ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
خط

عبرانیان - اووم فصل

ملک صدق کاهن د مسیح یو مثال

۱ملک صدق د سالیم پاچا او د خدای تعالی کاهن ؤ. کله چې ابراهیم پاچاهانو ته د ماتې ورکولو نه وروسته بېرته راغی، نو ملک صدق د هغه سره مخامخ شو او هغه ته یې برکت ورکړ ۲او هرڅه چې ابراهیم په جنګ کې تر لاسه کړي وو، د هغو لسمه برخه یې ملک صدق ته ورکړه. د ملک صدق د نوم لومړنی معنی «صادق پاچا» او بیا د سالیم پاچا یعنې «د سولې او سلامتۍ پاچا» دی. ۳هغه بې پلاره، بې موره او بې شجرې دی. د هغه د ژوند پیل او پای نه دی معلوم. خو هغه د خدای د زوی په شان تل ترتله کاهن دی.

۴وګورئ چې ملک صدق څومره لوی انسان ؤ، تر دې چې زمونږ نیکه ابراهیم ورته د خپل غنیمت لسمه برخه ورکړه. ۵شریعت د لاوي اولادې ته چې د کاهنۍ مقام ته رسیږي، حکم کوي چې د اسراییلو د خلکو یعنې خپل قوم څخه لسمه برخه راټوله کړي، که څه هم هغوی د ابراهیم اولاده ده. ۶سره له دې چې ملک صدق د لاوي د اولادې څخه نه دی، خو هغه د ابراهیم نه لسمه برخه واخیستله او ابراهیم ته یې چې خدای ورسره وعده کړې وه، برکت ورکړ. ۷په دې کې شک نشته چې برکت ورکوونکی د برکت اخیستونکي نه ډېر لوی دی. ۸له یوې خوا هغه کاهنان چې لسمه برخه راټولوي، فاني انسانان دي او له بلې خوا ملک صدق چې لسمه برخه یې واخیستله، ژوندی دی لکه څنګه چې د خدای په کلام کې ویل شوي دي. ۹نو ویلی شو چې کله ابراهیم لسمه برخه ورکوله، لاویانو هم چې د لسمې برخې اخیستونکي وو، د ابراهیم په وسیله ملک صدق ته لسمه برخه ورکړه. ۱۰ځکه کله چې ملک صدق د ابراهیم سره ولیدل، نو لاوي لا د ابراهیم په کورنۍ کې نه ؤ پیدا شوی.

۱۱دا د لاویانو د کاهنتوب په اساس ؤ چې د اسراییلو خلکو ته شریعت ورکړل شوی ؤ. نو که چېرې د لاوي کاهنانو کار پوره شوی وای، نو بیا د بل کاهن راتللو ته څه اړتیا وه چې د ملک صدق په شان وي، نه د هارون په شان. ۱۲ځکه کله چې په کاهنتوب کې بدلون رامنځته شي، نو په شریعت کې هم باید بدلون رامنځته شي. ۱۳نو د چا په هکله چې دا خبرې شوې دي هغه د بلې قبیلې څخه ؤ او د هغې قبیلې څخه هېچا هم د قربانۍ د ځای خدمت نه ؤ کړی. ۱۴ځکه دا ښکاره ده چې زمونږ څښتن د یهودا د قبیلې څخه دی. سره له دې چې موسی هېڅکله د کاهنتوب په هکله د هغوی سره خبرې نه دي کړي.

۱۵دا موضوع به نوره هم ښه روښانه شي کله چې د ملک صدق په شان کوم بل کاهن راپیدا شي. ۱۶هغه کاهن شو، خو د هغو قوانینو له مخې نه چې هغه به د لاوي کورنۍ کې پیدا شي، بلکې د هغه ژوند د قدرت په وسیله چې هېڅکله نه ختمیږي. ۱۷ځکه چې د خدای کلام د هغه په هکله داسې شاهدي ورکوي:

«ته به کاهن یې تر ابده د ملک صدق په شان»

۱۸نو پخواني حکمونه باطل شول، ځکه چې هغه کمزوري او بې اثره وو، ۱۹ځکه چې شریعت هېڅ شی کامل نه کړ. خو اوس له مخکې نه یوه ښه هیله پیدا شوه چې د هغې په وسیله مونږ خدای ته نژدې کېدای شو.

۲۰دا نوی کاهنتوب د قسم په خوړلو سره پیل شو، خو نور بې له کوم قسم نه کاهنان شول. ۲۱خو عیسی په قسم خوړلو سره کاهن شو، کله چې خدای هغه ته وویل:

څښتن قسم خوړلی

مات به نه شي هېڅ وخت

چې تر ابده به ته یې کاهن

د ملک صدق د کاهنۍ په شان

۲۲د همدې قسم له امله عیسی د خدای سره له مخکې نه د یو ښه لوظ ضامن شو.

۲۳په پخوا زمانه کې زیات شمېر کاهنان راغلل، ځکه چې مرګ هغوی نه پرېښودل چې خپل خدمت ته دوام ورکړي، ۲۴خو د عیسی کاهنتوب د تل دپاره دی، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی، ۲۵نو له دې امله عیسی کولای شي هغو خلکو ته چې د هغه په وسیله خدای ته نژدې شي، په پوره توګه خلاصون ورکړي، ځکه چې هغه تل ترتله ژوندی دی او د هغوی شفاعت کوي.

۲۶نو مونږ داسې لوی کاهن ته اړتیا لرو چې هغه سپېڅلی، بې ګناه، بې عیبه، د ګناهکارانو نه بېل او د اسمانونو نه اوچت وي. ۲۷هغه دې ته اړتیا نه لري چې د نورو لویو کاهنانو په شان هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بیا د خلکو د ګناهونو دپاره قرباني ورکړي، ځکه چې هغه خپل ځان یوځل او د تل دپاره قرباني کړ. ۲۸شریعت داسې خلک د لویو کاهنانو په توګه ټاکي چې په روحاني توګه کمزوري وي، خو د شریعت نه وروسته خدای د قسم په خوړلو سره خپل زوی کاهن وټاکه چې د تل دپاره کامل کړی شوی دی.