ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

غلاتیان - شپږم فصل

د یو بل بار اوچتوئ

۱ای خویندو او ورونو! که چېرې څوک په کومې ګناه کې راګېر شي، نو تاسو چې روحاني خلک یئ، هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته راوګرځوئ. په خپلو ځانونو باندې پام کوئ، که نه، نو تاسو به هم وسوسه شئ. ۲یو د بل سره د بار په وړلو کې مرسته کوئ، نو په دې ډول به تاسو د مسیح شریعت پوره کړئ. ۳که چېرې څوک خپل ځان لوی ګڼي او په حقیقت کې هغه هېڅ هم نه وي، نو هغه خپل ځان غولوي. ۴هرڅوک دې خپل عمل په خپله وازمایي. که چېرې ښه وي نو بیا کولای شي په خپل ځان ویاړ وکړي، خو خپل ځان د نورو سره مه پرتله کوئ. ۵ځکه چې هرڅوک باید خپل کار په خپله سرته ورسوي. ۶څوک چې د خدای کلام زده کوي، نو په خپلو ټولو ښو شیانو کې دې خپل ښوونکی شریکوي. ۷ونه غولېږئ، هېڅوک نه شي کولای چې په خدای باندې ملنډې ووهي، ځکه څوک چې څه کري هغه به رېبي. ۸خو څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو په کرونده کې کوم څه وکري، نو د هغه څخه به د مرګ حاصل راټول کړي او څوک چې د روح القدس د خوشحالولو دپاره کوم څه وکري، نو د هغه روح القدس څخه به د تلپاتې ژوندون حاصل راټول کړي. ۹نو مونږ باید په ښه کار کولو ستړي نه شو او د دې کارونو څخه لاس وانخلو، نو په سم وخت به خپل حاصل راټول کړو. ۱۰نو ترڅو پورې چې زمونږ سره موقعه وي، باید د هرچا سره نېکي وکړو او په ځانګړې توګه د هغوی سره چې د ایماندارانو په یوه کورنۍ کې زمونږ سره شریک دي.

وروستنۍ خبرې

۱۱وګورئ، زه تاسو ته په خپل لاس په څومره غټو ټکو سره لیکم. ۱۲کوم خلک چې تاسو په سنتولو مجبوروي، دا هغه خلک دي چې د نورو په مخکې خپل ځانونه داسې ښایي چې دوی ښه خلک دي. دوی نه غواړي چې د مسیح د صلیب په خاطر وځورول شي. ۱۳ځکه حتی هغه خلک چې سنت شوي دي، هغوی په خپله په شریعت باندې عمل نه کوي، خو هغوی ستاسو سنتېدل د دې دپاره غواړي چې ستاسو په دې کار هغوی ویاړ وکړي. ۱۴خو خدای دې نه کړي چې زه دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د صلیب څخه پرته په کوم بل شي باندې ویاړ وکړم. ځکه چې د هغه د صلیب په وسیله نړۍ زما دپاره مړه شوه او زه د نړۍ دپاره. ۱۵نو سنتېدل یا نه سنتېدل کومه مهمه خبره نه ده، بلکې نوی پیدایښت مهم دی. ۱۶سلامتي او رحم دې وي په هغه چا چې د دې قانون سره سم ژوند تېروي او هم د خدای په ټولو حقیقي اسراییلو باندې.

۱۷له دې نه وروسته دې هېڅوک ما نه په تکلیفوي، ځکه زما په بدن چې کوم داغونه دي د هغې نه معلومیږي چې زه د عیسی یم. ۱۸ای خویندو او ورونو! په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي. امین.