ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول قرنتیان - پنځلسم فصل

د مسیح بیا راژوندي کېدل

۱ای خویندو او ورونو! زه اوس غواړم هغه زېری تاسو ته در په یاد کړم چې تاسو ته مې د هغه وعظ کړی ؤ او تاسو هغه منلی ؤ او په هغه باندې ټینګ ولاړ یئ. ۲که چېرې تاسو زما په درکړل شوي زیري باندې ټینګ پاتې شئ، نو د هغه په وسیله تاسو خلاصون مومئ، که نه نو ستاسو ایمان بې ګټې دی.

۳کوم ډېر مهم پیغام چې ما تر لاسه کړی ؤ، هغه مې تاسو ته درورساوه. هغه پیغام دا دی چې د خدای د کلام له مخې مسیح زمونږ د ګناهونو په خاطر مړ شو ۴او هغه ښخ کړای شو او لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، هغه په درېمه ورځ بیا راژوندی شو. ۵هغه لومړی پطروس او وروسته بیا دولسو شاګردانو ته ښکاره شو. ۶بیا هغه یوځل د پنځه سوو نه زیاتو نورو پیروانو ته ښکاره شو چې د هغوی څخه ډېر یې لا تر اوسه پورې ژوندي دي او ځینې یې مړه دي. ۷بیا هغه یعقوب ته ښکاره شو او له هغې وروسته ټولو رسولانو ته.

۸د ټولو نه په اخره کې ماته چې لکه د بې وخته ماشوم په شان زېږېدلی وم، ښکاره شو. ۹زه په رسولانو کې د ټولو نه ډېر مهم نه یم او تر دې چې د دې لایق هم نه یم چې رسول راته وویل شي، ځکه چې ما د خدای کلیسا ځورولې ده. ۱۰خو زه چې هرڅه یم، هغه د خدای په فضل یم او کوم فضل چې په ما باندې وشو، هغه بېځایه نه ؤ، ځکه چې ما د هغوی ټولو نه ډېر زحمت ویستلی دی. که څه هم دا زه نه وم، بلکې د خدای فضل ؤ چې زما سره ؤ. ۱۱په هر حال مهمه نه ده که دا زه وم چې وعظ مې وکړ او یا که نورو رسولانو وکړ، مهمه دا ده چې مونږ د یو پیغام په هکله وعظ کوو او تاسو ورباندې ایمان لرئ.

د مړو بیا راژوندي کېدل

۱۲اوس که چېرې مونږ وعظ کوو چې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی، نو بیا په تاسو کې ځینې ولې وایي چې د مړو نه راژوندي کېدل نشته. ۱۳خو که چېرې د مړو نه بیا راژوندي کېدل نشته، نو بیا مسیح هم راژوندی شوی نه دی. ۱۴او که چېرې مسیح نه وي راژوندی شوی، نو بیا زمونږ وعظ کومه ګټه نه لري او ستاسو ایمان هم بې ګټې دی. ۱۵که چېرې د مړو نه راژوندي کېدل رښتیا نه وي، نو بیا خدای مسیح هم نه دی راژوندی کړی او مونږ په دې هکله د خدای دروغجن شاهدان یو. ۱۶ځکه که چېرې مړي نه راژوندي کیږي، نو مسیح هم راژوندی شوی نه دی. ۱۷او که چېرې مسیح راژوندی شوی نه وي، نو ستاسو ایمان بې ګټې دی او تاسو لا تر اوسه هم په ګناهونو کې ژوند تېروئ. ۱۸نو بیا هغه کسان چې په مسیح باندې یې ایمان درلود او مړه شوي دي، هغوی هم تباه شوي دي. ۱۹که چېرې زمونږ هیله په مسیح کې یوازې د دې ژوند دپاره وي، نو بیا مونږ په دې نړۍ کې د ټولو انسانانو نه زیات بدبخته یو.

