ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀ څلوېښتم زبور

صهیون یعنې د خدای ښار

(یوه سندره کومه چې د قورح د طایفې زبور هم دی)

۱څښتن خدای دی لوی

هغه لایق دی د ثنا ټولې په هغه ښار کې

چېرې اوسیږي چې په خپل سپېڅلي غر باندې

۲لوړ او ښایسته دی صهیون

د هغه لوی پاچا ښار کوم چې خوشحالي راوړي نړۍ ټولې ته

دی د هغه لوړ غر په څېر کوم چې شمال کې پروت دی

۳خلکو ته وښودله خدای چې خوندیتوب دی د هغه سره

دا خوندیتوب په پناه ځای د ښار کې

۴سره راټول شول پاچاهان

چې د صهیون په غره حمله وکاندي

۵خو چې یې ولیده هغه، نو دوی حیرانه شول

او له وېرې وتښتېدل

۶داسې درد او داسې وېره په دوی راغله

لکه چې ښځو باندې راشي د زېږون په وخت کې

۷داسې نابود دې کړل هغوی

لکه شرقي باد چې کشتۍ د ترشیش ماتې کړلې

۸هغو کارو په هکله مونږ وو اورېدلي

کوم چې کړي دي خدای

هغه مو اوس ولیدل

دا د مطلق قادر څښتن ښار کې د خپل خدای ښار کې

هغه به خوندي وساتي تل ترتله دغه ښار

۹خدایه، د ستا د کور په منځ کې

مونږ کوو فکر ستا د مینې په هکله کې د تلپاتې مینې

۱۰نوم دې خپور شوی دی په ټول جهان کې

ځکه خلک هرځای کې ثنا وایي ستا

ته په انصاف سره حکومت کوې

۱۱د صهیون خلک دې خوشحالي کوي!

وي دې خوښي د یهودا کلیو کې

ځکه ته سم قضاوتونه کوې

۱۲ای د خدای قومه، د صهیون په شاوخوا وګرځئ

تاسو حساب کړئ د هغه برجونه

۱۳په دېوالونو یې په غور سره نظر واچوئ

او امتحان یې کړئ جنګي کلاوې

راتلونکي نسل ته بیا تاسو دا ویلای شئ

۱۴چې دغه خدای دی تل ترتله زمونږ خدای

رهنمایي به زمونږ ټول عمر وکړي