ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - دولسم فصل

د منافقت په خلاف خبرداری

(متي ۱۰: ۲۶ - ۲۷)

۱په دې وخت کې په زرګونو خلک راټول شول او دومره زیات وو چې یو بل یې تر پښو لاندې کول، نو عیسی لومړی خپلو شاګردانو ته خبرې پیل کړې: «د فریسیانو د خمیرې یعنې د هغوی د منافقت څخه ځانونه ساتئ. ۲داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې څرګند به نه شي. ۳نو هرڅه چې تاسو په تیاره کې ویلي هغه به په رڼا ورځ واورېدل شي او هرڅه چې تاسو د تړلو دروازو شاته یو بل ته په غوږ کې پټ پټ ویلي دي هغه به د بامونو څخه په لوړ اواز واورېدل شي.

د چا نه ووېرېږو

(متي ۱۰: ۲۸ - ۳۱)

۴ای زما ملګرو! زه تاسو ته وایم د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ چې بدن وژني او له هغې وروسته نور هېڅ نه شي کولای. ۵خو زه تاسو خبروم چې د چا څخه باید ووېرېږئ. له هغه چا څخه ووېرېږئ چې د وژلو څخه وروسته دا واک او اختیار لري چې تاسو په دوزخ کې واچوي. هو، زه تاسو ته وایم چې باید د هغه څخه ووېرېږئ. ۶ایا پنځه مرغۍ په دوه روپۍ نه خرڅیږي؟ خو بیاهم له دوی څخه یوه یې هم خدای نه هېروي. ۷تر دې پورې چې ستاسو د سر ویښتان هم شمېرل شوي دي. نو هېڅ مه وېرېږئ، تاسو د بې شمېره مرغیو څخه زیات ارزښت لرئ.»

د خلکو په مخکې د مسیح په هکله اقرار کول

(متي ۱۰: ۳۲ - ۳۳‏، ۱۲: ۳۲، ۱۰: ۱۹ - ۲۰)

۸عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم هرڅوک چې د خلکو په مخکې په دې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی، نو د انسان زوی به هم د خدای د فرښتو په مخکې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی. ۹خو هرڅوک چې د خلکو په مخکې زما څخه انکار وکړي، نو د انسان زوی به هم د خدای د فرښتو په مخکې د هغه څخه انکار وکړي. ۱۰هرڅوک چې د انسان د زوی په خلاف کومه خبره وکړي نو هغه به وبخښل شي، خو که څوک د روح القدس په ضد کفر ووایي هغه به ونه بخښل شي. ۱۱کله چې هغوی تاسې د محاکمې دپاره کنیسو یا والیانو یا واکمنانو ته راولي، نو په دې هکله اندېښنه مه کوئ چې د خپل ځان څخه به څنګه دفاع کوئ یا څه به وایئ. ۱۲ځکه چې په هماغه ساعت به روح القدس تاسو ته وښایي چې څه باید ووایئ.»

د یو کم عقل شتمن مثال

۱۳د ګڼې ګوڼې له منځ څخه یو سړي عیسی ته وویل: «استاذه! زما ورور ته ووایه چې زمونږ د پلار میراث زما سره ووېشي.» ۱۴عیسی هغه ته ځواب ورکړ: «ای وروره! زه چا ستاسو ترمنځ قاضي ټاکلی یم چې ستاسو میراث ووېشم؟» ۱۵بیا یې خلکو ته وویل: «پام کوئ او خپل ځانونه د هر ډول حرص څخه وساتئ، ځکه چې د انسان ژوند په دې نه جوړیږي چې هغه دې ډېره شتمني ولري.»

۱۶بیا عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: «یو شتمن سړی ؤ چې ځمکه یې لرله او هغې ځمکې ښه حاصل ورکړ. ۱۷هغه د خپل ځان سره فکر وکړ او ویې ویل: ‹څه وکړم؟ ما سره دومره ځای نشته چې خپلې غلې دانې په کې وساتم.› ۱۸بیا هغه وویل: ‹اوس پوه شوم چې څه وکړم. زه به خپل ګودامونه وران کړم او د هغو نه به لوی لوی ګودامونه جوړ کړم او خپلې غلې دانې او نور شیان به په کې ذخیره کړم. ۱۹بیا به خپل ځان ته ووایم: ای بختور انسانه! تا ډېر زیات ښه ښه شیان راټول کړي دي چې د ډېرو کلونو دپاره دې بس دي. اوس ارام ژوند تېروه، خوره، څښه او خوشحاله ګرځه.› ۲۰خو خدای هغه ته وویل: ‹ای کم عقله! همدا نن شپه به دې ساه ووځي، نو دا ټول شیان چې تا د خپل ځان دپاره ساتلي دي هغه به د چا شي؟› ۲۱داسې به د هغو خلکو سره کیږي چې د ځانونو دپاره شتمني راټولوي، خو د خدای په نظر کې به غریب وي.»

