ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - شپږدېرشم فصل

د عیسو اولاده

(اول تواریخ ۱: ۳۴ - ۳۷)

۱دا د عیسو اولاده ده (عیسو د ادوم په نوم هم یادېده.) ۲عیسو د کنعاني ښځو سره ودونه وکړل: عاده د حیتي ایلون لور، اهولیبامه چې د عنا لور او د حوي صبعون لمسۍ وه ۳او بسمه چې د حضرت اسماعیل لور او د نبایوت خور وه. ۴عاده الیفاز او بسمې رعوئیل وزېږاوه. ۵اهولیبامه یعوش، یعلام او قورح وزېږول. دا د عیسو زامن وو چې په کنعان کې زېږېدلي وو.

۶عیسو خپلې ښځې، زامن، لورګانې او د خپلې کورنۍ ټول خلک او همدارنګه خپلې ټولې رمې او پادې او خپله ټوله شتمني چې په کنعان کې یې لاس ته راوړي وو واخیستل او د خپل ورور حضرت یعقوب څخه لږ څه لېرې یې بلې سیمې ته کډه وکړه. ۷هغه لاړ ځکه هغه ځمکه چې حضرت یعقوب او هغه په کې اوسېدل دومره پراخه نه وه چې دواړه سره یوځای واوسیږي، په دې خاطر چې هغوی زیاتې رمې او پادې درلودلې. ۸نو عیسو د ادوم په غرنۍ سیمه کې اوسېده.

۹دا د ادوم په غرنۍ سیمه کې د ادومیانو د نیکه عیسو اولاده ده. ۱۰د عیسو د زامنو نومونه دا دي: الیفاز د عیسو د ښځې عاده زوی او رعوئیل د عیسو د ښځې بسمې زوی. ۱۱د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، جعتام او قناز. ۱۲تمناع د عیسو د زوی الیفاز وینځه وه او د هغې څخه د هغه زوی عمالیق پیدا شو. دا د عیسو د ښځې عادې لمسیان وو. ۱۳د رعوئیل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.

۱۴اهولیبامه د عنا لور او د صبعون لمسۍ وه چې د هغې څخه د عیسو زامن یعوش، یعلام او قورح پیدا شول.

۱۵د عیسو په اولادې کې دغه قبیلوي مشران وو: د عیسو د مشر زوی الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفو، قناز، ۱۶قورح، جعتام او عمالیق. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د الیفاز د اولادې څخه دي او دوی د عادې لمسیان وو.

۱۷د عیسو د زوی رعوئیل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه. دا په ادوم کې هغه قبیلوي مشران وو چې د رعوئیل د اولادې څخه دي. دا د عیسو د ښځې بسمې لمسیان وو.

۱۸د عیسو د ښځې اهولیبامه زامن: یعوش، یعلام او قورح. دا هغه قبیلوي مشران وو چې د عنا د لور یعنې د عیسو د ښځې اهولیبامه د اولادې څخه دي. ۱۹دا ټولې قبیلې د عیسو د اولادې څخه وې.

د سعیر اولاده

(اول تواریخ ۱: ۳۸ - ۴۲)

۲۰دا د سعیر حوري زامن وو چې په هغې سیمه کې اوسېدل: لوطان، شوبال، صبعون، عنا، ۲۱دیشون، ایصر او دیشان. دا په ادوم کې د سعیر زامن او د حوریانو مشران وو.

۲۲د لوطان زامن: حوري او هومام. (تمناع د لوطان خور وه.)

۲۳د شوبال زامن: علوان، مناحت، عیبال، شفو او اونام.

۲۴د صبعون زامن: ایه او عنا. (دا هماغه عنا دی، کله چې هغه د خپل پلار صبعون خره څرول، نو په دښته کې یې د تودو اوبو چینې وموندلې.) ۲۵د عنا اولادونه: دیشون او اهولیبامه د عنا لور. ۲۶د دیشون زامن: حمدان، اشبان، یتران او کران.

۲۷د ایصر زامن: بلهان، زعوان او عقان. ۲۸د دیشان زامن: عوص او اران.

۲۹دا د حوریانو مشران وو: لوطان، شوبال، صبعون، عنا، ۳۰دیشون، ایصر او دیشان. دا د حوریانو قبیلې وې چې د ادوم په خاوره کې اوسېدلې.

د ادوم پادشاهان

(اول تواریخ ۱: ۴۳ - ۵۴)

۳۱‏-۳۹له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پادشاهي نه وه کړې چې دغو پادشاهانو د ادوم په هېواد باندې پادشاهي وکړه:

  • بالع د بعور زوی چې د دینهابه څخه ؤ.
  • یوباب د زارح زوی چې د بصرې څخه ؤ.
  • حوشام چې د تیمان د هېواد څخه ؤ.
  • حداد د بداد زوی چې د عویت څخه ؤ (هغه مدیانیانو ته د موآب په خاوره کې په جګړه کې ماتې ورکړه.)
  • سمله چې د مسریقه څخه ؤ.
  • شائول چې د رحوبوت د ښار څخه ؤ او دا ښار د سیند په غاړه پروت دی.
  • بعل حانان چې د عکبور زوی ؤ.
  • حداد چې د فاعو څخه ؤ. (د هغه د ښځې نوم مهیطبئیل ؤ چې د مطرد لور وه او د ميذهب لمسۍ وه.)

۴۰‏-۴۳دا د هغو قبیلوي مشرانو نومونه دي چې د عیسو د اولادې څخه دي: تمناع، علوه، یتیت، اهولیبامه، ایله، فینون، قناز، تیمان، مبصار، مجدیئیل او عیرام. هغه سیمه چې دا هره قبیله په کې اوسېدله، د هماغې قبیلې په نوم یادېدله.