ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - پنځلسم فصل

د حضرت ابرام سره د خدای پاک لوظ

۱وروسته بیا څښتن په رویا کې حضرت ابرام ته وفرمایل: <ای ابرامه مه وېرېږه، زه ستا سپر یم او تاته به ډېر لوی اجر درکړم.>

۲حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، ماته به څه راکړې ځکه چې زه بې اولاده پاتې شوم. زما یوازینی وارث دمشقي الیعازر دی. ۳ماته دې اولادونه نه دي راکړي، نو زما د کورنۍ نوکر به زما میراث خور شي.>

۴څښتن په ځواب کې وفرمایل: <دا سړی به ستا میراث خور نه وي بلکه ستا خپل زوی چې په خپله ستا څخه به پیدا شي، ستا میراث خور وي.> ۵څښتن هغه دباندې وویست او ورته ویې فرمایل: <اسمان ته وګوره او هڅه وکړه چې ستوري وشمارې، نو ستا اولاده به د هغو په شان دومره زیاته وي.>

۶حضرت ابرام په څښتن باندې باور وکړ او په دې خاطر څښتن د هغه څخه خوشاله شو او هغه یې قبول کړ.

۷بیا څښتن هغه ته وفرمایل: <زه هغه څښتن یم چې ته مې د اور کلدانیانو څخه راوویستلې چې دا ځمکه تاته درکړم او ستا ملکیت شي.>

۸مګر حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، زه به څنګه پوه شم چې هغه به زما شي؟>

۹نو څښتن هغه ته وفرمایل: <ماته یوه درې کلنه غوا، درې کلنه وزه، درې کلن پسه، یوه کوتره او یوه قمري راوړه.> ۱۰حضرت ابرام دا ټول هغه ته راوړل او هر یو یې په منځ کې دوه ټوټې کړ او هره نیمه شوې ټوټه یې بلې ټوټې ته مخامخ کېښودله، مګر مرغان یې دوه ټوټې نه کړل. ۱۱کله چې ټپوسان د دې مړو حیواناتو په تنو باندې راکوز شول حضرت ابرام هغه وشړل.

۱۲کله چې لمر په پرېوتلو شو، په حضرت ابرام باندې ډېر دروند خوب راغی او سخته وېروونکې تیاره ورباندې راغله. ۱۳څښتن هغه ته وفرمایل: <په دې پوه شه چې ستا اولاده به په پردۍ خاوره کې مسافره شي او هغوی به هلته غلامان شي او په دوی باندې به څلورسوه کاله ظلم کیږي. ۱۴مګر زه به هغه قوم ته چې دوی یې غلامي کوي جزا ورکړم او پس له هغې به دوی د ډېرې شتمنۍ سره ووزي. ۱۵ته به په پاخه عمر کې په ارامۍ سره مړ شې او ښخ به شې. ۱۶ستا اولاده به له څلورم نسل څخه وروسته بېرته دلته راشي، ځکه زه به تر هغې پورې اموریان ونه شړم ترڅو پورې چې هغوی دومره بدکاره شي چې باید سزا ومومي.>

۱۷کله چې لمر پرېوت او تیاره شوه، د لوګي څخه ډک یو تنور او بلېدونکی څراغ راښکاره شول او د دې ټوټو له منځ څخه تېر شول. ۱۸په هماغه ورځ څښتن د حضرت ابرام سره لوظ وکړ او ویې فرمایل: <زه ستا اولادې ته دا ټوله خاوره د مصر د سیند څخه نیولې د فرات تر لوی سیند پورې ورکوم ۱۹یعنې د قینیانو، قنزیانو، قدمونیانو، ۲۰حیتیانو، فرزیانو، رفائیانو، ۲۱اموریانو، کنعانیانو، جرجاشیانو او یبوسیانو خاوره.>