يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - اوؤم باب

د خُدائ پاک په کور کښې د حضرت يرمياه تبليغ کول

۱‏ مالِک خُدائ يرمياه له پېغام ورکړو، ۲”د مالِک خُدائ د کور د دروازې سره ودرېږه او خلقو ته اعلان وکړه چې، اے د يهوداه ټولو اوسېدونکو او هغه کسانو چې په دې لارو د مالِک خُدائ کور ته د عبادت دپاره دننه کيږى، د مالِک خُدائ کلام واورئ. ۳مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے فرمائى چې د خپل چال چلن او سلوک اصلاح وکړئ، نو بيا به زۀ تاسو ته په دې زمکه د اوسېدو دپاره موقع درکړم. ۴د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“ ۵کۀ چرې په رښتيا سره تاسو خپل چال چلن او د ژوند طريقې بدلې کړئ، او په اِنصاف سره د يو بل سره معامله وکړئ، ۶او چې نه تاسو په مسافر، يتيم او کونډه باندې ظلم وکړئ، او په دې ځائ کښې د بې‌ګناه وينه تويه نۀ کړئ، او د پردو معبودانو عبادت نه لاس په سر شئ او په دې خپل ځان ته نقصان مۀ رسوئ، ۷نو بيا به زۀ تاسو په هم دې مُلک کښې د اوسېدو دپاره پرېږدم کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له د تل دپاره په ميراث کښې ورکړے وو. ۸خو ګورئ تاسو په دروغژنو خبرو باندې يقين ساتئ کومې چې بې‌فائدې دى. ۹تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى. ۱۰او د دې نه وروستو هغه کور ته هم راځئ کوم چې زما په نامه ياديږى او زما په حضور کښې ودرېږئ او وايئ چې، ”مونږ په حفاظت کښې يُو،“ خو دوباره بيا خپلو ټولو حرامو کارونو پسې ګرځئ څۀ؟ ۱۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ولې په کوم کور چې زما نامه ليکلے شوې ده د دې نه د ډاکوانو د پټېدو ځائ جوړ شوے دے څۀ؟ خبردار. څۀ چې تاسو کوئ زۀ دا هر څۀ ګورم. ۱۲تاسو د سيلا ښار ته لاړ شئ، په کوم ځائ کښې چې ما خپله وړومبۍ عبادتخانه جوړه کړې وه، نو هلته به درته دا پته ولګى چې ما خپل قوم بنى اِسرائيل سره د دوئ د شرارت په وجه هغه ښار سره څۀ کړى دى. ۱۳مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو. ۱۴نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم. ۱۵زۀ به تاسو د خپل حضور نه داسې وشړم لکه څنګه چې ما ستاسو خپلوان د اِفرائيم خلق شړلى وُو.“

د خلقو سرکشى

۱۶مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے يرمياه، دې قوم ته نوره دُعا مۀ کوه. او د هغوئ دپاره ما ته سوال او فرياد مۀ کوه، ما ته د هغوئ سره د مدد کولو سفارش مۀ کوه، ځکه چې زۀ به ستا خبره نۀ اورم. ۱۷ولې تۀ هغه څۀ نۀ وينې چې کوم هغوئ د يهوداه په ښارونو کښې او د يروشلم په کوڅو کښې کوى؟ ۱۸ماشومان خشاک راغونډوى، پلاران اور بلوى او ښځې اوړۀ اغږى او ترې نه پېړې جوړوى چې د آسمانې مَلِکې په نامه بُت ته ترې نازکې روټۍ پخې کړى. او هغوئ نورو معبودانو ته د څښلو نذرانې وړاندې کوى، او په خپل دې عمل ما غصه کوى. ۱۹آيا هغوئ په خپل دې عمل سره ما ته نقصان رسوى څۀ؟ خو هغوئ خپل ځان ته نقصان رسوى او په خپل دې عمل سره خپل ځانونه شرموى. ۲۰نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“ ۲۱ربُ الافواج مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى، ”خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ واخلئ او په خپله يې غوښې وخورئ. ۲۲ځکه کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راوويستل او هغوئ سره مې خبرې وکړې او خپل حُکمونه مې دوئ له ورکړل، نو ما هغوئ له د سوزېدونکو نذرانو او د قربانۍ په حقله حُکم نۀ وو ورکړے. ۲۳خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى. ۲۴خو هغوئ زما دا حکم ونۀ منلو او زما کلام ته يې غوږ ونۀ نيولو، بلکې د خپل سرکشه زړۀ خواهشونه يې ومنل نو په دې باندې هغوئ د ښۀ کېدو په ځائ نور هم خراب شول. ۲۵د کومې ورځې نه چې ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راووتل تر اوسه پورې، ورځ په ورځ، وخت په وخت، ما خپل خِدمت کوونکى پېغمبران تاسو له درولېږل. ۲۶خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل. ۲۷نو اے يرمياه، کله چې تۀ دوئ ته دا هر څۀ ووائې دوئ به تا ته غوږ ونۀ نيسى، او کله چې تۀ دوئ ته آواز ورکړې دوئ به تا له جواب نۀ درکوى. ۲۸نو دوئ ته ووايه، دا هغه قوم دے چې د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړله او اصلاح يې قبوله نۀ کړله. رښتينوالے د دوئ نه تلے دے، او هغه نور د دوئ د خُلو نه نۀ اورېدلے کيږى.“

د بنى‌هنوم په وادۍ کښې ګناه

۲۹”خپل وېښتۀ د وير دپاره کل کړئ او لرې يې وغورزوئ. په اوچتو خُشکو غرونو د وير او ماتم سندرې ووايئ، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ رد کړل او دا نسل يې خپل قهر او غضب ته پرېښودلو. ۳۰مالِک خُدائ فرمائى چې د يهوداه خلقو زما د سترګو د وړاندې ګنده کارونه کړى دى، هغوئ زما په کور کښې خپل پليت بُتان اېښى دى په کومو چې زما نوم ليکلے دے او هغه يې ناپاکه کړے دے. ۳۱او ورسره ورسره هغوئ د بنى‌هنوم په وادۍ کښې د توفت په نوم علاقائى عبادتخانې جوړې کړې چې هلته خپل زامن او لوڼه په اور کښې وسوزوى او قربانى يې کړى چې نۀ ورته ما حکم کړے وو او نۀ مې په خيال خاطر کښې تېر شوى وُو. ۳۲خو خبردار، يو وخت داسې راروان دے چې دې ځائ ته به نور د توفت يا د بنى‌هنوم وادى نۀ وائى بلکې خلق به ورته د قتل و غارت وادى وائى. ځکه چې هلته به دومره ډېر لاشونه ښخ کړے شى چې نور به د ښخولو دپاره ځائ نۀ وى. ۳۳نو د هغوئ لاشونه به د هوا مارغانو او د ځنګلى ځناورو خوراک شى او داسې څوک به ژوندى نۀ وى چې دا ترې نه وشړى. ۳۴زۀ به د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې د خندا خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. د ناوې او زلمى آوازونه به نور په دې ښارونو کښې نۀ اورېدلے کيږى. ځکه چې دا مُلک به وران ويجاړ وى.“