ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څلور دېرشم زبور

د خدای د نېکۍ له امله ستاینه

(د داود زبور کله چې هغه ابي ملک ته ځان لېونی وښود. بیا ابي ملک هغه وشاړه او داود لاړ)

۱تل به کومه د څښتن ثنا او صفت

وي به همېش زما په شونډو د هغه ستاینه

۲زه به یې وستایم په هغه چې یې کړي دي څه

پرېږده ټول بې وزلي واوري او خوشحال شي

۳د څښتن لویي زما سره اعلان کړئ

راشئ یوځای یې د نوم ستاینه وکړو

۴ما دعا وکړه څښتن ته او هغه کړله قبوله

زه یې کړم خلاص د ټولو وېرو ځینې

۵څوک چې توکل کړي په هغه

نو د خوشحالۍ نه به یې ځلیږي مخ

هغوی به هېڅکله ونه شرمیږي

۶دې بې وزله سړي وکړلو فریاد څښتن ځواب کړ

هغه خلاص کړلو د خپلو ټولو تکلیفونو څخه

۷هغه خلک چې د څښتن څخه کړي وېره

فرښته وي د څښتن د داسې خلکو نه چاپېره

او خلاصون ورکوي دوی ته له خطره

۸وګورئ ځان پوه کړئ چې څښتن دی څومره غوره

بختور دي هغه څوک چې د هغه نه پناه غواړي

۹وېره وکړئ له څښتنه د څښتن سپېڅلو خلکو

محتاج به نه وي هغه خلک چې کړي د ده نه وېره

۱۰د لوږې او احتیاج نه ځوانان زمریان هم ځوریږي

خو هغه چې رجوع وکړي څښتن ته

د هغوی دپاره نه به وي کمی د نعمتونو

۱۱راشئ، بچیانو ماته غوږ ونیسئ

چې د څښتن عزت کول درزده کړم

۱۲ایا د ژوند خوند اخیستل غواړئ؟

ایا خوشحاله اوږد ژوندون غواړئ؟

۱۳وساتئ خپله ژبه بدو خبرو نه

وساتئ خپلې شونډې د دروغو نه

۱۴له بدو لېرې ګرځئ کوئ نېکي

سولې دپاره هلې ځلې کوئ او ورپسې وګرځئ

۱۵دی د څښتن نظر نېکانو باندې

او نیسي غوږ یې فریادونو لره

۱۶خو دی څښتن د بدکارانو خلاف

او ورکوي د ځمکې د مخ نه د هغوی نوم او نښان

۱۷نېکان فریاد کوي څښتن ته او هغه یې اوري

دوی خلاصوي له خپلو ټولو تکلیفونو څخه

۱۸څښتن نژدې دی هغو خلکو ته چې زړونه یې مات وي

ورکوي نجات هغو ته چې بایللی یې امید وي

۱۹ډېر تکلیفونه په نېک شخص راځي

خو هغو ټولو نه څښتن دا ژغوري

۲۰هغه ساتي ټول هډوکي د ده

هېڅ یو ماتیږي نه له هغو څخه

۲۱خپلې بدۍ له لاسه مړه به شي بدکاره خلک

سزا به ورکړل شي هغو ته چې کړي کرکه د نېکانو څخه

۲۲څښتن نجات ورکوي خپلو بندګانو لره

څوک چې هغه ته پناه یوسي نو مجرم به نه شي