يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - ديارلسم باب

۱ګوره، زما سترګو دا هر څۀ ليدلى دى، او زما غوږُونو دا اورېدلى دى او پوهه شوے يم. ۲چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم. ۳خو زۀ به د قادر خُدائ سره خبره وکړم، او زۀ غواړم چې هغۀ ته خپل ځان بې‌ګناه ثابت کړم. ۴د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ. ۵مړه کۀ تاسو خولې بندې کړئ، نو دا به ستاسو عقلمندى وى. ۶اوس تاسو زما بحث واورئ، او زما زارۍ واورئ. ۷تاسو هغه څۀ وايئ څۀ چې خُدائ پاک نۀ دى وئيلى، او تاسو د هغۀ د خاطره د دوکې خبرې کوئ څۀ؟ ۸تاسو به د هغۀ طرفدارى کوئ څۀ، تاسو به د خُدائ پاک صفائى کوئ څۀ؟ ۹دا به ستاسو دپاره ښۀ وى څۀ چې هغه ستاسو آزمېښت وکړى؟ يا تاسو هغه داسې دوکه کولے شئ، لکه چې تاسو نور کسان دوکه کوئ؟ ۱۰هغه به بې‌شکه تاسو ورَټى کۀ تاسو په پټه طرفدارى وکړئ. ۱۱د هغۀ د شان نه به تاسو يرېږئ نه څۀ، او د هغۀ يره به په تاسو باندې غالبه نۀ شى؟ ۱۲ستاسو قيصې او متلونه د ايرو په شان بې‌کاره دى، او ستاسو خبرې د خټې د لوښو په شان کچه دى. ۱۳تاسو غلى شئ او ما له د خبرو کولو موقع راکړئ، نو چې څۀ کيږى هغه دې په ما وشى. ۱۴زۀ به خپل ژوند په خطره کښې واچوم، او د خپل زړۀ خبره به وکړم. ۱۵کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم. ۱۶او داسې به زۀ بچ شم ځکه چې زۀ څۀ کافر خو نۀ يم کۀ زۀ وم نو بيا به زۀ د هغۀ په مخکښې نۀ شوم ودرېدے. ۱۷زما خبره په غور سره واورئ، او تاسو ما ته غوږ ونيسئ. ۱۸ګورئ، ما د خپلې خبرې تيارے کړے دے، ما ته پته ده چې زۀ به بې‌ګناه ثابت شم. ۱۹څوک ما سره په دې باندې بحث کولے شى؟ کۀ څوک ما غلط ثابت کړى نو زۀ به خاموش شم او مړ به شم.

د حضرت ايُوب خفګان

۲۰اے خُدايه، ما له صِرف دوه څيزونه راکړه، نو بيا به زۀ خپل ځان ستا نه نۀ پټوم. ۲۱خپله سزا زما نه لرې کړه، او په خپله يره باندې ما مۀ يروه. ۲۲بيا ما ته آواز وکړه او زۀ به جواب درکړم، يا ما له اجازت راکړه چې خبرې وکړم او تۀ ما له د هغې جواب راکړه. ۲۳زما غلطيانې او زما ګناهونه څومره دى؟ ما ته زما بغاوت او زما ګناه وښايه. ۲۴تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟ ۲۵زۀ خو هيڅ هم نۀ يم، نو تۀ ما ولې يروې؟ زۀ خو داسې يم لکه چې په هوا کښې پاڼې خوَزى دوړې الوځى. ۲۶ځکه چې تۀ زما خِلاف ترخې خبرې ليکې، او تۀ ما له د ځوانۍ د ګناه سزا راکوې. ۲۷تۀ زما پښې په زولنو کښې تړې، او تۀ زما په ټول چال چلن نظر ساتې، او زما د پښو چاپونه هم معلوموې. ۲۸زۀ د سخا څيزونو په شان خراب شوے يم، د هغه جامو په شان چې چينجو خوړلې وى.