ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

مرقس - پنځلسم فصل

عیسی د پیلاتوس په حضور کې

(متي ۲۷‏: ۱‏ - ۲، ۱۱‏ - ۱۴ او لوقا ۲۳‏: ۱‏ - ۵ او یوحنا ۱۸‏: ۲۸‏ - ۳۸)

۱سهار وختي مشرانو کاهنانو د قومي مشرانو او د شریعت د عالمانو او د شورا نورو ټولو غړو سره یوه غونډه جوړه کړه او یوه پرېکړه یې وکړه. هغوی عیسی په زنځیرونو وتړلو او روان یې کړ او پیلاتوس ته یې وسپاره. ۲پیلاتوس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې.» ۳مشرانو کاهنانو په هغه باندې زیات تورونه ولګول، ۴نو پیلاتوس د هغه څخه بیا پوښتنه وکړه: «ایا تا سره هېڅ ځواب نشته؟ ګوره هغوی په تا باندې څومره تورونه لګوي.» ۵خو عیسی ځواب ورنه کړ، نو په دې باندې پیلاتوس حیران شو.

په عیسی باندې د اعدام حکم

(متي ۲۷‏: ۱۵‏ - ۲۶ او لوقا ۲۳‏: ۱۳‏ - ۲۵ او یوحنا ۱۸‏: ۳۹‏ – ۱۹‏: ۱۶)

۶پیلاتوس به د فسحې په هر اختر کې د خلکو په غوښتنه یو بندي ازادولو. ۷په هغه وخت کې یو سړی چې باراباس نومېده او د یاغیانو سره یې د اله ګولې په وخت کې قتل کړی ؤ بندي ؤ. ۸خلک پیلاتوس ته ورغلل او د هغه څخه یې وغوښتل چې زمونږ دپاره هغه کار وکړه لکه څنګه چې هر وخت دې په اختر کې کاوه. ۹پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو غواړئ چې د یهودیانو پاچا درته راخلاص کړم؟» ۱۰ځکه چې پیلاتوس په دې پوهېده چې مشرانو کاهنانو د بخیلۍ له امله عیسی هغه ته په لاس ورکړی دی. ۱۱خو مشرانو کاهنانو خلک ولمسول چې د پیلاتوس څخه وغواړي چې د عیسی په ځای ورته باراباس ازاد کړي. ۱۲پیلاتوس یوځل بیا هغوی ته وویل: «نو بیا د هغه سړي سره چې تاسو ورته د یهودیانو پاچا وایئ څه وکړم؟» ۱۳هغوی بیا چیغې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړئ.» ۱۴پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ولې، هغه څه جرم کړی دی؟» خو هغوی چیغې نورې هم زیاتې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړئ.» ۱۵پیلاتوس غوښتل چې خلک خوشحاله کړي، نو باراباس یې ورته ازاد کړ. بیا یې حکم وکړ چې عیسی په دورو باندې ووهي او هغه دې عسکرو ته وسپاري چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.

عسکر په عیسی باندې ملنډې وهي

(متي ۲۷: ۲۷‏ - ۳۱ او یوحنا ۱۹‏: ۲‏ - ۳)

۱۶عسکرو عیسی دننه د والي ماڼۍ ته بوته او ټول کنډک یې راټول کړ. ۱۷هغوی عیسی ته بانجاني چپنه ورواغوستله او د اغزیو تاج یې ور په سر کړ. ۱۸بیا یې هغه ته سلامي وکړه او ویې ویل: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا.» ۱۹هغه یې په لرګي باندې په سر سر وهلو او لاړې یې ورباندې تو کولې او د هغه په مخکې په ګونډو شول چې دا وښایي چې ګوندې درناوی یې کوي. ۲۰کله چې هغوی ملنډې وهل بس کړل، نو هغه بانجاني چپنه یې ترې وویستله او خپل کالي یې ورته بېرته ورواغوستل. بیا یې هغه دباندې بوته چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.

عیسی په صلیب باندې مېخ کیږي

(متي ۲۷‏: ۳۲‏ - ۳۴ او لوقا ۲۳‏: ۲۶‏ - ۴۳ او یوحنا ۱۹‏: ۱۷‏ - ۲۷)

