ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - شلم فصل

د شبع یاغیتوب

۱داسې وشول چې په جلجال کې یو لوچک سړی ؤ چې شبع نومېده او د بنیامیني بکري زوی ؤ. هغه سرنی وغږاوه او چیغې یې ووهلې:

<مونږه په داود کې برخه نه لرو

نه لرو میراث زوی د یسي کې مونږ

ای اسراییلیانو لاړ شئ خپل کور ته>

۲نو ټولو اسراییلیانو داود پرېښود او د شبع پسې لاړل، مګر د یهودا خلک د داود سره پاتې شول او د اردن د سیند څخه تر اورشلیم پورې د هغه پسې روان وو.

۳کله چې داود پادشاه خپلې ماڼۍ یعنې اورشلیم ته ورسېد، هغه لس وینځې چې د ماڼۍ د ساتنې دپاره یې پریښې وې، هغوی یې په یو کور کې تر څارنې لاندې وساتلې. د هغوی اړتیاوې به یې پوره کولې، مګر د هغوی سره یوځای نه شو. هغوی د مرګ تر ورځې پورې بندیانې وې او لکه د کونډو په شان اوسېدلې.

۴پادشاه عماسا ته حکم وکړ: <د یهودا سړي راوغواړه چې په دریو ورځو کې ماته راشي او ته خپله هم د هغوی سره حاضر شه.> ۵نو عماسا لاړ چې د یهودا سړي راټول کړي، مګر عماسا په هغه وخت چې پادشاه ورته ټاکلی ؤ حاضر نه شو. ۶نو پادشاه ابیشای ته وویل: <شبع به مونږ ته د ابشالوم څخه زیات زیان ورسوي. زما نفر واخله او ورپسې لاړ شه، داسې نه شي چې هغه ځینې د قوي دېوالونو ښارونه ونیسي او زمونږ څخه وتښتي.> ۷نو د یوآب سړي، کریتیان او فلیتیان چې د پادشاه ساتونکی ګارډ ؤ او ټول زړور جنګیالي د ابیشای تر امر لاندې ووتل. هغوی د اورشلیم څخه د شبع د تعقیبولو دپاره روان شول. ۸کله چې هغوی په جبعون کې لوی ګټ ته ورسېدل، عماسا د دوی سره مخامخ شو. یوآب خپل پوځي کالي اغوستي وو او د کالیو دپاسه یې د هغې تورې تسمه چې په غلاف کې وه تر ملا تړلې وه. څنګه چې هغه مخکې ورغی توره د غلاف څخه ووتله او ولوېدله. ۹یوآب عماسا ته وویل: <ای وروره، ته څنګه یې؟> بیا یوآب په ښي لاس د عماسا ږیره ونیوله چې ښکل یې کړي. ۱۰خو عماسا هغې تورې ته پام ونه کړ چې یوآب په بل لاس کې نیولې وه. یوآب توره د ده په ګېډه ومنډله او د هغه کلمې په ځمکه باندې توی شوې او عماسا د دې لومړي ګوزار سره ژوند له لاسه ورکړ.

بیا یوآب او د هغه ورور ابیشای د شبع پسې روان شول. ۱۱د یوآب د نفرو څخه یو تن د عماسا په څنګ کې ودرېد او غږ یې وکړ: <هرڅوک چې د یوآب او داود پلویان دي هغوی دې د یوآب پسې روان شي!> ۱۲عماسا په وینو کې رغړېده او د لارې په منځ کې پروت ؤ. د یوآب یو نفر ولیدل چې هرڅوک چې به عماسا ته رسېده نو هلته به ودرېد. نو هغه یې د لارې څخه پټي ته راوړ او پرده یې ورباندې واچوله. ۱۳وروسته له دې چې عماسا د لارې څخه لېرې کړای شو ټول نفر د یوآب سره روان شول چې شبع تعقیب کړي.

۱۴شبع د اسراییلو د ټولو قبیلو د سیمو څخه تېر شو او د آبل بیت معکې ښار ته راغی. د بکریانو د خېل ټول غړي سره راټول شول او د هغه سره ښار ته ننوتل. ۱۵یوآب د خپلو ټولو لښکرو سره راغی او شبع یې په آبل بیت معکه کې کلابند کړ. هغوی د بهرني دېوال په مقابل کې د خاورو موړې جوړې کړې او همدارنګه د دې دپاره چې هغوی دېوال راوغورزوي د دېوال لاندینۍ برخه یې وکیندله. ۱۶په هغه ښار کې یوه هوښیاره ښځه وه چې د دېوال څخه یې غږ وکړ: <واورئ! واورئ! یوآب ته ووایئ چې دلته راشي، زه غواړم چې هغه ته یوه خبره وکړم.> ۱۷یوآب ورغی او هغې ورڅخه پوښتنه وکړه: <آیا یوآب تاسو یئ؟>

هغه ځواب ورکړ: <هو، زه یم.>

هغې وویل: <باداره! زما خبره واورئ.>

هغه ځواب ورکړ: <زه یې اورم.>

۱۸هغې وویل: <په پخوا زمانه کې به یې داسې ویل: لاړ شه او خپل ځواب د آبل په ښار کې تر لاسه کړه او موضوع به حل کېده. ۱۹زمونږ ښار په اسراییلو کې یو ډېر سوله ایز ښار دی او خلک یې وفادار دي. تاسو ولې د دې کوښښ کوئ چې داسې ښار له منځه یوسئ چې په اسراییلو کې د مور په شان دی؟ آیا تاسو غواړئ هغه څه چې د څښتن دي هغه وران کړئ؟>

۲۰یوآب ځواب ورکړ: <هیڅکله نه! زه به هیڅکله ستاسو ښار وران نه کړم او نه به یې له منځه یوسم! ۲۱دا زمونږ پلان نه دی. یو سړی چې شبع نومیږي او د بکري زوی دی او د افرایم د غرنۍ سیمې څخه دی د داود پادشاه په مقابل کې یاغي شوی دی. یوازې همدا یو سړی راوسپارئ، نو زه به ښار پرېږدم.>

هغې وویل: <ډېر ښه، مونږ به د هغه سر د دېوال څخه تاسو ته درګوزار کړو.> ۲۲بیا هغه ښځه د خپلې حکیمانه مشورې سره د ښار خلکو ته ورغله او هغوی د شبع سر پرې کړ او هغه یې یوآب ته وروغورزاوه. نو یوآب سرنی وغږاوه چې د هغه نفر ښار پرېږدي. هر یو خپل کور ته ستون شو، یوآب هم بېرته اورشلیم ته ستون شو او پادشاه ته ورغی.

د داود ماموران

۲۳یوآب د اسراییلو د ټولو لښکرو قوماندان ؤ او د یهویاداع زوی بنایاه د داود د ساتونکو ګارډ، یعنې د کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ. ۲۴ادورام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ او یهوشافاط د اخیلود زوی د اطلاعاتو منشي ؤ. ۲۵شیوا د دربار منشي ؤ، صادوق او ابیاتار کاهنان وو ۲۶او یائیري عیرا هم د داود کاهن ؤ.