ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - شلم فصل

یوناتان د داود سره مرسته کوي چې وتښتي

۱وروسته داود د نایوت څخه چې په رامه کې ؤ وتښتېد، یوناتان ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ما څه کړي دي؟ زما جرم څه دی؟ ما څه ګناه کړې ده چې ستا پلار زما د وژلو هڅه کوي؟>

۲یوناتان ځواب ورکړ: <خدای دې نه کوي! ته به هیڅ کله ونه وژل شې! ګوره، زما پلار چې هرڅه کوي که هغه مهم وي یا نه، ماته یې وایي، نو ولې به هغه زما څخه دا خبره پټه کړي؟ دا رښتیا نه ده!>

۳مګر داود قسم وخوړ او ویې ویل: <ستا پلار په دې ښه پوهیږي چې زه په تا باندې ګران یم. هغه داسې پرېکړه کړې ده هغه پلان چې زما په اړه یې لري ته باید ورڅخه خبر نه شې، ځکه چې ته به خواشینی شې. زه د ژوندي څښتن په نوم او ستا په ژوندون قسم خورم چې زما او مرګ ترمنځ یوازې یو قدم فاصله پاتې ده.>

۴یوناتان وویل: <هرڅه چې ته غواړې زه به یې ستا دپاره وکړم.>

۵نو داود وویل: <ګوره، سبا د نوې میاشتې اختر دی او زه باید د پادشاه سره ډوډۍ وخورم، مګر اجازه راکړه چې لاړ شم او د دریمې ورځې تر ماښامه پورې په پټیو کې خپل ځان پټ کړم. ۶که چېرې ستا پلار زه یاد کړم ورته ووایه چې داود زما څخه ډېره هیله وکړه چې په بیړه خپل ښار بیت لحم ته لاړ شي. هلته د هغه د ټول خېل دپاره د کلنۍ قربانۍ کولو وخت دی. ۷که چېرې هغه ووایي: ډېره ښه ده نو زما خیر به په کې وي، خو که چېرې هغه ډېر په قهر شو نو ته به پوه شې چې هغه نیت لري چې ماته زیان ورسوي. ۸زما سره احسان وکړه او په هغه تړون باندې چې د څښتن په نوم دې زما سره کړی ؤ ودرېږه، مګر که چېرې زه ګناهکار یم نو ته مې په خپله ووژنه! خپل پلار ته دې ولې ما ورولې چې ووژل شم؟>

۹یوناتان وویل: <داسې فکر مه کوه! که چېرې زه پوه شوی وای چې زما پلار نیت لري چې تاته زیان درورسوي آیا تاته به مې خبر نه وای درکړی؟>

۱۰داود پوښتنه وکړه: <که چېرې ستا پلار تاته سخت ځواب درکړي څوک به ماته خبر راکړي؟>

۱۱یوناتان ځواب ورکړ: <راځه چې پټیو ته لاړ شو>، نو هغوی یوځای هلته لاړل. ۱۲بیا یوناتان داود ته وویل: <زه د څښتن، د اسراییلو د خدای په حضور کې تاته وعده درکوم، سبا نه بل سبا تر همدې وخته پورې به زه د خپل پلار نیت معلوم کړم. که چېرې د هغه رویه ستا په هکله ښه وه، زه به تاته خبر درولېږم. ۱۳که چېرې هغه تاته د زیان رسولو اراده لري نو څښتن دې ماته سخته جزا راکړي که تاته مې په دې هکله خبر درنه کړ او ته مې په سلامتۍ سره لېرې ونه لېږلې. څښتن دې ستا سره وي لکه څنګه چې زما د پلار سره ؤ. ۱۴‏-۱۵ستا دې په یاد وي، وروسته له دې چې څښتن ستا ټول دښمنان د ځمکې له مخ څخه ورک کړل، د څښتن په شان دوستي او مهرباني نه یوازې ماته بلکه له ما نه وروسته زما اولادې ته هم ښکاره کړې.> ۱۶نو یوناتان د داود د کورنۍ سره تړون وکړ، ویې ویل: <که چېرې دا تړون مات شي، څښتن دې هغو خلکو ته سزا ورکړي چې دا تړون یې مات کړی دی.>

۱۷یوناتان یو ځل بیا داود مجبور کړ چې خپل قسم تائید کړي چې د هغه سره مینه لري. ځکه چې په یوناتان باندې داود دومره ګران ؤ لکه څنګه چې خپل ځان ورباندې ګران ؤ. ۱۸هغه وخت یوناتان هغه ته وویل: <څرنګه چې سبا د نوې میاشتې اختر دی، نو خلک به خبر شي، ځکه چې ستا ځای به په دسترخوان کې خالي وي. ۱۹سبا نه بل سبا ماښام هغه ځای ته ژر لاړ شه چېرته چې ته مخکې پټ شوی وې او هلته د تیږو د ډېرۍ تر شا انتظار کوه. ۲۰زه به درې غشي د هغې په څنګ کې دروولم چې داسې ګمان وشي چې زه یوه نښه ولم. ۲۱بیا به زه یو هلک ولېږم او ورته به ووایم: لاړ شه او غشي راپیدا کړه. که هغه ته مې وویل چې ګوره، غشي تاته نه دي رسېدلي، ورشه هغه دلته راوړه، زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې تاته به خطر نه وي. ۲۲مګر که زه هغه ته داسې ووایم چې غشي ستا څخه تېر شوي دي، نو دا به دا معنیٰ ولري چې څښتن غواړي چې تا لېرې ولېږي، نو ته باید لاړ شې. ۲۳هغه تړون چې زما او ستا ترمنځ شوی دی یاد ساته. څښتن به تر ابده پورې زما او ستا ترمنځ شاهد وي.>