په خدای توکل کول

(متي ۶‏: ۲۵ - ۳۴)

۲۲بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «نو تاسو ته وایم چې د خپل ژوند په هکله دا اندېښنه مه کوئ چې څه شی به خورئ او هم د خپل بدن په خاطر چې څه به اغوندئ، ۲۳ځکه چې ژوند د خوړو څخه او بدن د کالیو څخه ډېر ارزښتناک دی. ۲۴کارغانو ته وګورئ. هغوی نه څه کري او نه څه رېبي، نه د ساتلو دپاره ځایونه لري او نه ګودامونه، خو خدای ورته روزي رسوي. تاسو د مرغانو څخه ډېر زیات ارزښت لرئ. ۲۵ایا په تاسو کې څوک کولای شي چې په اندېښنو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟ ۲۶که چېرې تاسو داسې یو کوچنی کار نه شئ کولای، نو بیا ولې د نورو شیانو په هکله اندېښنه کوئ؟ ۲۷ځنګلي ګلانو ته وګورئ چې څنګه لوییږي. هغوی نه کار کوي او نه د ځانونو دپاره کالي جوړوي. خو تاسو ته وایم چې حتی سلیمان پاچا هم د خپل ټول شان او شوکت سره د دې ګلانو په شان ښکلی او سینګار شوی نه ؤ. ۲۸که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا ته په تنور کې سوځول کیږي داسې ښکلا ورکوي، نو هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟ ستاسو ایمان ولې دومره کمزوری دی؟ ۲۹نو اندېښنه مه کوئ چې تاسو به څه خورئ او څه به څښئ. ۳۰ځکه چې د دې نړۍ خلک د دې شیانو په هکله اندېښنه کوي. خو ستاسو اسماني پلار پوهیږي چې تاسو دې شیانو ته اړتیا لرئ. ۳۱د دې په ځای تاسو خپلو ځانونو ته د خدای پاچاهي وغواړئ، نو هغه به تاسو ته دا شیان هم درکړي.

اسماني شتمني

(متي ۶: ۱۹ - ۲۱)

۳۲ای د شاګردانو کوچنۍ ډلې! مه وېرېږئ، ځکه چې ستاسو د اسماني پلار دا خوښه ده چې تاسو ته پاچاهي درکړي. ۳۳هرڅه چې لرئ هغه خرڅ کړئ او پیسې یې غریبانو ته ورکړئ. د خپلو ځانونو دپاره د پیسو داسې کڅوړې تیارې کړئ چې هېڅکله نه زړیږي یعنې په اسمان کې داسې خزانې جوړې کړئ چې هېڅکله نه کمیږي، ځکه چې هېڅ یو غل ورته نژدې کېدای نه شي او نه یې چینجي خوړلی شي. ۳۴ځکه په هرځای کې چې ستاسو خزانه وي، نو ستاسو زړونه به هم هلته وي.

بېداره نوکران

۳۵خپلې ملاګانې وتړئ، د کار دپاره تیار اوسئ او څراغونه مو بل وساتئ. ۳۶د هغو نوکرانو په شان اوسئ چې خپل بادار ته د واده د مېلمستیا څخه د بېرته راتللو په انتظار وي. کله چې هغه راشي او دروازه وټکوي، نو سمدلاسه یې ورته خلاصه کړي. ۳۷بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار راشي او وویني چې هغوی بېداره ناست دي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بادار به خپله ملا وتړي، هغوی به دسترخوان ته کښېنوي او رابه شي او د هغوی خدمت به وکړي. ۳۸بختور دي هغه نوکران چې کله یې بادار په نیمه شپه یا حتی سهار وختي راشي او وویني چې هغوی بېداره ناست دي. ۳۹خو تاسو باید په دې پوه شئ چې که چېرې د کور خاوند پوهېدلی چې غل به څه وخت راځي، نو نه به یې پرېښوده چې د هغه کور ته ورننوځي. ۴۰نو تاسو هم باید تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به په داسې وخت کې راشي چې تاسو به یې د راتللو انتظار هم نه لرئ.»