۲۰خو په حقیقت کې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی. هغه په ټولو کې لومړنی کس دی چې د مړو نه راژوندی شوی دی. ۲۱ځکه لکه څنګه چې مرګ د یو انسان په وسیله راغی، نو د مړو نه راژوندی کېدل هم د یو انسان په وسیله راغی. ۲۲لکه څنګه چې ټول خلک د ادم سره د تړاو لرلو په خاطر مړه کیږي، نو په همدې ډول به ټول خلک چې د مسیح سره تړاو لري، بیا راژوندي شي. ۲۳خو هر یو به په منظمه توګه سره راژوندی کیږي. په ټولو کې لومړی مسیح راژوندی شو او بیا کله چې مسیح راځي، نو هغه کسان به راژوندي شي چې د هغه سره تړاو لري. ۲۴کله چې مسیح ټول روحاني حاکمان، اختیارونه او قدرتونه له منځه یوسي، نو هرڅه به پای ته ورسیږي او هغه به پاچاهي پلار خدای ته وسپاري. ۲۵ځکه چې مسیح باید تر هغې پورې پاچاهي وکړي، ترڅو خپل ټول دښمنان تر پښو لاندې کړي. ۲۶وروستنی دښمن چې له منځه به وړل کیږي، هغه مرګ دی. ۲۷د خدای کلام وایي: «خدای ټول شیان د هغه تر پښو لاندې کړل،» کله چې وایي «ټول شیان» نو دا روښانه ده چې خدای په خپله په دې کې شامل نه دی چې هغه ټول شیان د مسیح په واک او اختیار کې ورکړي دي. ۲۸کله چې ټول شیان د مسیح په واک کې ورکړل شول، نو هغه به هم خپل ځان چې زوی دی، د خدای په واک کې ورکړي چې ټول شیان یې د هغه په واک کې ورکړي دي او خدای به په ټولو باندې حکومت کوي.

۲۹که چېرې د مړو نه بیا راژوندي کېدل نه وي، نو بیا خلک ولې د مړو په خاطر د تعمید غسل اخلي. که چېرې مړي هېڅ نه راژوندي کیږي، نو بیا په څه دلیل خلک د هغوی دپاره د تعمید غسل اخلي؟ ۳۰او ولې مونږ هر ساعت خپل ځان په خطر کې اچوو؟ ۳۱زما خویندو او ورونو، زه قسم خورم د هغه ویاړ له امله چې یې په څښتن عیسی مسیح کې په تاسو کوم، زه هره ورځ د مرګ سره مخ یم. ۳۲که چېرې ما د افسیس په ښار کې یوازې د انساني فکر له مخې د ځناورو سره جنګ وکړ، نو څه مې تر لاسه کړل؟ که چېرې مړي بیا نه راژوندي کیږي، نو مونږ هم داسې وکړو لکه څنګه چې خلکو ویل: «راځئ چې وخورو او وڅښو، ځکه چې سبا به مړه کېږو.»

۳۳نو مه غولېږئ، ځکه چې رښتیا دا دي چې «د بدو خلکو سره ملګرتیا ښه اخلاق خرابوي.» ۳۴د نشې د ګنګستوب نه رابېداره شئ او نوره ګناه مه کوئ، ځکه چې په تاسو کې ځینې خلک خدای نه پېژني او زه دا د دې دپاره وایم چې تاسو وشرمېږئ.

