ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - دیارلسم فصل

ژوند او تعلیم

۱د حکمت خاوند د خپل پلار نصیحت قبلوي

خو ملنډې وهونکی خپله ملامتیا نه مني.

۲د ښه سړي د خولې له هوښیارو خبرو ښه خوند اخیستل کیږي

خو د خاینانو زړونه د ظلم تږي دي.

۳څوک چې ژبه په واک کې ساتي نو خپل ځان ساتي

خو څوک چې بېځایه خبرې کوي نو خپل ځان تباه کوي.

۴لټ انسان چې هرڅه غواړي ورته نه رسیږي

خو د خواریکښ انسان غوښتنې تل پوره کیږي.

۵نېک انسان له دروغو نه کرکه کوي

خو بدکاره انسان شرم او رسوایي راولي.

۶صداقت د پاک انسان لارې ټینګې ساتي

خو ګناه بدکاره انسان له منځه وړي.

۷یو انسان خپل ځان شتمن ښایي خو هېڅ نه لري

بل انسان خپل ځان غریب ښایي خو هرڅه لري.

۸د یو انسان شتمني د هغه د ژوند کفاره ورکولای شي

خو غریب انسان ته هېڅ ګواښ نشته.

۹د نېکانو ژوند د لمر د رڼا په څېر ځلیږي

خو د بدکارانو ډېوه مخ په مړه کېدو وي.

۱۰کبر او غرور حتمي جنجال پیدا کوي

حکمت له هغه چا سره وي څوک چې لارښوونه مني.

۱۱کوم مال دولت چې د باد په شان راځي نو د باد په شان فنا کیږي

خو کومه شتمني چې ورو ورو لاسته راځي نوره هم زیاتیږي.

۱۲کومه هیله چې نه پوره کیږي نو زړه ورسره ماتیږي

خو کومه غوښتنه چې پوره کیږي د ژوندانه ونه ترې جوړیږي.

۱۳څوک چې کلام سپک ګڼي د تاوان سره مخامخ کیږي

خو څوک چې حکمونو ته په درنه سترګه ګوري انعام مومي.

۱۴د حکمت د خاوند تعلیم د ژوند سرچینه ده

چې انسان د مرګ له دامونو څخه ژغوري.

۱۵پوهه او هوښیاري انسان ته عزت ورکوي

خو د خیانت کوونکو لارې د کنډو کپرو په څېر سختې دي.

۱۶ځیرک انسان د خپلې پوهې په وسیله کار کوي

خو کم عقل سړی خپل جهالت ښکاره کوي.

۱۷بدکاره استازي د مصیبت سره مخامخ کیږي

خو وفادار پیغام راوړونکی د شفا سبب ګرځي.

۱۸څوک چې نصیحت له پامه غورځوي هغه به غریب او شرمنده شي

خو څوک چې ملامتیا مني هغه به عزتمن شي.

۱۹کومه غوښتنه چې پوره کیږي نو روح خوشحالیږي

خو کم عقلان د شرارت له لاس اخیستلو نه کرکه کوي.

۲۰د حکمت له خاوندانو سره مل شه نو حکیم به شې

خو د کم عقلانو ملګرتیا سړي ته زیان رسوي.

۲۱بدي په ګناهکارانو پسې ګرځي

خو نېکمرغي د نېکانو په برخه وي.

۲۲ښه انسان خپلو لمسیانو ته میراث پرېږدي

خو د ګناهکارانو شتمني نېک انسان ته پاتې کیږي.

۲۳که د خوارانو خواره ځمکه ډېر خواړه ورکوي

خو بې انصافه خلک دا هرڅه هم جارو کوي.

۲۴څوک چې له خپل زوی نه د ادب لښته لېرې ساتي

نو له هغه نه کرکه کوي

خو څوک چې په سختۍ د هغه د اصلاح دپاره لار لټوي

نو ورسره مینه کوي.

۲۵نېک انسان په مړه ګېډه ډوډۍ خوري

خو د بدکارانو نس به تل وږی وي.