ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

داوران - شلم فصل

د بنیامینیانو سره د اسراییلیانو جګړه

۱بیا ټول اسراییلیان په شمال کې د دان څخه په جنوب کې تر بئرشبع پورې او همدارنګه د جلعاد د خاورې څخه په یوه لویه غونډه کې په مصفه کې د څښتن په حضور کې سره راټول شول. ۲د هغوی شمېر د پیاده عسکرو او مشرانو سره څلور لکه تنه وو چې په هغه ځای کې د څښتن په حضور کې د هغه د قوم په غونډه کې حاضر وو. ۳بنیامینیان خبر شول چې ټول اسراییلیان په مصفې کې سره راغونډ شوي دي. اسراییلیانو د وژل شوې ښځې د مېړه څخه پوښتنه وکړه: <مونږ ته ووایه چې دا ناوړه پېښه څنګه رامنځته شوه.>

۴هغه لاوي چې ښځه یې وژل شوې وه په ځواب کې وویل: <زه او زما وینځه جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې ده د شپې تېرولو دپاره لاړو. ۵د شپې د جبعې سړي زما پسې راغلل او کور یې محاصره کړ. هغوی زما د وژلو نیت درلود، خو د دې په ځای هغوی زما وینځه بې عزته کړه او هغه مړه شوه. ۶ما د هغې مړی راواخیست او هغه مې ټوټې ټوټې کړ او بیا مې د هغې هره ټوټه د اسراییلو د دولسو قبیلو څخه هرې قبیلې ته ولېږله، ځکه چې د جبعه سړیو په اسراییلو کې داسې سپک او شرمناکه کار کړی دی. ۷اوس تاسو د اسراییلو ټول قوم باید په خپله فیصله وکړئ چې په دې باره کې څه وکړو!>

۸ټول خلک یوځای پاڅېدل او ویې ویل: <زمونږ څخه به هیڅوک خپلې خېمې یا خپل کور ته نه ځي. ۹مونږ به داسې کار وکړو چې پچه به واچوو او په جبعې باندې د حملې دپاره به یو څو نفره وټاکو. ۱۰د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه به د هرو سلو نفرو څخه لس نفره لښکر ته ډوډۍ رسوي او نور دې لاړ شي او د جبعې خلکو ته دې د هغه ناوړه کار په خاطر سزا ورکړي کوم چې هغوی په اسراییلو کې کړی دی.> ۱۱نو د اسراییلو ټول سړي د یو مقصد دپاره سره راغونډ شول چې په ښارګوټي باندې حمله وکړي.

۱۲اسراییلیانو د بنیامین د قبیلې ټولې سیمې ته استازي ولېږل چې ورته ووایي: <تاسو ولې داسې جرم کړی دی؟ ۱۳اوس د جبعې هغه بدکاره سړي مونږ ته تسلیم کړئ ترڅو هغوی ووژنو او د اسراییلو څخه دا بدي لېرې کړو.> مګر بنیامینیانو د خپلو نورو اسراییلي ورونو خبرو ته غوږ ونه نیوه. ۱۴هغوی د بنیامین د ټولو ښارګوټو څخه راغلل او په جبعې کې سره راغونډ شول چې د اسراییلیانو په مقابل کې جګړه وکړي. ۱۵‏-۱۶په هغه ورځ هغوی د خپلو ښارګوټو څخه شپږویشت زره عسکر راوغوښتل. برسېره پردې، د جبعې اوسېدونکو اووه سوه خاص نفر چې چپ لاسي وو وټاکل. د هغوی څخه هر یو د مچنوغزې په تیږه باندې د ویښته یو تار هم ویشتلی شو او هیڅ شی ورڅخه نه خطا کېده. ۱۷اسراییلیانو څلور لکه روزل شوي عسکر سره راغونډ کړل چې په هغو کې بنیامینیان شامل نه وو.

۱۸اسراییلیان په بیت ئیل کې د عبادت ځای ته لاړل او هلته یې له خدای څخه پوښتنه وکړه: <کومه قبیله به اول په بنیامینیانو باندې حمله کوي؟>

څښتن په ځواب کې وویل: <د یهودا قبیله.>

۱۹سبا سهار وختي اسراییلیان روان شول او د جبعې ښارګوټي ته نژدې یې خېمې ودرولې. ۲۰هغوی لاړل چې د بنیامین په لښکرو باندې حمله وکړي او جبعې ته مخامخ یې د جګړې دپاره سنګرونه ونیول. ۲۱د بنیامین لښکر له ښارګوټي څخه راووت او په هغه ورځ یې د جګړې په ډګر کې دوه ویشت زره اسراییلیان ووژل. ۲۲‏-۲۳نو اسراییلیان د عبادت ځای ته لاړل او تر ماښامه پورې یې د څښتن په حضور کې وژړل. د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا مونږ بیا لاړ شو او د خپلو بنیامیني ورونو په مقابل کې وجنګېږو؟>

څښتن په ځواب کې وویل: <هو.>

نو د اسراییلو لښکرو جرأت پیدا کړ او بیا یې خپل عسکر په هماغه ځای کې چې یوه ورځ مخکې په کې وو ځای په ځای کړل. ۲۴نو اسراییلیان د دوهم ځل دپاره ووتل چې د بنیامینیانو د عسکرو په مقابل کې وجنګیږي. ۲۵په هماغه ورځ بنیامینیان د جبعې څخه راووتل او دا ځل یې اتلس زره روزل شوي اسراییلي عسکر ووژل. ۲۶بیا د اسراییلو ټول خلک بیت ئیل ته لاړل او هلته یې وژړل. هغوی د څښتن په حضور کې کښېناستل، تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله او څښتن ته یې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې. ۲۷‏-۲۸په هغو ورځو کې د لوظ صندوق په بیت ئیل کې ؤ او فینحاس چې د العازار زوی او د هارون لمسی ؤ، په هغه ځای کې کاهن ؤ. اسراییلیانو له څښتن څخه پوښتنه وکړه: <آیا مونږ بیا لاړ شو او د خپلو بنیامیني ورونو سره وجنګېږو او که نه؟>