په جسماني توګه راژوندي کېدل

۳۵خو کېدای شي چې یو څوک پوښتنه وکړي: «مړي څنګه راژوندي کیږي او د هغوی بدن به څه ډول وي؟» ۳۶ای کم عقله، کله چې ته په ځمکه کې تخم کرې، نو تر هغې پورې هغه نه راشین کیږي ترڅو هغه مړ نه شي. ۳۷او څه چې تاسو کرئ، هغه پوره بوټی نه دی، بلکې هغه یوازې یو دانه تخم دی، که هغه د غنمو وي او یا د کوم بل شي. ۳۸خو خدای هغه تخم ته بدن ورکوي چې د هغه دپاره یې غوره کړی دی او هر ډول تخم ته خپل ځانګړی بدن ورکوي. ۳۹ځکه چې د ټولو بدنونه یو شان نه دي، د انسانانو بدن یو ډول دی، د حیواناتو بدن بل ډول، د مرغانو بدن بل ډول او د ماهیانو بدن بل ډول دی. ۴۰اسماني او ځمکني بدنونه هم شته، خو د اسماني بدن ښکلا یو ډول ده او د ځمکني بدن ښکلا بل ډول ده. ۴۱لمر یو ډول ښکلا لري او سپوږمۍ بل ډول او د ستورو ښکلا بل ډول ده. بل دا چې د یو ستوري ښکلا د بل ستوري څخه فرق لري.

۴۲نو د مړو راژوندي کېدل هم دغه شان وي. څه چې ښخ کړای شي، هغه له منځه تلونکي دي او هغه څه چې راژوندي کیږي، هغه له منځه نه ځي. ۴۳کله چې بدن خاورو ته سپارل کیږي، نو بدرنګه او کمزوری وي، خو کله چې راژوندی کیږي، نو هغه ښکلی او قوي کیږي. ۴۴جسماني بدن ښخیږي او روحاني بدن راژوندی کیږي. ځکه لکه څنګه چې جسماني بدن شته، نو روحاني بدن هم شته. ۴۵لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

لومړنی انسان یعنې ادم یو ژوندی بدن شو.

او وروستنی ادم یعنې مسیح ژوندون ورکوونکی روح شو. ۴۶هغه چې لومړی راغی هغه روحاني بدن نه ؤ بلکې جسماني ؤ، خو وروسته بیا روحاني بدن راغی. ۴۷لومړنی انسان یعنې ادم د خاورو نه جوړ شوی ؤ او دوهم انسان یعنې مسیح د اسمان نه راغی. ۴۸د ځمکې خلک لکه د لومړني انسان په شان د خاورو څخه دي، اسماني خلک د هغه چا په شان دي چې د اسمان نه راغلی دی. ۴۹لکه څنګه چې مونږ د ځمکني انسان په شکل جوړ شوي یو، نو د اسماني انسان په شکل به هم شو.

۵۰ای خویندو او ورونو! زه تاسو ته وایم څه چې د غوښې او ویني څخه جوړ شوي دي، هغه نه شي کولای چې د خدای په پاچاهۍ کې شریک شي او هغه څه چې فاني دي، هغه نه شي کولای د هغه څه وارثان شي چې فنا کېدونکي نه دي.

۵۱غوږ ونیسئ! زه به تاسو ته یو پټ راز ووایم. مونږ ټول به نه مړه کېږو، خو ټول به بدل شو. ۵۲په یوه شېبه کې د سترګو په رپ کې به د اخرني سرني په اواز سره مړي راژوندي شي او نور به هېڅکله مړه نه شي. مونږ به ټول بدل شو، ۵۳ځکه چې زمونږ مړه کېدونکي بدنونه باید په داسې بدنونو باندې بدل شي چې هېڅکله نه مړه کیږي او زمونږ فاني بدنونه باید په نه فناکېدونکي بدنونو باندې بدل شي. ۵۴نو بیا کله چې زمونږ مړه کېدونکي بدنونه په داسې بدنونو باندې بدل شي چې هېڅکله نه مړه کیږي، نو څه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي هغه به رښتیا شي:

مرګ نابود شوی او بری دی کامل شوی

۵۵ای مرګه، ستا بری او فتح څه شوه؟

ای مرګه، هغه نېش وهل دې څه شول؟

۵۶د مرګ نېش ګناه ده او د ګناه قدرت شریعت دی. ۵۷خو د خدای شکر دی چې هغه مونږ ته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله بری راکوي.

۵۸نو ای ګرانو خویندو او ورونو، ټینګ او ثابت اوسئ. تل د څښتن په کار کې بوخت اوسئ، ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن ته د خدمت په کولو کې ستاسو زحمتونه بې ګټې نه دي.