ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - یوویشتم فصل

نامعلومه قتل

۱فرض کړئ د هغه هېواد په یوه بانډه کې چې خپل څښتن خدای یې تاسو ته درکوي یو قتل شوی نفر موندل کیږي او تاسو نه پوهېږئ چې هغه چا وژلی دی. ۲ستاسو مشران او قاضیان دې لاړ شي او له هغه ځای څخه چې مړی په کې موندل شوی دی تر شاوخوا ښارونو پورې دې فاصله اندازه کړي. ۳بیا د هغه ښار مشران چې هغه ځای ته ترټولو نژدې وي چېرته چې مړی موندل شوی وي، یوه داسې خوسۍ انتخاب کړي چې هیڅ کار ورڅخه اخیستل شوی نه وي او جغ ورباندې نه وي ایښودل شوی. ۴هغوی دې دا خوسۍ یوې داسې ویالې ته نژدې یو ځای ته کوزه کړي چې هیڅ نه وچیږي او چېرته چې ځمکه هیڅکله قلبه شوې نه وي او څه په کې کرل شوي نه وي او هلته دې هغوی د هغې اورمېږ مات کړي. ۵لاوي کاهنان دې هم هلته لاړ شي ځکه چې هغوی د هرې قانوني دعوې پرېکړه کوي چې ظلم او زیاتی په کې وي. ستاسو څښتن خدای هغوی د عبادت ځای د خاص خدمت دپاره او د دې دپاره انتخاب کړي دي چې د هغه په نوم برکت ورکړي. ۶بیا به د هغه ښار ټول مشران چې هغه ځای ته ترټولو نژدې وي چېرته چې مړی موندل شوی وي، خپل لاسونه د مړې خوسۍ دپاسه ومینځي ۷او داسې اعلان دې وکړي: مونږ دا نفر په قتل نه دی رسولی او په دې نه پوهېږو چې چا دا قتل کړی دی. ۸څښتنه، خپل قوم اسراییل چې تا د مصر څخه ازاد کړی دی وبخښه. مونږ وبخښه او د یو بې ګناه نفر د قتل مسئولیت زمونږ په غاړه مه اچوه. ۹نو تاسو به خپل ځانونه د بې ګناه وینې د تویولو د جرم څخه پاک کړئ ځکه چې تاسو داسې کار وکړ چې د څښتن په نظر کې صحیح دی.

د یوې اسیرې نجلۍ سره واده کول

۱۰کله چې تاسو ته خپل څښتن خدای په جګړه کې بری درکړي او تاسو خلک اسیران کړئ، ۱۱نو کېدای شي چې د هغوی په منځ کې یوه داسې ښایسته نجلۍ ووینئ چې ستاسو خوښیږي او غواړئ چې واده ورسره وکړئ. ۱۲هغه خپل کور ته راولئ. هلته به هغه خپل سر وخرایي، خپل نوکان به پرې کړي ۱۳او خپل د اسیرتوب کالي به وباسي. هغه دې یوه میاشت ستاسو په کور کې پاتې شي او د خپل مور او پلار دپاره دې وژاړي. له هغې څخه وروسته تاسو کولی شئ چې واده ورسره وکړئ. ۱۴وروسته که چېرې تاسو د هغې سره خوشاله نه وئ، نو طلاق ورته ورکړئ او هغه پرېږدئ چې هر چېرته چې غواړي لاړه شي. هغه د یوې غلامې په توګه نه شئ خرڅولی او نه یې خپله غلامه کولی شئ ځکه چې تاسو د هغې سره یوځای شوي یئ.

د مشر زوی حقونه

۱۵فرض کړئ یو سړی دوه ښځې لري چې یوه ورباندې ګرانه وي او بله ورباندې ګرانه نه وي او هغوی دواړه هغه ته زامن وزېږوي، مګر مشر زوی یې د هغې ښځې اولاد وي چې د هغه خوښه نه ده. ۱۶کله چې هغه سړی پرېکړه کوي چې څنګه به هغه د خپلو زامنو ترمنځ خپل جایداد ووېشي، نو هغه دې د مشر زوی د برخې په ورکولو سره د خپلې هغې ښځې د زوی طرفداري نه کوي چې هغه یې خوښه ده. ۱۷هغه دې د خپل مال څخه مشر زوی ته دوه چنده برخه ورکړي، که څه هم هغه د هغې ښځې زوی نه دی چې د هغه خوښه ده. یو سړی باید خپل مشر زوی قبول کړي او هغه برخه ورته ورکړي چې هغه یې په قانوني توګه مستحق دی.

یو سرکش زوی

۱۸فرض کړئ یو سړی یو سرزوری او سرکش زوی لري، سره له دې چې مور او پلار ورته سزا هم ورکوي خو د هغوی اطاعت نه کوي. ۱۹د هغه مور او پلار دې هغه د ښار دروازې ته چېرته چې د ښار مشران غونډه کوي ورولي. ۲۰هغوی دې مشرانو ته داسې ووایي: زمونږ زوی سرزوری او سرکش دی او زمونږ اطاعت نه کوي، هغه پیسې بې ځایه مصرفوي او شرابي دی. ۲۱بیا دې د ښار خلک هغه سنګسار کړي چې مړ شي او په دې ډول به تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ. په اسراییلو کې به ټول خلک د دې پېښې څخه خبر شي او وبه وېریږي.

د یوه مجرم مړی

۲۲که چېرې یو نفر د یو جرم له کبله وژل شوی وي او د هغه مړی په یوه ونه کې ځوړند وي، ۲۳دا مړی باید ټوله شپه هلته پاتې نه شي. هغه باید په هماغه ورځ ښخ شي ځکه چې یو داسې مړی چې په ونه کې ځوړند وي په وطن باندې د خدای پاک لعنت راولي. نو هغه مړی ښخ کړئ ترڅو تاسو هغه وطن ناپاکه نه کړئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي.