ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - پنځم فصل

طومار او وری

۱بیا ما د هغه کس په ښي لاس کې چې په تخت باندې ناست ؤ، یو طومار ولیده چې دننه او دباندې دواړو خواوو باندې یې لیکنه شوې وه او اووه مهرونه ورباندې لګېدلي وو. ۲ما یوه قوي فرښته ولیدله چې په لوړ اواز یې اعلان کاوه: «څوک د دې لایق دی چې طومار خلاص کړي او مهرونه یې مات کړي؟» ۳خو نه په اسمان کې، نه په ځمکه او نه هم د ځمکې لاندې داسې څوک ؤ چې وکولای شي هغه طومار خلاص کړي او یا یې دننه وګوري. ۴ما سخت وژړل، ځکه چې هېڅوک هم د دې لایق نه ؤ چې هغه طومار خلاص کړي او دننه یې وګوري. ۵خو د مشرانو څخه یو یې راته وویل: «نور مه ژاړه، ځکه چې د یهودا د قبیلې هغه زمری چې د داود د نسل څخه دی، بریالی شوی دی چې طومار خلاص کړي او اووه مهرونه یې مات کړي.»

۶بیا ما د تخت ترمنځ او څلورو اسماني موجوداتو او مشرانو په منځ کې ولیدل چې یو وری ولاړ دی او داسې معلومېده چې حلال شوی وي. هغه وري اووه ښکرونه او اووه سترګې لرلې چې هغه د خدای اووه روحونه وو چې ټولې نړۍ ته لېږل شوي دي. ۷هغه وری راغی او په تخت باندې د ناست کس د ښي لاس نه یې هغه طومار واخیست. ۸څنګه چې یې هغه طومار واخیست، نو هغه څلور اسماني موجودات او څلورویشت مشران د وري په مخکې په سجده شول. د هر مشر سره یو چنګ او د خوشبویۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وو چې د خدای د خلکو دعاګانې دي. ۹هغوی یوه نوې سندره ویله:

ته لایق یې د دې چې طومار واخلې

او مهرونه یې مات کړې

ځکه چې ته یې حلال شوی

او په خپله وینه دې د خدای دپاره

په بیه واخیستل خلک

د هرې قبیلې، هرې ژبې،

هر قوم او هر ملت څخه

۱۰تا کړه جوړه د هغوی څخه

شاهي کورنۍ او کاهنان د خدای

او پاچاهي به کوي هغوی په ځمکه باندې

۱۱یوځل بیا مې وکتل او د زرګونو او میلیونونو فرښتو اوازونه مې واورېدل چې د تخت او اسماني موجوداتو او مشرانو نه ګردچاپېره ولاړې وې. ۱۲هغوی په لوړ اواز سره ویل:

د دې لایق دی حلال شوی وری

چې تر لاسه کړي قدرت، شتمني، حکمت،

زور، عزت او جلال

او ثنا او صفت یې وشي

۱۳بیا ما واورېدل چې هغو ټولو مخلوقاتو چې په اسمان، ځمکه، د ځمکې لاندې او په بحر کې دي ویل:

هغه چاته چې په تخت باندې دی ناست او وري ته

ثنا او صفت، عزت، جلال او قدرت دې وي تل ترتله ورته!

۱۴او هغو څلورو اسماني موجوداتو وویل: «امین!» او مشران په سجده پرېوتل او د خدای او وري عبادت یې وکړ.