ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

داوران - دولسم فصل

د افرایم د قبیلې او د یفتاح ترمنځ جګړه

۱د افرایم نفر د جګړې دپاره تیار شول. هغوی د اردن له سیند څخه صافون ته پورې وتل او یفتاح ته یې وویل: <کله چې ته د عمونیانو سره د جګړې دپاره تللې، مونږ دې ولې د مرستې دپاره راونه غوښتلو؟ اوس به مونږ ستا کور ستا سره یوځای وسوزوو!>

۲مګر یفتاح هغوی ته وویل: <ما او زما قوم د عمونیانو سره سخته شخړه درلوده. ما ستاسو څخه مرسته وغوښتله، خو تاسو زمونږ سره مرسته ونه کړه. ۳کله چې ما ولیدل چې تاسو مرسته نه کوئ، نو ما خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د هغوی سره د جګړې دپاره له سرحد څخه واوښتلم او څښتن ماته په هغوی باندې بری راکړ. اوس راغلي یئ چې زما سره جګړه وکړئ؟> ۴خو د افرایم خلکو وویل: <تاسو د جلعاد خلک فقط د افرایم مهاجرین یئ. او اوس هم په هغې خاوره کې اوسېږئ چې هغه د افرایم او منسي خاوره ده.>

نو یفتاح د جلعاد لښکرې سره راټولې کړلې. بیا هغوی حمله وکړه او د افرایم لښکرو ته یې ماتې ورکړه. ۵جلعادیانو د اردن د سیند څخه د تېرېدلو ټولې لارې ونیولې چې د افرایمیانو د تېښتې مخه ونیسي. نو کله به چې د افرایمیانو څخه کوم یو غوښتل چې د اردن له سیند څخه تېر شي، نو د جلعاد خلکو به ورڅخه پوښتنه کوله چې <آیا ته افرایمی یې؟> که چېرې هغه به وویل چې <نه!>، ۶نو هغوی به ویل چې <صحیح ده، ته شبولت ووایه.> مګر هغه به <سبولت> ویل ځکه چې هغه به یې صحیح نه شو تلفظ کولی، نو هغه نفر به یې نیوه او هلته به یې واژه. په هغه وخت کې دوه څلوېښت زره افرایمیان د اردن د سیند په غاړه ووژل شول.

۷یفتاح شپږ کاله د اسراییلو مشري وکړه. بیا هغه مړ شو او په جلعاد کې په خپل ښارګوټي کې ښخ کړای شو.

ابصان، ایلون او عبدون

۸له یفتاح څخه وروسته ابصان چې د بیت لحم څخه ؤ د اسراییلو مشري وکړه. ۹هغه دېرش زامن او دېرش لورګانې درلودلې. هغه خپلې لورګانې نورو طایفو ته په نکاح ورکړې او د نورو طایفو څخه یې دېرش انجونې راوستلې چې خپلو زامنو ته یې په نکاح کړي. ابصان اووه کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۰بیا هغه مړ شو او په بیت لحم کې ښخ کړای شو.

۱۱له ابصان څخه وروسته ایلون چې د زبولون د قبیلې څخه ؤ لس کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۲بیا هغه مړ شو او د زبولون د سیمې په ایالون نومي ځای کې ښخ کړای شو.

۱۳له ایلون څخه وروسته د هلیل زوی عبدون چې د فرعتون څخه ؤ د اسراییلو مشر شو. ۱۴هغه څلوېښت زامن او دېرش لمسیان درلودل چې هر یو به په خپل خر سپرېده. عبدون اته کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۵بیا هغه مړ شو او د افرایم په سیمه فرعتون کې چې د عمالیقیانو په غرنۍ سیمه کې پروت ؤ ښخ کړای شو.