکې

تیاروي به لار د هغه قدمونو ته