۲۴نو داود په پټیو کې پټ شو. کله چې د نوې میاشتې اختر راورسېد، پادشاه د ډوډۍ خوړلو دپاره راغی ۲۵او هغه د خپل عادت له مخې د دېوال سره په خپل ځای کې کښېناست. یوناتان مخامخ او ابنیر د شائول تر څنګ ناست وو، مګر د داود ځای خالي ؤ. ۲۶خو شائول په هغه ورځ هیڅ ونه ویل، ځکه هغه فکر کاوه: <داود ته خامخا څه پېښ شوي دي چې هغه یې د دود له مخې ناپاک کړی دی. په یقین سره هغه ناپاک دی.> ۲۷مګر په راتلونکې ورځ چې د میاشتې دوهمه ورځ وه، د داود ځای بیا خالي ؤ. نو شائول د خپل زوی یوناتان څخه پوښتنه وکړه: <د یسي زوی ولې نه پرون ډوډۍ ته راغی او نه نن؟>

۲۸یوناتان په ځواب کې وویل: <هغه زما څخه هیله وکړه چې اجازه ورته ورکړم چې بیت لحم ته لاړ شي. ۲۹داود وویل: ماته اجازه راکړه چې لاړ شم، ځکه چې زمونږ کورنۍ په ښار کې قرباني کوي او زما ورور ماته حکم کړی دی چې هلته واوسم. که ته زما څخه خوشاله یې، ما پرېږده چې لاړ شم ترڅو خپل خپلوان ووینم. نو ځکه هغه د پادشاه دسترخوان ته نه دی راغلی.>

۳۰شائول په یوناتان باندې ډېر په قهر شو او هغه ته یې وویل: <ته زما زوی نه یې، ته خاین یې! زه پوهېږم چې ستا دا خوښه ده چې د یسي زوی ته وفادار واوسې. وشرمېږه! او ستا مور دې هم وشرمیږي چې ته یې زېږولی یې. ۳۱آیا په دې نه پوهېږې تر هغه چې د یسي زوی ژوندی وي، ته به هیڅکله د دې ملک پادشاه نه شې؟ نو اوس څوک ولېږه او هغه دلته راوله، ځکه چې هغه باید ووژل شي!>

۳۲یوناتان پوښتنه وکړه: <هغه ولې ووژل شي؟ هغه څه ګناه کړې ده؟> ۳۳په دې وخت کې شائول خپله نېزه په یوناتان پسې ګوزاره کړه چې هغه ووژني او یوناتان پوه شو چې په رښتیا د ده پلار پرېکړه کړې ده چې داود ووژني. ۳۴یوناتان په ډېر قهر د دسترخوان څخه پاڅېد او د میاشتې په دوهمه ورځ یې ډوډۍ ونه خوړله، ځکه چې هغه په دې باندې غمجن شو چې د ده پلار داود سپک کړ. ۳۵لکه څنګه چې دوی یو د بله سره موافقه کړې وه، د بلې ورځې په سهار یوناتان پټیو ته لاړ چې د داود سره وګوري. یوناتان یو ځوان هلک د ځان سره یووړ ۳۶او هغه ته یې وویل: <منډه کړه او هغه غشي چې زه یې ولم راپیدا کړه.> هلک منډه کړه او یوناتان یو غشی وویشت چې د هلک څخه تېر شو. ۳۷کله چې هلک هغه ځای ته ورغی چې غشی په کې لوېدلی ؤ، یوناتان په هلک باندې غږ وکړ: <آیا غشی ستا څخه تېر شوی نه دی؟> ۳۸بیا یوناتان د هغه هلک پسې چیغې کړې: <بیړه وکړه! ژر لاړ شه! مه ودرېږه!> هلک غشی راپورته کړ او خپل بادار ته راستون شو. ۳۹هلک پوه نه شو چې دا څه معنیٰ لري. یوازې یوناتان او داود پوهېدل. ۴۰نو یوناتان خپلې وسلې هغه هلک ته ورکړې او ورته ویې ویل: <لاړ شه او دا ښار ته یوسه.>

۴۱وروسته له هغې چې هلک لاړ، داود د تیږو د ډېرۍ له شا راپاڅېده، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او درې ځله د درناوي په خاطر یوناتان ته ټیټ شو. کله چې هغوی یو بل ښکلول نو هغوی دواړو ژړل، د داود خفګان د یوناتان نه هم زیات وو. ۴۲یوناتان داود ته وویل: <په خیر لاړ شه، ځکه چې مونږ یو د بله سره د څښتن په نوم د دوستۍ قسم خوړلی دی او ویلي مو دي چې څښتن دې تر ابده پورې زما او ستا ترمنځ او زما د اولادې او ستا د اولادې ترمنځ شاهد وي.> له هغې وروسته داود لاړ او یوناتان بېرته ښار ته ستون شو.