يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - اتۀويشتم باب

د عقل او حِکمت په حقله د حضرت ايُوب بيان

۱”بې‌شکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى. ۲اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى. ۳انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى. ۴هغوئ د انسان د اوسېدو نه لرې په زمکه کښې سورنګونه جوړوى، هغوئ په کان کښې په پړو باندې کوزيږى او خېژى. ۵په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور. ۶د دې زمکې په کاڼو کښې نيلم شته، او د دې په خاوره کښې سرۀ زر پراتۀ دى. ۷د هغه خزانې لار يو ښکارى مارغۀ ته هم نۀ ده معلومه، او نۀ باز هغه ليدلې ده. ۸ځنګلى ځناورو په هغې باندې قدم نۀ دے اېښے، او زمرے په هغې باندې تېر شوے نۀ دے. ۹بنى آدم په سختو کاڼو کښې کار کوى، او د غرونو بېخونه اړَوى. ۱۰هغوئ په کاڼو کښې سورنګونه جوړوى، او هغوئ قيمتى کاڼى پېدا کوى. ۱۱هغوئ د دريابونو بېخونه لټوى، او هغوئ پټ څيزونه رڼا ته راوباسى. ۱۲خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟ ۱۳بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى. ۱۴سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته. ۱۵نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى. ۱۶د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى. ۱۷سرۀ زر او قيمتى کاڼى د حِکمت برابر نۀ شى کېدے، او نۀ دا د سوچه سرو زرو په کالو باندې بدلولے شى. ۱۸مرجان او بلور غمى هيڅ هم نۀ دى، د حِکمت قيمت د ملغلرو نه اوچت دے. ۱۹د ايتهوپيا طوپاز د دې برابر نۀ دے، او نۀ سوچه سرۀ زر د دې قيمت پوره کولے شى. ۲۰نو بيا حِکمت د کوم ځائ نه راځى؟ او د پوهې مقام چرته دے؟ ۲۱دا د ټول مخلوق د سترګو نه پناه دے، او د هوا د مارغانو نه پټ دے. ۲۲په عالمِ ارواح کښې صرف د دې افواه اورېدلے شوې ده. ۲۳صرف خُدائ پاک د حِکمت په طريقه پوهه دے، او هغۀ ته د دې د مقام پته ده. ۲۴ځکه چې هغه ټولې دُنيا ته ګورى، او هغه د آسمانونو لاندې هر يو څيز وينى. ۲۵کله چې هغۀ هوا ته طاقت ورکړو، او په وريځو کښې يې باران کېښودو، ۲۶کله چې هغۀ د باران دپاره اصُول مقرر کړل، او د تندر دپاره يې يوه لاره مقرره کړه، ۲۷بيا هغۀ حِکمت وليدو او د دې اندازه يې واخستله، هغۀ دا تيار کړو او ښۀ يې وکتلو. ۲۸او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“