ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - نهه دېرشم فصل

د کاهنانو دپاره لباس

(هجرت ۲۸: ۱ - ۱۴)

۱د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه هغوی په مقدس ځای کې د خدمت کولو دپاره ښکلي کالي جوړ کړل. هغوی د حضرت هارون دپاره هم د څښتن د حکم په مطابق چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ، خاص لباس جوړ کړ.

۲هغوی د سرو زرو او د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه مقدس پېشبند جوړ کړ. ۳هغوی سره زر وټکول او نرۍ پاڼې یې ورڅخه جوړې کړې او تارونه یې ورڅخه پرې کړل چې په آبي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان کې ورڅخه کار واخیستل شي، دا د یو ماهر کسبګر کار ؤ. ۴هغوی د مقدس پېشبند دپاره د اوږې دوه تسمې جوړې کړې او د هغه په دواړو خواو باندې یې ونښلولې چې پېشبند ورسره وتړل شي. ۵ښه اوبدل شوی کمربند چې د همدغه شان موادو څخه جوړ شوی ؤ، هغه د مقدس پېشبند سره ونښلول شو چې د یوې ټوټې په شان ښکاره شي. هغوی دا کار د څښتن د امر سره سم چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ وکړ. ۶هغوی سلیماني تیږې په هغو ځایونو کې ولګولې چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي او په هغو باندې یې د مهر په شان د حضرت یعقوب د زامنو د نومونو نقش وویست. ۷لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ هغوی هغه تیږې د مقدس پېشبند د اوږې په تسمو باندې ولګولې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب وکړي.

سینه پوښ

(هجرت ۲۸: ۱۵ - ۳۰)

۸هغوی سینه پوښ د هماغو موادو څخه جوړ کړ چې مقدس پېشبند ورڅخه جوړ شوی ؤ او هماغسې ګلدوزي په کې وشوه. ۹هغه څلور کنجه ؤ، دوه ویشت سانتي اوږد ؤ او دوه ویشت سانتي پلن ؤ او دوه قاته ؤ. ۱۰بیا هغوی په هغه باندې څلور قطاره قیمتي تیږې ولګولې. په اول قطار کې یې یو یاقوت، یو ژیړ یاقوت او یو لعل ولګاوه، ۱۱په دوهم قطار کې یې یو زمروت، یو شین یاقوت او یو الماس ولګاوه، ۱۲په دریم قطار کې یې یوه فیروزه، یو عقیق او یو ارغواني یاقوت ولګاوه، ۱۳په څلورم قطار کې یې یو شینکی یاقوت، یوه سلیماني تیږه او یو یشم ولګاوه. هغه په داسې ځایونو کې ولګول شول چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي. ۱۴دولس تیږې وې، د حضرت یعقوب د زامنو د هر نوم دپاره یوه یوه تیږه، په هرې یوې کې د یو مهر په شان نقش ایستل شوی ؤ او د دولسو قبیلو څخه د یوې قبیلې نوم په کې ؤ.

۱۵هغوی د سینه پوښ دپاره د سوچه سرو زرو څخه داسې ځنځیرونه جوړ کړل چې د یوې رسۍ په شان تاو شوي وو. ۱۶دوه د سرو زرو د قابونو په شان ځایونه او دوه د سرو زرو کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د سینه پوښ په پورتنیو کنجونو پورې یې ونښلولې. ۱۷په دغو دوو کړیو باندې یې دوه د سرو زرو ځنځیرونه وتړل، ۱۸او د ځنځیرونو دوه نور سرونه یې په هغو ځایونو باندې چې د سرو زرو د قابونو په شان وو وتړل او په دې ډول یې د مقدس پېشبند د اوږې د تسمو په مخکینۍ برخې باندې ونښلول. ۱۹هغوی د سرو زرو دوه کړۍ ګانې جوړې کړې او د سینه پوښ په لاندینیو کنجونو پورې یې په دنننۍ څنډې باندې د مقدس پېشبند په څنګ کې ونښلولې. ۲۰دوه نورې کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د اوږې د تسمو په لاندینۍ برخه کې یې ونښلولې چې د مقدس پېشبند په مخکینۍ برخې باندې بخۍ ته نژدې او د مقدس پېشبند د کمربند دپاسه وې. ۲۱لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ، هغوی د سینه پوښ کړۍ ګانې د مقدس پېشبند د کړۍ ګانو سره په آبي مزي باندې وتړلې چې د کمربند سره وصل شي، ترڅو سینه پوښ د مقدس پېشبند څخه لېرې نه شي.

