ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول پادشاهان - څلورم فصل

د سلیمان لوړ رتبه ماموران او والیان

۱نو سلیمان پادشاه په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي کوله. ۲او دا د هغه لوړ رتبه ماموران وو:

  • عزریا د صادوق زوی – کاهن.
  • ۳الیحورف او اخیا د شیشه زامن – د هغه منشیان،
  • یهوشافاط د اخیلود زوی – د اطلاعاتو منشي.
  • ۴بنایاه د یهویاداع زوی – د لښکرو قوماندان،
  • صادوق او ابیاتار – کاهنان.
  • ۵عزریا د ناتان زوی – د سیمه ایزو حکمرانانو مشر،
  • زابود د ناتان زوی – کاهن او د پادشاه شخصي مشاور.
  • ۶اخیشار – د پادشاه د ماڼۍ مشر،
  • ادونیرام د عبدا زوی – د بېګارۍ کارونو مشر.

۷سلیمان د ټولو اسراییلو دپاره دولس سیمه ایز حکمرانان ټاکلي وو. هغوی به د پادشاه او د هغه د کورنۍ دپاره د خپلو سیمو څخه خوراک تیاراوه او د دې دپاره به هر حکمران په کال کې د یوې میاشتې دپاره مسئول ؤ. ۸د هغو حکمرانانو او سیمو نومونه چې هغوی یې مشران وو، په لاندې ډول دي:

بن حور، د افرایم په غرنۍ سیمه کې. ۹بن دقر، په ماقص، شعلبیم، بیت شمس او ایلون بیت حانان کې. ۱۰بن حسد، په اروبوت، سوکوه او د حافر په ټوله سیمه کې. ۱۱بن ابیناداب، چې د سلیمان د لور تافت سره یې واده کړی ؤ، د دور په ټوله سیمه کې. ۱۲بعنه د اخیلود زوی، په تعنک، مجدو او بیت شان ته نژدې ټولو سیمو کې چې د یزرعیل لاندې زرتان ته نژدې دي، د بیت شان څخه تر آبل محوله او د یقمعام بلې خوا پورې. ۱۳بن جابر، د جلعاد په راموت او د جلعاد په کلیو کې چې د منسي د اولادې یائیر په خېل پورې اړه لرله او د باشان د ارجوب په سیمه کې، یعنې په شپېتو لویو قوي دېوال لرونکو ښارګوټو کې چې برنجي سیخ لرونکې دروازې یې درلودلې. ۱۴اخیناداب د عیدو زوی، د محنایم په سیمه کې. ۱۵اخیمعص، چې د سلیمان د لور باسمت سره یې واده کړی ؤ، د نفتالي په سیمه کې. ۱۶بعنه د حوشای زوی، د اشیر په سیمه او د بعلوت په ښار کې. ۱۷یهوشافاط د فاروح زوی، د یساکار په سیمه کې. ۱۸د ایلا زوی شمعي، د بنیامین په سیمه کې. ۱۹جابر د اوري زوی، په جلعاد کې – دا د اموریانو د پادشاه سیحون او د باشان د پادشاه عوج هېواد ؤ. د دولسو حکمرانانو برسېره، په ټوله خاوره باندې یو لوی حکمران هم ؤ.

د سلیمان قدرت، شتمني او حکمت

۲۰د یهودا او اسراییلو خلک د دریاب د غاړې د شګو په شان ډېر وو، هغوی خوړل، څښل او خوشاله وو. ۲۱سلیمان په ټولو پادشاهیو باندې د فرات د سیند څخه نیولې د فلسطینیانو تر هېواده او د مصر تر سرحده پورې پادشاهي کوله. هغوی به باج ورکاوه او د سلیمان د ژوند تر پایه د هغه تابع وو.

۲۲د سلیمان د دربار ورځنۍ خوراکه درې زره کیلوګرامه ښه اوړه او شپږ زره کیلوګرامه زیږه اوړه وو. ۲۳همدارنګه لس چاغ غوایان، شل د څړځای غوایان، سل پسونه او وزې، پرته له دې هوسۍ، غرڅې او چاغ مرغان هم وو. ۲۴سلیمان د فرات د سیند د لوېدیځ په ټوله خاوره باندې د تفسح څخه چې د فرات په څنګ کې ؤ نیولې د غزې تر ښاره پورې چې په لوېدیځ کې ؤ، پادشاهي کوله. د فرات د لوېدیځ ټول پادشاهان د هغه تابع وو او د ټولو ګاونډي هېوادونو سره یې روغه جوړه وه. ۲۵د سلیمان په ټول ژوند کې په شمال کې د دان څخه نیولې په جنوب کې تر بئرشبع پورې د یهودا او اسراییلو کورنۍ د خپلو تاکونو او اینځرو د ونو د سیوري لاندې په امن کې کښېناستلې.

۲۶سلیمان د خپلو جنګي ګاډیو د اسونو دپاره څلوېښت زره غوجلې او دولس زره سپاره عسکر درلودل. ۲۷د هغه د دولسو سیمو حکمرانانو هر یو په خپله ټاکلې شوې میاشت کې د سلیمان پادشاه او هر هغه چا دپاره چې په ماڼۍ کې یې ډوډۍ خوړله خوراک تیاراوه. هغوی به همېشه د ضرورت شیان پوره کول. ۲۸همدارنګه هغوی به د جنګي ګاډیو د اسونو او نورو اسونو دپاره هم د اوربشو او بوسو خپله برخه د ضرورت ځای ته راوړله.

۲۹سلیمان ته خدای لوی حکمت، ځیرکتیا او بې اندازې زیاته پوهه ورکړې وه. ۳۰د سلیمان حکمت د ختیځ د پوهانو او د مصر د پوهانو د حکمت څخه هم زیات ؤ. ۳۱هغه د ټولو خلکو څخه ډېر زیات پوه ؤ. هغه د ازراحي ایتان او د ماحول د زامنو یعنې حیمان، کلکول او دردع څخه هم ډېر پوه ؤ او د هغه شهرت په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې خپور شو. ۳۲هغه درې زره متلونه ویلي دي او د سندرو شمېر یې یو زر او پنځو ته رسېده. ۳۳هغه د ونو او بوټو په باره کې، د لبنان د صبر د ونو څخه نیولې د هغه وېلني پورې چې په دېوالونو باندې شنه کیږي خبرې کړې دي. هغه د څارویو، مرغانو، خزندو او ماهیانو په باره کې خبرې کړې دي. ۳۴د ټولې نړۍ پادشاهانو د هغه د حکمت په هکله واورېدل او استازي یې ورولېږل چې د هغه خبرو ته غوږ ونیسي.