ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - یوولسم فصل

د عیسی په هکله د یحیی پوښتنه

(لوقا ۷: ۱۸‏ - ۳۵)

۱کله چې عیسی خپلو دولسو شاګردانو ته دا لارښوونې وکړې، نو له هغه ځای نه روان شو چې د هغې سیمې په نورو ښارونو کې تعلیم ورکړي او وعظ وکړي.

۲کله چې یحیی په زندان کې د مسیح د کارونو څخه خبر شو، نو خپل څو شاګردان یې هغه ته ورولېږل ۳چې د هغه څخه پوښتنه وکړي: «ایا ته هغه څوک یې چې باید راغلی وای یا د کوم بل چا په تمه واوسو؟» ۴عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «لاړ شئ او څه چې تاسو اورئ او وینئ یحیی ته ووایئ ۵چې څنګه ړانده بینا کیږي، ګوډان کولای شي وګرځي، کوم خلک چې په جذام باندې اخته وو هغه پاک او روغ شوي دي، کاڼه اورېدلی شي، مړي راژوندي کیږي او غریبانو ته زېری ورکول کیږي. ۶بختور دی هغه څوک چې په ما شک ونه کړي.»

یحیی څوک دی

۷څنګه چې د یحیی شاګردان روان شول، نو عیسی خلکو ته د یحیی په هکله داسې خبرې پیل کړې: «تاسو د څه شي د لیدلو دپاره دښتې ته تللي وئ؟ د یوې لوخې د لیدلو دپاره چې باد خوځوله؟ ۸نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره تللي وئ؟ ایا د هغه چا د لیدلو دپاره چې قیمتي او ښکلي کالي یې اغوستي وو؟ ګورئ، کوم خلک چې داسې کالي اغوندي هغوی په شاهانه ماڼیو کې ژوند کوي. ۹نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره وتلي وئ؟ ایا د یو پیغمبر د لیدلو دپاره؟ هو، زه تاسو ته وایم چې هغه د یو پیغمبر څخه هم ډېر لوی دی. ۱۰دا هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

ګوره، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږم چې ستا دپاره لاره تیاره کړي.

۱۱په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په دې نړۍ کې له تعمید ورکوونکی یحیی څخه بل څوک لوی نه دی پیدا شوی، خو بیاهم په اسماني پاچاهۍ کې تر ټولو کوچنی د هغه نه ډېر لوی دی. ۱۲د تعمید غسل ورکوونکي یحیی د زمانې څخه تر نن ورځ پورې اسماني پاچاهي تر سختو حملو لاندې راغلې او زورور خلک کوښښ کوي چې هغه په زوره ونیسي. ۱۳ځکه چې ټولو پیغمبرانو او د موسی شریعت د یحیی تر راتللو پورې د اسماني پاچاهۍ په هکله پېشګویي کړې ده ۱۴او که تاسو تیار یئ چې دا ومنۍ، نو یحیی هماغه الیاس نبي دی چې باید راغلی وای. ۱۵که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.

۱۶خو زه د دې زمانې خلک د څه شي سره پرتله کړم؟ هغوی د هغو ماشومانو په شان دي چې په بازار کې ناست وي او یو بل ته نارې وهي: ۱۷‹مونږ درته شپیلۍ ووهله، خو تاسو ګډا ونه کړه، مونږ درته د غم سندرې وویلې، خو تاسو ونه ژړل.› ۱۸ځکه کله چې یحیی راغی، نو نه یې څه خوړل او نه یې څه څښل، خو ټولو به ویل چې هغه پېریانو نیولی دی. ۱۹کله چې د انسان زوی راغی او هغه خوړل او څښل، خو هغوی ویل چې هغه ته ګورئ، هغه یو خېټور، شرابي او د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو ملګری دی. خو بیاهم خلکو ته به د خدای حکمت په خپلو عملونو کې رښتینی ثابت شي.»

بې ایمانه ښارونه

(لوقا ۱۰: ۱۳ - ۱۵)

۲۰بیا عیسی د هغو ښارونو خلک ملامته کړل چې زیاتې معجزې یې په کې ښودلې وې، ځکه چې هغوی توبه ونه ویستله. ۲۱هغه وویل: «افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! او افسوس دې وي په تا باندې ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبې به یې ویستلې وای. ۲۲خو تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د صور او صیدون سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي. ۲۳خو ای د کپرناحوم ښاره! تا غوښتل چې اسمان ته ورسېږې؟ نه، ته به دوزخ ته وغورځول شې. ځکه کومې معجزې چې په تا کې وښودل شوې، که هغه په سدوم کې ښودل شوې وای، نو هغه به تر نن ورځې پورې پاتې وای. ۲۴خو زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د خلکو سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي.»

عیسی وایي چې ماته راشئ او ارام ومومئ

(لوقا ۱۰: ۲۱‏ - ۲۲)

۲۵په هغه وخت کې عیسی دا دعا وکړه: «ای پلاره، ای د ځمکې او اسمان څښتنه، ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې دي او ناپوهو ته دې ښکاره کړي دي. ۲۶هو پلاره! دا ستا رضا وه.

۲۷زما پلار ټول شیان ماته راسپارلي دي. هېڅوک زوی نه پېژني بې له پلاره او هېڅوک پلار نه پېژني بې له زویه او بې له هغو کسانو چې زوی یې وغواړي، پلار ورته وروښایي. ۲۸ای تاسو ټول چې د خپلو درنو بارونو څخه ستړي شوي یئ، ماته راشئ او زه به ارام درکړم. ۲۹زما جغ په خپله غاړه کېږدئ او زما څخه یې زده کړئ، ځکه چې زه په زړه نرم او عاجز یم او ستاسو زړونه به ارام ومومي. ۳۰ځکه چې زما د جغ وړل اسانه او بار مې سپک دی.»