ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول پادشاهان - یوویشتم فصل

د نابوت د انګورو باغ

۱یو سړی چې نابوت نومېده، په یزرعیل کې د اخاب پادشاه د ماڼۍ تر څنګ د انګورو باغ درلود.

۲یوه ورځ اخاب وویل: <ای نابوته، ستا باغ زما د ماڼۍ په څنګ کې دی، هغه ماته راکړه چې د هغه څخه د سابو باغ جوړ کړم. زه به تاته د انګورو ډېر ښه باغ درکړم او یا که ته غواړې د هغه بیه به درکړم.>

۳نابوت ځواب ورکړ: <دا باغ ماته د خپلو نیکونو څخه په میراث پاتې شوی دی. خدای دې نه کوي چې زه هغه تاته درکړم.>

۴نو اخاب د هغه څه له کبله چې نابوت ورته وویل په قهر او خفګان سره خپل کور ته لاړ. په خپله بستره کې پرېوت، دېوال ته یې مخ واړاوه او هیڅ شی یې ونه خوړل.

۵د هغه ښځه ایزابل ورغله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <څه درباندې شوي دي؟ ډوډۍ ولې نه خورې؟>

۶اخاب په ځواب کې وویل: <ما د نابوت یزرعیلي څخه وغوښتل چې خپل د انګورو باغ راباندې خرڅ کړي او یا د هغه په بدل کې بل باغ واخلي. مګر هغه ونه منله چې خپل د انګورو باغ ماته راکړي.>

۷ایزابل پوښتنه وکړه: <آیا ته د اسراییلو پادشاه نه یې؟ د بسترې څخه راپورته شه او یو څه وخوره! مه پریشانه کېږه، زه به د نابوت د انګورو باغ تاته واخلم.>

۸بیا ایزابل یو څو لیکونه د اخاب له خوا ولیکل، د هغه مهر یې ورباندې ولګاوه او د هغه ښار سپین ږیرو او مشرانو ته یې واستول چېرته چې نابوت اوسېده. ۹په لیکونو کې لیکلي شوي وو: <اعلان وکړئ چې خلک دې روژه ونیسي او راغونډ دې شي. بیا نابوت د غونډې په سر کښېنوئ. ۱۰دوه بدماشان هغه ته مخامخ کښېنوئ چې تور ورباندې ولګوي چې هغه د خدای او پادشاه سپکاوی کړی دی. بیا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي.>

۱۱کله چې هغوی د ایزابل لیکونه تر لاسه کړل، څه چې هغې غوښتي وو هغوی هماغسې وکړل. ۱۲هغوی اعلان وکړ چې نن روژه ونیسئ. خلک راغونډ شول او نابوت یې د غونډې په سر کې کښېناوه. ۱۳په دې وخت کې دوه بدماشان راننوتل او نابوت ته مخامخ کښېناستل. بیا هغوی په نابوت باندې تور ولګاوه چې هغه خدای او پادشاه ته سپکاوی کړی دی، نو خلکو نابوت بیرون وویست او هغه یې سنګسار کړ او مړ شو.

۱۴د یزرعیل مشرانو بېرته ایزابل ته پیغام ولېږه ویې ویل چې <نابوت سنګسار او ووژل شو.>

۱۵څنګه چې ایزابل د هغوی پیغام تر لاسه کړ، هغې اخاب ته وویل: <اوس کولی شې چې د انګورو هغه باغ واخلې چې نابوت د هغه د خرڅولو څخه انکار کړی ؤ. هغه مړ شوی دی.> ۱۶هغه وخت چې اخاب واورېدل چې نابوت مړ شوی دی، سمدلاسه روان شو چې د هغه باغ لاس ته راوړي.

ایلیا د اخاب غندنه کوي

۱۷څښتن ایلیا تشبي نبي ته وویل: ۱۸<لاړ شه د اسراییلو د پادشاه اخاب سره وګوره څوک چې په سامره کې پادشاهي کوي. هغه د نابوت د انګورو باغ نیولی دی او همدا اوس په دې باغ کې دی. ۱۹لاړ شه او هغه ته ووایه چې زه داسې وایم: ای اخابه، تا نابوت په قتل ورساوه او د هغه جایداد دې ونیوه. په هماغه ځای کې چې سپیو د نابوت وینه وڅټله، ستا وینه به هم وڅټي.>

۲۰کله چې اخاب، ایلیا ولید، هغه وویل: <ای زما دښمنه، آخر دې پیدا کړم.>

ایلیا ځواب ورکړ: <هو، پیدا مې کړې! ای اخابه، تا هغه بد کارونو ته ځان سپارلی دی چې څښتن ورڅخه کرکه کوي. ۲۱نو څښتن تاته وایي: اوس به زه په تا باندې یوه بلا راولم. زه به تا او ستا د کورنۍ هر یو نارینه که هغه غلام وي یا ازاد، له منځه یوسم. ۲۲ستا کورنۍ به د نباط زوی یروبعام پادشاه او د اخیا د زوی بعشا پادشاه د کورنیو په شان شي. ته د اسراییلیانو د ګناهکارۍ سبب ګرځېدلی یې، نو ځکه دې زما قهر راپارولی دی.

۲۳همدارنګه د ایزابل په باره کې څښتن داسې وایي: د هغې بدن به په یزرعیل کې سپي وخوري. ۲۴ستا د هغو متعلقینو بدنونه چې په ښار کې مړه کیږي هغه به سپي وخوري او په صحرا کې چې مړه کیږي هغه به مرغان وخوري.>

۲۵(هیچا د څښتن د امر څخه په سرغړونه کې د اخاب په اندازه داسې ټینګه اراده نه درلوده – او ایزابل هغه تشویقاوه. ۲۶تر ټولو بده خبره دا وه چې هغه د بتانو عبادت کاوه، لکه څنګه چې مخکې به اموریانو کاوه. څښتن هغوی له هغه هېواد څخه شړلي وو او دا هېواد یې اسراییلو ته ورکړی ؤ.)

۲۷کله چې اخاب دا خبرې واورېدې، هغه خپل کالي وشلول او شپه او ورځ به یې د ویر کالي اغوستي وو. هغه خفه ؤ او روژه یې نیوله.

۲۸څه موده وروسته، څښتن ایلیا نبي ته وویل: ۲۹<ته وینې چې اخاب ماته خپل ځان څومره عاجز کړی دی؟ ترڅو پورې چې هغه ژوندی وي زه به په هغه باندې بلا نه راولم. مګر زه به د هغه د زوی د ژوند په دوران کې د اخاب کورنۍ په بلا اخته کړم.>