ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

سلم زبور

د ثنا او صفت سندره

(د شکر ادا کولو زبور)

۱ای ټولې نړۍ، څښتن ته ووهئ د خوشحالۍ چیغې

۲وکړئ عبادت د څښتن خدای په خوشحالۍ سره

په سندرو د خوښۍ د هغه حضور ته راشئ

۳ومنئ دا چې څښتن خدای دی

مونږ یو خلق کړي هغه او د هغه یو مونږه

مونږ یو خلک د هغه او رمه یې د څړځای یو

۴شکر کولو سره ننوځئ د هغه دروازو ته

د هغه عبادتځای ته د ثنا سره ورننوځئ

شکر یې ادا کړئ او صفت یې د نامه وکړئ

۵ځکه څښتن دی نېک او ده ابدي د هغه مینه

وفاداري یې ده جاري د یو نسل نه تر بله پورې