ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څلور پنځوسم زبور

له دښمن څخه د ساتنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور، وروسته د هغې چې د زیف اوسېدونکي سړي شاوول ته ورغلل او هغه ته یې وویل چې داود زمونږ په سیمه کې پټ دی)

۱ته په خپل واک باندې ما خلاص کړه خدایه

وکړه قضاوت د عدالت په خپل قوت زما

۲خدایه زما دعا قبوله کړه ته

زما خبرو ته ته غوږ ونیسه!

۳پردي خلک کړي په ما باندې حمله

ظالمان کوي کوښښ چې ومې وژني

هغه دي چې نه لري پروا د خدای

۴خو خدای زما دی مددګار

څښتن ساتونکی دی زما د ژوند

۵خدای دې راوګرځوي خپل بد عملونه په دښمن زما

ای خدایه زما د حفاظت وعده په ځای کړه او ته ختم یې کړه

۶د رضاکاره نذرانې سره به تاته قرباني کومه ای څښتنه

زه به شکر ستا کومه ځکه ته یې مهربانه

۷زه دې د ټولو تکلیفونو نه خلاص کړی یمه

په خپلو سترګو د دښمن ماتې لیدلې ده ما