۲۱هغوی په لاره کې د شمعون په نوم د یو سړي سره چې د کلیوالي سیمې څخه ښار ته راروان ؤ، مخامخ شول. عسکرو هغه مجبور کړ چې د عیسی صلیب یوسي. شمعون د قیروان څخه ؤ او د سکندر او روفس پلار ؤ. ۲۲هغوی عیسی د جلجتا په نوم هغه ځای ته بوته چې معنی یې ده د سر د کوپړۍ ځای. ۲۳هغه ته یې داسې شراب ورکول چې د مر کنډ په نوم یوه دوا په کې ګډه شوې وه، خو هغه ونه څښل. ۲۴بیا هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او پچه یې واچوله او د هغه کالي یې په خپل منځ کې سره ووېشل چې کوم شی د چا شي. ۲۵د سهار نهه بجې وې چې هغه یې په صلیب باندې ځوړند کړ. ۲۶په هغه باندې لګول شوی تور چې په یوه تخته باندې داسې لیکل شوی ؤ: «د یهودیانو پاچا.» ۲۷د هغه سره یې دوه داړه ماران هم په صلیب باندې ځوړند کړل، یو د هغه ښي لاس ته او بل چپ لاس ته. [ ۲۸په دې ډول د پیغمبرانو هغه لیکنې پوره شوې چې وایي: «هغه په بدکارانو کې وشمېرل شو.»] ۲۹څوک چې په لاره تېرېدل، نو خپل سرونه به یې خوځول، عیسی ته به یې ښکنځلې کولې او ویل به یې: «واه، تا غوښتل چې د خدای کور وران کړې او په درې ورځو کې یې بېرته جوړ کړې، ۳۰اوس خپل ځان وژغوره او د صلیب څخه راښکته شه.» ۳۱همدارنګه مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو په خپل منځ کې په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، خو خپل ځان نه شي ژغورلی. ۳۲پرېږدئ چې مسیح د اسراییلو پاچا اوس د صلیب څخه راښکته شي، ترڅو مونږ هغه ووینو او ایمان ورباندې راوړو.» هغو دوو کسانو چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوي وو هم هغه ته ښکنځلې کولې.

د عیسی مړینه

(متي ۲۷‏: ۴۵‏ - ۵۶ او لوقا ۲۳‏: ۴۴‏ - ۴۹ او یوحنا ۱۹‏: ۲۸‏ - ۳۰)

۳۳د غرمې د دولسو بجو څخه د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره راخپره شوه ۳۴او درې بجې عیسی په لوړ اواز چیغه کړه: «ایلي، ایلي، لما سبقتني؟» چې معنی یې ده: «ای زما خدایه، ای زما خدایه، زه دې ولې پرېښودم؟»

۳۵ځینې خلک چې هلته نژدې ولاړ وو دا یې واورېدل او ویې ویل: «وګورئ، هغه الیاس نبي ته نارې وهې.» ۳۶د هغوی څخه یو کس منډه کړه او یو اسفنج یې په تروو شرابو کې لوند کړ او هغه یې د لرګي په سر کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي او ویې ویل: «صبر وکړئ. پرېږدئ ووینو چې ایا الیاس نبي راځي یا نه، چې هغه د صلیب څخه راښکته کړي.» ۳۷بیا عیسی یوه چیغه ووهله او ساه یې ورکړه. ۳۸د خدای د کور پرده د سر نه تر بېخه پورې وشکېدله او دوه ټوټې شوه. ۳۹کله چې هغه رومي منصبدار چې عیسی ته مخامخ ولاړ ؤ ولیدل چې هغه څنګه ساه ورکړه، نو ویې ویل: «دا سړی په رښتیا د خدای زوی ؤ.»

۴۰په هغه ځای کې یو څو ښځې هم وې چې له لېرې یې کتل. په هغوی کې مریم چې د مجدلیې د ښار څخه وه او مریم د کشر یعقوب، یوشا او سالومې مور وه. ۴۱کوم وخت چې عیسی په جلیل کې ؤ، نو دا ښځې ورسره ملګرې وې او خدمت یې ورته کاوه. ډېرې نورې ښځې چې د هغه سره اورشلیم ته راغلې وې هم په هغه ځای کې وې.

د عیسی ښخول

(متي ۲۷‏: ۵۷‏ - ۶۱ او لوقا ۲۳‏: ۵۰‏ - ۵۶ او یوحنا ۱۹‏: ۳۸‏ - ۴۲)

۴۲دا د جمعې ورځ وه یعنې د سبت څخه یوه ورځ مخکې د اختر دپاره د تیاري نیولو ورځ وه. څنګه چې ماښام شو، ۴۳یوسف چې د رامه د ښار څخه ؤ او د شورا یو عزتمن غړی ؤ او د خدای د پاچاهۍ د راتللو انتظار یې کاوه، په زړورتیا سره پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت. ۴۴کله چې پیلاتوس خبر شو چې عیسی مړ شوی دی، نو هغه حیران شو. هغه عسکري منصبدار یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا هغه مړ شوی دی؟» ۴۵کله چې پیلاتوس د هغه منصبدار له خوا خبر شو چې عیسی وخته مړ شوی دی، نو یوسف ته یې اجازه ورکړه چې مړی یوسي. ۴۶نو یوسف د کتان کفن راواخیست، د عیسی مړی یې د صلیب څخه راښکته کړ، په هغه کې یې تاو کړ او په یو قبر کې چې په یو ګټ کې کیندل شوی ؤ کېښود. بیا یې یوه غټه تیږه د غار خولې ته راورغړوله. ۴۷مریم مجدلیې او د یوشا مور مریم ولیدل چې د عیسی مړی یې په کوم ځای کې ایښی دی.