څښتن په ځواب کې وویل: <هو، لاړ شئ. زه به سبا تاسو ته په هغوی باندې بری درکړم.>

۲۹نو اسراییلیانو د جبعې په شاوخوا کې کمین ونیوه. ۳۰په درېمه ورځ هغوی د بنیامینیانو په مقابل کې ووتل او د مخکې ځل په شان یې خپل عسکر جبعې ته مخامخ ځای په ځای کړل. ۳۱بنیامینیان د هغوی سره د مقابلې دپاره راووتل. اسراییلیان په شا لاړل او بنیامینیان د هغوی پسې شول او د ښار څخه لېرې شول. هغوی د مخکې ځل په شان د اسراییلیانو په وژلو پیل وکړ. په بانډو او په هغو لارو باندې چې بیت ئیل او جبعې ته تللې وې، دېرش تنه اسراییلیان ووژل شول. ۳۲بنیامینیانو وویل: <مونږ هغوی ته د مخکې ځل په شان ماتې ورکړه.>

مګر اسراییلیانو داسې پلان جوړ کړی ؤ چې په شا لاړ شي او هغوی د ښارګوټي څخه لارو ته وباسي. ۳۳نو کله چې د اسراییلو اصلي لښکر په شا شو او په بعل تامار کې بیا سره راغونډ شول، نو هغه اسراییلیان چې د جبعې په لوېدیځ کې په کمین کې پټ وو د خپلو ځایونو څخه په منډه راووتل. ۳۴لس زرو خاصو نفرو چې د ټولو اسراییلو څخه غوره شوي وو په جبعې باندې حمله وکړه او جګړه ډېره سخته وه. بنیامینیان نه پوهېدل چې د هغوی بربادي نژدې ده. ۳۵نو څښتن د اسراییلو سره مرسته وکړله چې بنیامینیانو ته ماتې ورکړي. په هغه ورځ اسراییلیانو پنځه ویشت زره او سل تنه ووژل. ۳۶نو بنیامینیان پوه شول چې هغوی ماتې خوړلې ده.

د اسراییلیانو د جګړې ګټل

د اسراییلیانو د لښکرو اصلي ډله د بنیامینیانو څخه بېرته په شا لاړله، ځکه چې هغوی په خپلو نفرو باندې چې د جبعې په شاوخوا کې یې کمین نیولی ؤ تکیه درلودله. ۳۷بیا هغو نفرو چې په کمین کې وو له هرې خوا څخه په جبعې باندې حمله وکړه او د هغه ښارګوټي ټول اوسېدونکي یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه. ۳۸د اسراییلو اصلي لښکر او هغه پټ شویو نفرو په خپل منځ کې یوه نښه ټاکلې وه. کله چې هغوی زیات لوګي ولیدل چې د ښارګوټي څخه پورته کیږي، ۳۹نو کوم اسراییلیان چې د ښارګوټي څخه دباندې وو هغه به راګرځي او په بنیامینیانو باندې به حمله کوي. تر دغه وخته پورې بنیامینیانو دېرش تنه اسراییلیان وژلي وو. هغوی له خپلو ځانونو سره ویل: <هو، مونږ هغوی ته د مخکې ځل په شان ماتې ورکړه.> ۴۰خو کله چې بنیامینیانو شاته وکتل او ویې لیدل چې د ښارګوټي له هر طرف څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي، ۴۱نو بیا اسراییلیان راوګرځېدل او په هغوی باندې یې حمله وکړه. بنیامینیان پوه شول چې یوه بلا ورباندې راتلونکې ده نو هغوی وارخطا شول. ۴۲هغوی د اسراییلیانو څخه په شا لاړل او د دښتې خواته په منډو شول، مګر ویې نه شو کولی چې وتښتي. هغوی د اصلي لښکر او هغو نفرو ترمنځ راګېر شول چې د ښارګوټي څخه راوتل، نو هغوی له منځه لاړل. ۴۳اسراییلیانو بنیامینیان محاصره کړل او په دوامداره توګه یې د جبعې تر ختیځه پورې تعقیب کړل او په لاره کې یې ووژل. ۴۴د بنیامینیانو اتلس زره زړور عسکر ووژل شول. ۴۵هغه نفر چې ژوندي پاتې وو هغوی په دښته کې د رمون د ګټ په لوري وتښتېدل، خو اسراییلیانو په لاره باندې د هغوی پنځه زره تنه ووژل. هغوی تر جدعوم پورې د بنیامینیانو پسې شول او دوه زره تنه یې نور هم ووژل. ۴۶په هغه ورځ د بنیامینیانو پنځه ویشت زره نفر ووژل شول. هغوی ټول زړور عسکر وو.

۴۷خو یوازې شپږ سوه تنو وکولی شول چې په دښته کې د رمون ګټ ته وتښتي او څلور میاشتې هغوی هلته پاتې شول. ۴۸اسراییلیان د پاتې بنیامینیانو پسې راوګرځېدل او هغوی ټول یې د سړیو، ښځو، ماشومانو او حیواناتو سره ووژل او په هغه سیمه کې یې ټول ښارګوټي وسوزول.