د کاهنانو نور لباس

(هجرت ۲۸: ۳۱ - ۴۳)

۲۲هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کېدله ټوله د آبي ټوکر څخه جوړه شوه. ۲۳د هغې په منځ کې یې د سر دپاره یو سوری پرېښود او د سوري ګردچاپېره یې یوه غاړه وګنډله ترڅو چپنه ونه شلیږي. ۲۴هغوی د چپنې د لمنې په څنډه باندې د آبي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان څخه انار جوړ کړل. ۲۵د سوچه سرو زرو څخه یې زنګونه جوړ کړل او هغه یې د لمنې په څنډه باندې د انارو ترمنځ ونښلول. ۲۶لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ زنګونه او انار د هغې چپنې د لمنې په څنډه باندې چې د خدمت کولو دپاره به اغوستل کېدله، د یو او بل ترمنځ راغلل.

۲۷هغوی د حضرت هارون او د هغه د زامنو دپاره د ښه کتان څخه کمیسونه جوړ کړل ۲۸او لونګۍ، خولۍ ګانې او نیکرونه یې ورته د ښه کتان څخه جوړ کړل. ۲۹پټۍ د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه جوړه شوې وه او هغه ګلدوزي شوې وه، لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ ۳۰هغوی د سوچه سرو زرو څخه یو ګل جوړ کړ او په هغه باندې یې د دې لغتونو یعنې څښتن ته وقف شوی یو نقش وویست لکه څنګه چې په یو مهر باندې ایستل کیږي. ۳۱لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ هغوی هغه ګل په یو آبي مزي باندې د لونګۍ په مخکینۍ برخې پورې وتاړه.

د کار بشپړېدل

(هجرت ۳۵: ۱۰ - ۱۹)

۳۲په دې ډول هغه ټول کار چې په مقدسې خېمې باندې روان ؤ هغه ختم شو. اسراییلیانو ټول شیان د څښتن د امر سره سم چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ جوړ کړل. ۳۳بیا هغوی دا شیان حضرت موسیٰ ته راوړل: خېمه او د هغې ټول سامان، د هغې چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې، ۳۴د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ چې سور رنګ ورکړل شوی ؤ، د ښې څرمنې پوښ او دنننۍ پرده، ۳۵د لوظ صندوق چې د تیږو لوحې په کې دي، د هغه د میلو سره او د هغه سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي، ۳۶مېز د هغه د ټول سامان سره او مقدسه ډوډۍ، ۳۷د سوچه سرو زرو څراغدان، د هغه څراغونه، د هغه ټول سامان او د څراغونو دپاره تېل، ۳۸د سرو زرو قربانګاه، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پرده، ۳۹برنجي قربانګاه د هغې د برنجي جالۍ سره، د هغې ستنې او ټول لوښي، تشت د پایې سره، ۴۰د حویلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حویلۍ د دروازې دپاره پرده، د حویلۍ دپاره رسۍ ګانې او مېخونه، د مقدسې خېمې دپاره ټول سامان ۴۱او ښکلي کالي چې په مقدس ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د حضرت هارون کاهن دپاره خاص لباس او د هغه د زامنو دپاره لباس کله چې هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي.

۴۲لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو ټول کارونه سرته رسولي وو. ۴۳حضرت موسیٰ ټول کار وکاته او ویې لیدل چې هغوی د څښتن د امر سره سم کار کړی ؤ. نو هغوی ته یې برکت ورکړ.