وفادار او بې وفا نوکر

(متي ۲۴: ۴۵ - ۵۱)

۴۱پطروس وویل: «ای استاذه! ایا دا مثال یوازې زمونږ دپاره دی او که د ټولو دپاره؟» ۴۲عیسی ځواب ورکړ: «نو هغه وفادار او هوښیار نوکر څوک دی چې بادار یې د خپلو نوکرانو په سر وټاکي، ترڅو په خپل وخت هغوی ته خپله برخه خواړه ورکړي؟ ۴۳بختور دی هغه نوکر چې بادار یې راشي او هغه په خپل کار کې بوخت وویني. ۴۴په رښتیا سره زه وایم چې بادار به د خپل ټول مال او جایداد مسوولیت هغه ته وسپاري. ۴۵خو که هغه نوکر د خپل ځان سره ووایي چې بادار به مې دومره زر رانه شي او د نورو ټولو نوکرانو په وهلو ټکولو پیل وکړي، وخوري، وڅښي او نشې وکړي، ۴۶نو بادار به یې په داسې ورځ راشي چې هغه به یې انتظار هم نه لري او په داسې وخت کې به راشي چې هغه به خبر هم نه وي. نو بادار به هغه ته سخته سزا ورکړي او هغه به په بې ایمانانو کې وشمېرل شي. ۴۷هغه نوکر چې په دې پوهیږي چې خپل بادار یې ترې څه غواړي، خو بیاهم تیار نه دی چې هغه کار وکړي، نو هغه به سخت ووهل شي. ۴۸خو هغه نوکر چې په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه غواړي او کوم غلط کار وکړي چې د سزا وړ وي، نو لږ به ووهل شي. چاته چې ډېر ورکړل شي، نو ډېر به ورڅخه غوښتل کیږي. څومره ډېر چې چاته سپارل کیږي هماغومره ډېر ورڅخه غوښتل کیږي.»

د عیسی په سبب بېلتون

(متي ۱۰: ۳۴ - ۳۶)

۴۹عیسی زیاته کړه: «زه د دې دپاره راغلی یم چې په ځمکه اور ولګوم او کاشکې دا اور لا پخوا لګېدلی وای. ۵۰زه به د یو سخت تعمید څخه تېرېږم او ترڅو پورې چې هغه تر سره شوی نه وي، زما زړه به څومره ناارامه وي. ۵۱ایا تاسو ګومان کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم؟ نه، د سولې دپاره نه بلکې د بې اتفاقۍ اچولو دپاره راغلی یم. ۵۲ځکه له دې وروسته چې پنځه تنه په یو کور کې وي سره بېل به شي، درې تنه به د دوه تنو او دوه تنه به د درې تنو په خلاف شي. ۵۳پلار به د زوی په خلاف شي او زوی به د پلار په خلاف، مور به د لور او لور به د مور په خلاف، خواښې به د انږور او انږور به د خواښې په خلاف شي.»

د وخت پېژندل

(متي ۱۶‏: ۲‏ - ۳)

۵۴همدارنګه عیسی خلکو ته وویل: «کله چې تاسو ووینئ چې ورېځې د لمر پرېواته له خوا راپورته کیږي، نو سمدلاسه وایئ چې باران به وشي او همداسې کیږي. ۵۵کله چې باد د جنوب له خوا ولګیږي، نو تاسو وایئ چې سخته ګرمي به شي او همداسې کیږي. ۵۶ای منافقانو! تاسو کولای شئ چې ځمکې او اسمان ته په کتلو سره د هوا د حالت پېشګويي وکړئ، نو بیا څنګه اوسنۍ زمانه نه شئ پېژندلی؟

د خپل مدعي سره روغه جوړه کول

(متي ۵: ۲۵ - ۲۶)

۵۷تاسو خپله ولې دا پرېکړه نه شئ کولای چې کومه لاره سمه ده؟ ۵۸کله چې له خپل مدعي سره قاضي ته ځئ، نو په لاره کې کوښښ وکړئ چې د هغه سره روغه وکړئ. که نه، نو هغه به مو قاضي ته راکاږي او قاضي به تاسو پولیس ته وسپاري او په زندان کې به واچول شئ. ۵۹زه تاسو ته وایم چې تر هغې پورې به له زندان څخه راخلاص نه شئ چې ترڅو پورې مو د خپل پور یوه یوه پیسه نه وي ورکړې.»