ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول قرنتیان - لسم فصل

د بت پرستۍ په خلاف خبرداری

۱ای خویندو او ورونو! زه نه غواړم چې تاسو دا هېر کړئ چې زمونږ نیکونو ته د هغې ورېځې په وسیله چې د هغوی نه مخکې روانه وه، لارښوونه کېدله او ټول د سرې بحیرې نه پورې وتل. ۲هغوی ټولو د موسی د پیروانو په توګه په هغې ورېځې او بحیرې کې د تعمید غسل واخیست. ۳ټولو یو شان اسماني ډوډۍ وخوړله. ۴ټولو یو شان روحاني اوبه وڅښلې، ځکه چې هغوی د هغه روحاني ګټ نه اوبه وڅښلې چې د هغوی پسې روان ؤ او هغه ګټ مسیح ؤ. ۵خو بیاهم خدای په هغوی کې د ډېرو څخه خوشحاله نه ؤ، نو ځکه د هغوی مړي په دښته کې خواره واره شول.

۶نو دا شیان زمونږ دپاره یو عبرت شو، ترڅو مونږ هغه بدې غوښتنې ونه لرو لکه څنګه چې هغوی درلودلې. ۷تاسو بت پرست کېږئ مه، لکه څنګه چې په هغوی کې ځینې شوي وو. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

هغه خلک کښېناستل چې وخوري او وڅښي او بیا پاڅېدل چې په مستۍ او عیاشۍ ګډا وکړي.

۸مونږ باید جنسي بد اخلاقي ونه کړو لکه څنګه چې په هغوی کې ځینو وکړه او په یوه ورځ کې د هغوی درویشت زره کسان مړه شول. ۹مونږ باید څښتن ونه ازمایو، لکه څنګه چې په هغوی کې ځینو وازمایلو او د مارانو په وسیله ووژل شول. ۱۰شکایت مه کوئ، لکه څنګه چې په هغوی کې ځینو کړی ؤ او د مرګ فرښتې هغوی تباه کړل.

۱۱دا هرڅه په هغوی باندې راغلل چې زمونږ دپاره عبرت وي او دا زمونږ د لارښوونې دپاره لیکل شوي وو، ځکه چې مونږ په اخره زمانه کې ژوند کوو. ۱۲که چېرې څوک فکر کوي چې ټینګ ولاړ دی، نو پام دې وکړي چې راونه لویږي. ۱۳د هغو وسوسو سره چې تاسو ورسره مخامخ شوي یئ، دا هغه وسوسې دي چې ټول خلک ورسره مخ کیږي. خو خدای په خپله وعده باندې وفا کوي او هغه تاسو نه پرېږدي چې د خپل توان نه زیات وسوسه شئ. د وسوسه کېدلو په وخت کې به خدای تاسو ته د وتلو لاره برابره کړي، ترڅو وکولای شئ چې هغه وزغمئ.

۱۴نو له همدې امله ای ګرانو دوستانو، د بت پرستۍ نه ځان لېرې وساتئ. ۱۵زه تاسو سره لکه د هوښیارو خلکو په توګه خبرې کوم. زه چې څه وایم د هغو په هکله خپله قضاوت وکړئ. ۱۶ایا هغه د برکت پیاله چې د څښتن په ماښامي کې یې څښو او د هغې دپاره مونږ د خدای شکرګزاري کوو، هغه د مسیح په وینه کې شریک کېدل نه دي؟ ایا هغه ډوډۍ چې مونږ یې ماتوو او خورو یې، هغه د مسیح په بدن کې شریک کېدل نه دي؟ ۱۷لکه څنګه چې ډوډۍ یوه ده، که څه هم مونږ ډېر یو خو یو بدن یو، ځکه چې مونږ ټول په یوه ډوډۍ کې سره شریک یو.

۱۸د اسراییلو د خلکو په هکله فکر وکړئ. ایا هغه خلک چې قرباني خوري، هغوی د قربانۍ د ځای په خدمت کې شریک نه دي؟ ۱۹ایا زما مقصد دا دی چې هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کیږي، هغه ارزښت لري؟ یا ایا په خپله بت کوم ارزښت لري؟ ۲۰نه، بلکې زه دا وایم چې بې دینه خلک چې کومې قربانۍ کوي هغه پېریانو ته وړاندې کوي، خدای ته یې نه کوي. زه نه غواړم چې تاسو د پېریانو سره شریک شئ. ۲۱تاسو نه شئ کولای چې هم یې د څښتن د پیالې نه وڅښئ او هم یې د پېریانو د پیالې نه. تاسو نه شئ کولای چې هم یې د څښتن په دسترخوان وخورئ او هم د پېریانو په دسترخوان. ۲۲ایا مونږ غواړو چې په دې کار سره د څښتن قهر راوپاروو؟ ایا تاسو فکر کوئ چې مونږ د هغه نه ډېر زورور یو؟

۲۳کېدای شي خلک ووایي: «زمونږ دپاره هرڅه روا دي.» خو هرڅه ستا دپاره ښه نه دي. «زمونږ دپاره هرڅه روا دي،» خو هرڅه ګټور نه دي. ۲۴هېڅوک دې د خپلې ګټې په فکر کې نه وي، بلکې د نورو د ګټې په فکر کې دې وي. ۲۵هغه غوښه چې په بازار کې خرڅیږي، هغه په ارام وجدان سره وخورئ او دا پوښتنه مه کوئ چې دا غوښه له کوم ځای نه راغلې ده. ۲۶ځکه د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

ځمکه او هرڅه چې په هغې کې دي، هغه د څښتن دي.

۲۷که چېرې یو بې ایمانه کس تاسو ته د ډوډۍ دپاره بلنه درکړي او تاسو هم غواړئ چې ورشئ، نو هرڅه چې ستاسو په مخکې کېږدي هغه وخورئ او په دې اړه په خپل وجدان کې کوم سوال مه راپیدا کوئ. ۲۸خو که تاسو ته څوک ووایي: «دا بتانو ته د قربانۍ غوښه ده،» نو د هغه کس په خاطر چې تاسو یې خبر کړي یئ، د وجدان په خاطر هغه مه خورئ. ۲۹زما مقصد ستاسو د وجدان څخه نه دی، بلکې د نورو د وجدان څخه دی. خو یو څوک به ووایي: «د بل چا وجدان ولې زما د ازادۍ په اړه قضاوت وکړي؟ ۳۰که چېرې زه په شکرګزارۍ سره کوم څه خورم، نو د کوم شي دپاره چې شکر وباسم د هغې له امله ولې ملامت کړای شم؟»

۳۱نو څه چې خورئ یا څښئ یا څه چې کوئ، هغه هرڅه د خدای د جلال دپاره کوئ. ۳۲هېڅوک مه خفه کوئ، که هغه یهودیان وي یا یونانیان او یا کوم بل څوک چې د خدای د کلیسا سره تړاو ولري. ۳۳لکه څنګه چې زه کوښښ کوم په هر کار کې چې زه یې کوم، ټول خلک خوشحاله کړم، ځکه چې دا زه د خپلې ښېګڼې دپاره نه غواړم، بلکې د نورو د ښېګڼې دپاره یې غواړم، ترڅو هغوی هم خلاصون ومومي.