ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀ شپېتم زبور

د بریالیتوب حماسي شعر

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور او هم یوه سندره)

۱خدای دې راپورته شي

او خواره واره دې کړي خپل دښمنان

تېښته دې کړي څوک چې نفرت کوي له هغه څخه

۲لکه د باد په مقابل کې چې لوګی ورکیږي

داسې ته ورک کړه هغوی

لکه چې څنګه ویلي کیږي موم د اور په مخ کې

داسې بدکاره دې تباه شي د خدای په مخ کې

۳خو نېکان دې وي خوشحاله

کړي خوشحالي دې د هغه حضور کې

وي دې خوشحاله او وهي دې د خوښۍ چیغې

۴خدای ته ووایئ سندره ثنا صفت یې د نامه وکړئ

صفت یې وکړئ چې سپریږي هغه ورېځو باندې

خوشحالي وکړئ د هغه حضور کې

ځکه چې یې نوم دی څښتن!

۵هغه خدای کوم چې اوسیږي خپل سپېڅلي ځای کې

دی دا پلار د یتیمانو او ساتنه کړي د کونډو

۶یوځای کوي هغه بې کسه کورنیو سره

راخلاصوي بندیان له بنده نېکمرغیو لره

وچو میرو کې به اوسیږي سرکښان خلک

۷ای خدایه کله چې روان وې ته د خپل قوم مخکې

کله چې تا وکړ مزل شوې بیابان څخه تېر

۸ولړزېدله ځمکه او هم له اسمانه اورېدلو باران

په دې خاطر چې راروان دی د سینا خدای

چې خدای د اسراییلو راروان دی

۹تا راووراوه ډېر زیات باران

او تا کړه آباده خپله شاړه ځمکه

۱۰ستا قوم کړ جوړ استوګنځای خپل هلته

د نېکۍ نه دې محتاجو ته هرڅه تیار کړل

۱۱څښتن ورکړلو فرمان

دا زېری یووړلو د ښځو یوې غټې ډلې:

۱۲«دي پاچاهان خپلو لښکرو سره تېښته کې»

په کور کې پاتې ښځې وېشي د جګړې غنیمت

۱۳وې پوښل شوې په سپین زرو د کوترو څېرې

په ښو سرو زرو یې وزرونه ځلېدل

(ولې د ستاسو ځینې کسان د جګړې په ورځ د پسونو په شپولونو کې پاتې شول؟)

۱۴خواره واره چې کړل پاچاهان مطلق قادر خدای هلته

وو لکه واوره چې وریږي د صلمون په غره

۱۵ای ځواکمن غره، د باشان غره!

ای ته خاوند د ډېرو څوکو، د باشان غره!

۱۶ای د ډېرو څوکو غره!

ته ولې ګورې هغه غره ته د حسد له مخې

کوم چې خدای دی غوره کړی اوسېدو دپاره

څښتن به اوسي هلته تل دپاره

۱۷زرګونو زرو نظامي ځواکمنو ګاډیو سره

راغی څښتن سپېڅلي ځای ته له سینا څخه

۱۸لوړو ځایونو ته وروختلې

یووړل دې ځانه سره زیات بندیان

حتی له سرکښانو دې هم تحفې اخیستې

نو څښتن خدای به هلته اوسي د هغوی په منځ کې

۱۹ثنا او صفت دې وي څښتن ته

چې هره ورځ زمونږ بارونه وړي په خپلو اوږو

دا خدای زمونږه خلاصوونکی خدای دی

۲۰زمونږ خدای د خلاصون خدای دی

څښتن تعالی چې له مرګي مو ژغوري

۲۱وټکوي به خدای سرونه د خپلو دښمنانو

دا ببر سري چې تګ کړي په ګناهکارو لارو

۲۲داسې وویل څښتن:

«راولم زه به دښمنان ستاسو باشان نه بېرته

دریاب د تل نه به هغوی زه راولمه بېرته

۲۳نو ډنډوکي د دوی د وینو به شي ستاسې د لغتو لاندې

او ستاسې سپي به یې څټي چې څومره غواړي هغوی»

۲۴ای خدایه، ټولو خلکو ولید ستا د کامیابۍ مارش

مارش د خدای یعنې زما د پاچا

چې داخل شو خپل سپېڅلي ځای ته

۲۵سندرغاړي یې په مخ کې، د سازونو والا شاته

او په منځ کې ځوانې ښځې چې چمبې وهي:

۲۶«د خدای صفت وکړئ مجلس کې د هغه د ولس

ای د اسراییلو اولادې ټول وکړئ صفت د څښتن»

۲۷اول راځي بنیامین یعنې د ټولو نه کوچنۍ قبیله

بیا ورپسې به وي مشران د یهودا د خپلې ډلې سره

او بیا مشران د زبولون او نفتالي ورپسې

۲۸ای خدایه ته خپل قدرت وښایه

هغه قدرت چې تا زمونږ په خاطر کار ترې واخیست

۲۹ستا د کور په خاطر پروت اورشلیم کې چې دی

چېرته چې تاته پاچاهان خپل سوغاتونه راوړي

۳۰ورټه مصر په مثال دی د وحشي حیوان

چې لوخو کې اوسیږي هغه

ورټه نور قومونه کوم چې په مثال دي

د غویانو او خوسیانو پادې

ترڅو چې ټول وکړي سجده تاته

او درکړي تاته خپلې نقرې

خپاره واره کړه ته هغه قومونه چې جګړه خوښوي

۳۱استازي رابه شي له مصر څخه

ایتوپیایان به خدای ته پورته کړي

لاسونه د دعا دپاره

۳۲خدای ته ووایئ سندره پاچاهیو د نړۍ ټولو

په سندرو کې صفت د څښتن وکړئ

۳۳د هغه چا دپاره چې په لرغونو اسمانونو ناست دی

چې په قوي اواز غریږي له اسمانه څخه

۳۴خلکو ته ووایئ چې خدای قوي دی

چې جلال د هغه ځلیږي اسراییلو باندې

او لیدل کیږي یې قدرت اسمان کې

۳۵خپل سپېڅلي کور کې خدای دی

څومره هیبتناک د اسراییلو خدای!

ورکوي خپل قوم ته قدرت او طاقت

ثنا او صفت دې وي خدای ته